ښځه او کورنۍ جوړښت

انسان يوټولنيزمخلوق دی ښځه اونارينه د دوومخالفوجنسونوپه توګه دګډژوند دغوره کولولپاره د نکاح په نوم تړاوسره دکورنۍ اوټولنې د جوړښت په لاره کې لومړنی ګام پورته کوي.ښځه اونارينه دټؤلنې په جوړښت کې يو شان رول لري، واده روحي او جسمي اړتياده اويوه اوبل ته ارامښت اوسکون ورپه برخه کوي . د اسلام په سپيڅلي دين کې  ښځې ته لوړ ارزښت ورکړل شوی په داسې حال کې چې په لويديځه نړۍ کې ښځه يوازې د انساني غريزې دکابوکولو او مصرفي توکوپه شان کارول کيږي. دښځودازادۍاوديموکراسۍ په نوم له ښځې هرډول ناروا اوناسمه ګټه اخيستل يوه سمه اواصولي چاره ګڼي خوپه اسلام کې ښځه اونارينه خپل ځانګړی مقام اوارزښت لري چې داسلام له نظره ښځه نيمايي ايمان ګڼل شوی ځکه انسان له ناوړه کارونو څخه خوندي کيږي . کله چې دغه ګډ ژوند له مينې اواخلاصه ډک او په هرډول شرايطوکې د يوبل غمخوراوهمرازوي داسې کورنۍ نيکمرغه اوسوکاله وي چې د انتخاب په وخت کې ترهرڅه وړاندې دينداري بايدلومړی شرط وي اودا هغه حق دی چې خداي تعالی انسانانوته ورپه برخه کړی دی .

په دې تړاوکې ښځه اوخاوند د يوبل په وړاندې ځينې مسووليتونه او مکلفيتونه لري چې بايدترسره يې کړي. دمدني قانون له مخې هم واده يو داسې تړون دی چې په بشپړې ازادې ،عادلانه اوانساني ارادې سره وشي دغه تړاواونکاح بايدهغه مهال وشي چې هلک اونجلۍ د واده لپاره خپل قانوني او وړ عمر ته رسيدلي وي .خو له بده مرغه په يو شميرټولنو کې دنجونوجبري ودول يوه ټولنيزه ستونزه ده چې ناوړه پايلې په ځان پسې لري .په افغانستان په تيره بيا د هيواد په کليوالوسيمو کې کورنۍ کم عمره نجونې اوهلکان واده کولو ته اړباسي .همدارنګه ځينې كورنۍ خپلې لوڼې داسې چاته چې په بهرملک کې وي ورکوي پرته له دې چې د هغې کورنۍ په اړه خبروي ، يوازې د دې لپاره چې لورياخوريې په بهرملک کې واوسيږي دې کارته غاړه ايږدي.دوي داسې فکرکوي چې په دې کارسره به د هغوي خوريالورنيکمرغه شي خوپه ډيروموردونوکې دغه راز ودونه له کورنيو ستونزو اوناخوالو ډک اوان دبيرته سره جلاکيدولامل کيږي .

دامسله بيلابيل لاملونه لري له هغې جملې د زده کړې دکچې ټيټوالی ،بې وزلي ، ټولنيزې ، اقتصادي او داسې نورې ستونزې ،چې کورنۍ خپلې لوڼې د هغوي له خوښې پرته داسې کسانو ته په نکاح کوي چې له نجلۍ سره د عمر له پلوه ،له علمي ،د ټولنيزواړيکو له پلوه او نورو بيلابيل توپيرونه لري او دا کاريوازې د ځينوناسموغوښتنو له مخې کوي چې اتيا سلنه دغه راز ودونه چې د خپلې لورياخورله رضايت پرته کيږي ناوړه پايلې لري .همدارازځينې دودونه هم ددې کارلامل کيږي لکه په بدوکې ورکول ياد کومې شخړې له امله د دووکورنيود منځګړيتوب لپاره يوه نجلۍ د مقابل لوري يوه نارينه ته په نکاح کوي ،ځينې کونډې چې خاونديې مړشي په جبري توګه بيرته په هماغه کورنۍ کې بل کس ته په نکاح کيږي اوداسې نورجبري ودول .تر ټولو بده خولاداچې ځينې کورنۍ خپل اولادونه په ماشومتوب کې ديو بل په نوم کوي په داسې حال کې چې هر انسان د خپل راتلونکي ژوند لپاره يولړ هيلې ،ځانګړتياوې اوپلانونه لري چې د ژوند د ملګري د انتخاب حق بايدهرانسان ولري.هغه ودونه چې ددواړولوريوله موافقې پرته کيږي په ډيرو موردونو کې ناوړه پايلې لري سربيره پردې چې داکاردکورنۍ ستونزې اوجنجالونه رامنځته کوي دټولنيزوګډوډيولامل هم کيږي اوماشومان يې بې پامه او د نورو پراوږو باروي .

همداراز نورې خطرناکې پايلې لکه ځان وژنه ،له کوره تيښته،سقط جنين او دغه راز ډول ډول جرمونه په ځان پسې لري چې د ټولنې د بې ثباتۍ لامل هم کيږي .په اوسني وخت کې ډيری افغان ميرمنې له کورنيو تاوتريخواليوکړيږي چې ډيری يې دجبري ودونوله امله دي .د ښځې اوخاوند ترمنځ مينه بايد دوامداره وي چې له ځوانۍ وروسته هم پاتې شي ، ځکه دوي په پاخه عمر کې هم مينې ته اړتيا لري .نوکه ديوې کورنۍ دجوړښت بنسټ دمينې اومحبت اودواړولوريودموافقې له مخې وي اودهلک اونجلۍ په نکاح کولوپه وخت کې ميندې اوپلرونه دا خپل مسووليت وبولي چې له دواړوسره ددې ارزښتمن تړاوپه هکله سلامشوره وکړي اود هغوي نظرترټولودمخه اړين وبولي نو په داسې کورنۍ کې به بياخوښي اوسوکالي واکمنه وي ځکه دکورنۍ خوښي او پرمختګ دټولنې د خوښۍ اوپرمختګ لامل کيږي .

له جبري ودونودمخنيوي ترټولواغيزمنه لاره له بيلابيلولارو دهغې په زيانونودخلکوپوهول دي چې په دې لاره کې ترټولوبنسټيزرول د هيواد ديني عالمان لوبولاي شي ځکه زموږټولنه يوه مذهبي اومسلمانه ټولنه ده ،خلک ديني علماووته درناوی کوي او دهغوي خبرې هم په ځيرسره پرځان عملي کوي . اسلام يوکامل دين دی او په سمه توګه پرې عمل کولو سره انسان له هرې ستونزې خلاصون مومي . نوميندې اوپلرونه بايد د اولادونود کوژدې په وخت د مقابل لوري په اړه له ژوراو هراړخيزفکرکولواو مالوماتو ترلاسه کولووروسته د دواړورضايت اوخوښه ترلاسه کړي . له بلې خوا زموږ دهيواد چارواکي اوقومي مشران هم د کورني جوړښت د پياوړتيا په لاره کې د بيلابيلو ستونزوپه اوارولوکې ارزښتمن رول لوبولاي شي

your ads

ظريف عنايت زی

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب