د شپې په رڼا کې خوب کول دماغ ته زیان رسوي؟
د انسان دماغ په رڼا او په تاریکۍ کې مختلف هارمونونه پیداکوي، هغه هارمونونه چې په رڼا کې پیداکوي هغه ترهغو هارمونونو، چې په تاریکۍ کې ئې پیدا کوي ډېر ګټور دي.
دا مطلب د (بیهیویرل برېن رېسرچ) څیړنیزه جرېده کې خپور شوی. پدې مطلب کې وړاندې ویل شوي، چې په تاریکۍ کې د خوب دوران (Cycles) ډېر ښه دي نسبت رڼا ته، او په رڼا کې سترګې داسې اشارې دماغ ته لیږي چې دماغ پوره ارام ته نه پرېږدي.
سره ددې چې سترګې پټې وي، خو خوب به نشي کولای.
ترتیب: رحیم رسولي