د عیسی (ع) نوم په قرآن کې څو ځله شوی؟

دحضرت عيسی عليه السلام نوم په قرآن عظيم الشان کي ۲۵پنځويشت واره ذکرشوی اوپه لاندينيوسورتونوکي يې قصه راغلې ده :
۱:سورة آل عمران
۲:سورة النساء
۳:سورة المائدة
۴:سورة مريم
۵:سورة الزخرف
۶:سورة الحديد
۷:سورة الصف
اودده دمبارکي مورحضرت مريم عليهاالسلام نوم په قرآن عظيم الشان کي ۳۴څلوردېرش واره ‌ذکرشوی دی اوقصه يې په لاندينيوسورتونوکي راغلې ده :
۱:سورة آل عمران
۲:سورة النساء
۳:سورةمريم
۴:سورة التحريم
ددوی دواړودنومونوپه قرآن کريم کي دومره زيات تکرارېدل دموجودو نصرانيانو(عيسويانو)هغه درواغ اوبې بنسټه ادعاءپه کلکه ردوي چي وايي:اسلام دحضرت عيسی عليه السلام اودده دمورسره دُښمني اوکينه لري .
په داسي حال کي چي تاسوولوستل چي په قرآن کريم کي ددغودواړومبارکواشخاصويادونه دومره زياته شوې ده.
پټه دي نه وي چي په قرآن کريم کي يوسورت دسورة مريم په نوم سره هم شتون لري،چي مخکي يې هم نوم يادشوی دی .
دوی منل دابولي چي له ځانه ددروغوخبري ورته منسوبي شي.
خوحقيقت دادی چي داکارمنل نه بلکي څرگندعداوت اودښمني ده اوداهم يوحقيقت دی چي په اصل کي دوی دحضرت عيسی اودهغه دمور(علیهماالسلام)دښمنان دي اورښتيني منونکي يې په دې وخت کي يوازي اويوازي مسلمانان دي نه بل څوک .
دحضرت عيسی عليه الصلاة والسلام په هکله دمسلمانانوعقيده هغه ده کومه چي الله رب العالمين په خپل سپېڅلي کتاب قرآن کريم کي اوآخرني پيغمبرجناب محمدرسول الله صلی الله عليه وسلم په خپلومبارکواحاديثوکي بيان کړې اوعلماوويې
وضاحت اوتشريح په خپلوکتابونوکي ليکلې ده .
موږدلته هغه عقيده ددلائلوسره ذکرکوو:
(۱)داسلام مبارک دين دحضرت عيسی عليه السلام په هکله داسي وايي چي حضرت عيسی
عليه السلام دالله جل جلاله یوبنده دی،دعزتمندواواولواالعزم پيغمبرانوله جملې څخه يوپيغمبردی، الله رب
العزت بني اسرائيلوته ددې لپاره ورلېږلی وو چي هغوی دالله پاک توحيد(ديووالي عقيدي) اويوازي ديوه الله
عبادت ته راوبولي،همدغه خبري حضرت عيسی عليه السلام بني اسرائيلوته کړې وې،نوپه هغوی کي لږوکسانو
دده خبره ومنله اوډېرويې ده ته دروغجن وويل اوده ته يې بدبدنسبتون وکړل،تردې چي دده پرپاکه موريې تهمت ولگاوو.
الله پاک دحضرت عيسی عليه السلام دغه خبري چي خپل قوم ته يې کړې وي،په خپل سپيڅلي کتاب کي داسي رانقل
کړې دي :
( وَإِذْ قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ يَا بَنِي إِسْرائيلَ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُمْ مُصَدِّقاً لِمَا بَيْنَ يَدَيَّ مِنَ التَّوْرَاةِ وَمُبَشِّراً بِرَسُولٍ يَأْتِي مِنْ بَعْدِي اسْمُهُ أَحْمَدُ فَلَمَّا جَاءَهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ قَالُوا هَذَا سِحْرٌ مُبِينٌ ) الصف ۶.){اويادکړه دمريم دزوی عيسی(عليه السلام) هغه خبره چي هغه ويلي ووچې اې بني اسرائيلو:زه تاسوته دالله لېږل شوی استازی يم،تصديق کوونکی يم دهغه تورات چي له مامخکي راغلی موجوددی،اوزېری ورکوونکی يم ديوه پيغمبر چي له ما وروسته به راشي چي دهغه نوم احمددی،خوکله چي هغه دوی ته دڅرګندونښانو(معجزو)سره راغی،نودوی وويل: داخوښکاره کوډي دي}
په دغه مبارک آيت کي الله پاک دحضرت عيسی عليه السلام دنبوت واقعه بيان کړې چي هغه خپل قوم ته خپل دعوت داسي څرگندکړ،په دې کي يې دوه ټکي په ځانگړې توگه واضح کړل :يوداچي دی کوم نوی پيِغمبرنه دی،چي تاسوورت دشک په سترگه وگورئ چي داسي خوتراوسه نه ده پېښه شوې چي څوک دې انسانانوته دالله پاک داستازي په توگه راغلی وي،داسي نه دی چي يوازي دی دی چي دلومړي ځل لپاره يې انسانانوته دالله پاک پيغام راوړی اوله ده مخکي بل څوک داسي نه دی راغلی،بلکي له ده مخکي هم ډېرپيغمبران تېرشوي،دی هم دهغوله ټولۍ څخه يوپيغبردی،دی همغه خبري کوي کومي چي له ده څخه مخکي تېروشوو نوروپيغمبرانوعليهم السلام انسانانوته بيان کړې وې،په مخکينيواسماني کتابونوکي موجودي وې اوهمدارازوروسته چي کوم پيغمبرراتلونکی دی هغه به هم دغسي لارښووني دالله پاک له لوري راوړي.
په دغه مبارک آيت کي داسي ويل شوي چي دهغه تورات تصديق کوونکی يم کوم چي له مامخکي راغلی موجوددی!!
دنوروکتابونودتصديق خبره يې نه ده کړې په داسي حال کي چي هرپيغمبردټولواسماني کتابونوتصديق کوي
ددې وجه داده چي پربني اسرآئيلوباندي په نږدې وخت کي نازل شوی کتاب يوازي تورات دی،دامطلب نه دی چي گواکي حضرت عيسی عليه السلام يوازي دتورات تصديق کوي .
همدارازدتورات دنوم په يادولوکي کي دې خبري ته هم اشاره ده چي دحضرت عيسی عليه السلام شريعت که څه هم مستقل شريعت
دی خوليکن په دې کي ډيری احکام يې دموسوي شريعت اوتورات سره موافق دي،يوازي يوڅه اندازه احکام يې داسي دي چي دتورات داحکاموسره توپيرلري .
داخودمخکينيوکتابونواوپيغمبرانودتصديق خبره وه .
دوهمه خبره يې په ځانگړي توگه دابيان کړې چي وروسته يوپيغمبرراروان دی،دهغه دراتلوزېری
اوخبردارئ درکوم،په دې کي اشاره ده چي دهغه وروستني پيغمبرصلی الله عليه وسلم لارښووني به هم ددغولارښوونوسره مطابقي وي،له دې کبله پرهغه باندي ايمان راوړل ددين اوعقل دواړوغوښتنه ده ځکه ښکاره خبره ده چي دهغه داسي لارښووني نه دي چي ددغوسره دي په ټکرکي وي .
هغه هم دحضرت عيسی عليه السلام په څېرديوه الله دعبادت په لورخلگوته بلنه ور کوي، کوم دعوت چي دټولوپيغمبرانومشترک اوگډدعوت دی .
ددغه زېری په هکله زيات تفصيل به انشاءالله تعالی وروسته په دې هکله په ځانگړي بحث کي بيان شي .

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب