دلمانځه نه کونکي لپاره ۱۵ عذابونه

هر څوک چي په لمانځه کي سستي وکړي ،ورته پنځلس رقمه عذابونه ورکول کیږي ، پنځه عذابونه په دې دنیا کي ، درې عذابونه دمرګ په وخت کي ، درې عذابونه په قبر کي او درې عذابونه کله چي له قبر څخه راوپاڅېږي .
ددې دنیا پنځه عذابونه په دې ډول دي :
۱:- دژوند څخه ئې برکت وځي .
۲:- دصالحانو نور ئې له څېرې څخه محوه کیږي .
۳:- دنیک عمالو اجرونه ورته نه ورکول کیږي .
۴:- دعاګاني ئې نه قبلیږي .
۵:- دنوموړي شخص په حق کي دنیکو صالحانو دعاګاني نه قبلیږي .
دمرګ په وخت کي درې عذابونه په دې ډول دي :
۱:- په ډېر زلت او خوارۍ سره مړي .
۲:- دمړيني په وخت کي به ډېر وږی وي .
۳:- ډېر به تږی وي ، که څه هم ددرستي دنیا اوبه په خوله کي ئې توی سي ، بیا به هم دتږیتوب احساس کوي .
دقبر درې عذابونه په دې ډول دي :
۱:- قبر به ئې ډېر تنګ سي .
۲:- په قبر کي ئې اور بلېږي .
۳:- یو غټ مار به ئې په قبر کي راپیداسي ، چي سترګي ئې له اور او نوکان ئې د اوسپني څخه وي ، دهر نوک پلنوالی به ئې دیوې ورځي دلاري مزل وي ، غږ به ئې د تالندي په څېر وي .
دغه مار به وايي : زه دخپل پرودګار په وسیله پرتا مسلط سوی یم ، چي دسهار لمانځه په نه کولو ، تا له سهار بیا ترلمر ختو پوري نېښ ووهم ، او ماسپښین لمانځه د ضایع کولو په سبب تر مازدیګر لمانځه پوري ، او دمازیګر لمانځه دضایع کولو په سبب تر ماښام لمانځه پوري ، او دماښام لمانځه د ضایع کولو په سبب تر ماخوستن لمانځه پور ي او دماخوستن لمانځه دضایع کولو په سبب تر سهار لمانځه پوري نېښ ووهم .
اوهر ځل چي دغه مار نېښ وهي ، نوموړی شخص اویا(۷۰) زراع په ځمکه ننوزي ، او دغه عذاب به ترقیامت پوري ادامه ولري .
درې عذابونه کله چي له قبر څخه راپاڅېږي ، عبارت دي له :
۱:- په ډېري سختۍدهغه څخه حساب اخیستل کیږي .
۲:- الله (ج) پرهغه خشم او غضب کوي .
۳:- ودوزخ ته اچول کیږي ، په روایت کي راغلي دي چي ، پر مخ ئې درې کرښي لیکل کیږي .
لومړۍ کرښه :- اې ځایه کوونکې د الله دحق
دوهم کرښه :- اې مخصوص په غضب د الله
درېمه کرښه :- لکه څرنګه چي دي په دنیا کي د الله (ج) حق ضایع کړ، نن ورځ دهغه درحمت څخه هم ناامیده واوسېږه

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب