کېوي؛ د ويټامین سي بډايه سرچینه

په کېوي کې زیاته اندازه ويټامین سي شته چې د بدن دفاعي سيسټم پیاوړی کوي.
د تغذیې د برخې څېړونکي پر دې عقیده دي چې له پوست سره د کېوي خوړل د هاضمې سيسټم لپاره مناسب نه دي او د معدې د پړسوب سبب ګرځي.
د امریکا په کليفورنیا ایالات کې یوې ډلې روغتیاپالانو په خپله څېړنه کې دا په ګوته کړې چې کېوي پر ويټامین سي سربېره پروټین او هغه انزایمونه لري چې د خوړو په هضم کې مرسته کوي. دوی وایي که کېوي له ډوډۍ وروسته وخوړل شي نو د خوړو په هضم کې پوره مرسته کوي.
دوی دا هم په ګوته کړې چې په کېوي کې شته انټي اکسیدانونه د بېلابېلو سرطانونو په ځانګړي ډول د هاضمې د سيسټم د سرطان مخنیوی کوي.
په څېړنه کې دا هم په ګوته شوې ده چې له یو کال د ټیټ عمر لرونکي باید کېوي ونه خوري؛ ځکه کېدای شي چې وجود يې پر وړاندې حساسيت وښيي.
دغه راز د هغو کسانو لپاره هم د کېوي خوړل نه توصیه کېږي چې په کیسه صفرا کې ډبرې لري.

ژباړه: حمیدالله حمیدي

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب