د آدم (ع) جنازه

 د ادم (ع) د جنازې ته ملائکوتشريف راوړ هغه ته يې غسل ورکړ او د حنوط خوشبويه لرګى يې ورته دود کړ يو ملائکه تر مخ شوه د حضرت ادم(ع) اولاد او نورې ملائکې تر شا پسې ودريدې اودجنازې لمونځ يې ورکړ وروسته ملايکو لحداره قبر ورته وکيند اوخاوروته يې وسپارى ٢- دوهم قول داسې دى چې حضرت جبرائيل (ع) حضرت شيث (ع) ته امر وکړ تر څو د ادم (ع) تر ځو د ادم (ع) دجنازي مراسيم تر سره کړي
(b) د ادم (ع) قد (ونه)
———————-
دادم (ع) قد ( ونه ) يا جګوالى شپيته لاسه ( شرعي ګزه) وو. او دادم (ع) عمر په يوه روايت کې راغلي دي نهه سوه شپږدېرش ٩٣٦ کاله ٢ په روايت کې نهه سوه څلوېښت ٩٤٠ کاله وو. د ادم (ع) د وفات په وخت کې دهغه ټول اولادونه څلوېښت زره وو چې په هغه کې لمسيان او کړوسيان هم شامل وو. او د وفات ځاى يې سرېلانکا د ( نوذ) په نامه يو غر دى .
(c) له ټولو نه مخکې حاصله شوې ميوه
—————————–
د حضرت ادم (ع) تر راتګ وروسته تر ټولو نه مخکې د بيرې ميوه وخوړله . د بيت الله جوړيدل حضرت ادم (ع) کعبه شرفه د پنځو غرو له ډبرو څخه جوړه کړه ١- طورسينا ٢- طورزيتون ٣- جبل لبنان ٤- جبل جودي ٥- دهغه ستنې يې د حرا د غره له ډبرو څخه جوړې کړې .
(d) له جنت نه د راکوزيدو حکم
————————–
کله چې الله تعالى(ج) حضرت ادم (ع)ته د (اهبطومنهاجميعا) امر وکړ دا امر د ادم (ع) سره حضرت حوا(ع) ، ابليس او مار ته هم متوجه وو او ددوى د کوزيدو په ځاى کې اختلاف دى حضرت حسن بصري ويلي دي چې ادم (ع) په هندوستان کې راکوز شو حضرت حوا (ع) په جده ، ابليس په ديسمان (له بصرې سره) او مار
(e) په جنت کې هستوګڼه
—————————–
امام اوزاعي له حضرت حسان بن عطيه څخه نقل کړې ده چې حضرت ادم (ع) په جنت کې سل کاله هستوګڼه کړې ده ٢- په بل روايت کې اويا کاله ذکر شوى دى .
(f) ادم (ع) په اړوند معلومات
———————-
د مسلم شريف په روايت کې داسې راغلي دي چې په ټولو کې بهترينه ورځ د جمعې ورځ ده ځکه په دې ورځ حضرت ادم (ع) پيداشوى ، په همدې ورځ جنت ته داخل شوى ، په همدې ورځ له جنت څخه راخارج شوى او په همدې ورځ به قيامت قايم کيږي يو روايت داسې هم دى چې په همدې ورځ حضرت ادم (ع) وفات شوى هم دى

سعیدالله سعید

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب