دحیض په حالت کې کوروالی؛ اسلام او نوې ساینس

دحیض په حالت کی کوروالی :

کله چی دام المومنین حضرت عایشه رضی الله تعالی عنها څخه وپوښتل شول چی وخاوندته چی ښځه ئې په حیض کی وی څومره اجازه لری؟

نو دمسلمانانو مور حضرت بې بی عاشی رضی الله عنها ورته وویل: چی ټوله ورته حلال دی مګرنه شرمګاه۔.
دحیض په حالت کی یو خاوند د خپلې ښځی سره مجامعت (کوروالی) نشی کولای، اوددې څخه علاوه هرقسم تعلقات ورسره ساتلای شی ۔(تفسیر ابن کثیر) .

کله چی دحیض څخه وروسته ښځې خپله پوره صفایی (غُسل) نه وي کړی باید مجامعت ورسره ونشی داځکه چی دطب له نظره داتاوان لری، اوکوم اولاد چی ئې پیداکیږی هغه به د(پیس په ناروغی) اخته کیږی۔ (احیاء العلوم الدین، امام غزالی رحمة الله علیه)۔

چی دټوله طب ورباندی اتفاق دی چی په دې حالت کی (کوروالی) دډیرو ناروغیو سبب ګرځی۔ (حجة الله البالغه).
دحیض پرمهال دښځې سره جنسی اړیکی نیول حرام دی، البته که دمجامعت څخه ماسوی خاوند خپل دزړۀ تسکین راولی نورا وستلای ئې شی۔ (المغنی لابن قدامه).

دفطرت سلیم هم داتقاضاء ده چی کله ښځه لومړې داناروغې ده، اودوهم چټلې ده، نولېری کېدل پکاردی، داځکه په دغه وخت کی ښځه جسمااوروحاودې کارته اماده نه ده، چی ورڅخه لیرې کېدل ډېرښه دی۔(روانشناسی) .
دپروفیسر(میسی) تجربې

په (The News) کی دده هغه څرګندونې اوتجربې چی دحیض په حالت کښې جماع (کوروالی) کولوباندی مشتملې دې په لاندی ډول سره دی:

ـ دحیض په حالت کی مجامعت کول، دنرجنسی نظام ختمېدای سی، چی بیاپه ډاکټرانوبه ګرځی اوهیڅ علاج اودارودرمل به ئې نه وی۔ ـ دځانګړې انداموپوستکی سخت ناهمواره کیږی، چی بیاپه دې مجامعت کی داسی خوندنه وی لکه په فطری جسم کی چی شتون لری۔ ـ دنرتناسلی اله کوچنې کیږی، چی علاج ئې ناشونی دی۔ ـ دښځې په عضو مخصوص کی خارش اونر په حساسیت (الرجی) اخته کیږی۔ ـ

دحیض په حالت کی جماع دنر دپراسټیټ غُدې غټوی، چی کله بولې بندی اویاهم دسوزک ښکارسی۔ ـ کله دحیض په حالت کی وینه دوېنې جریان دومره شدت ومومی چی کنترول ئې ډېر وخت او دانسان دمرګ سبب ګرځی۔ (Islam and Sex for All) .

د حیض په وخت کې کوروالی او دهغې تاوانونه

ـ دښځې په انداموکی ډېرسخت درد پیداکیږی، په بچدان کی سوخت اوسوزش پیداکیږی، چی کنترول ئې بیاناشونې دی۔
ـ ددې سره تخمدان په مکلمه توګه سره له مینځه ځی۔ ـ دحیض فاسدموادورحم ته ځی چی سخت سوخت اواتشک ورڅخه پیداکیږی۔ ـ کله دحیض په وخت کی ددې فاسدوموادواغیزې دنرو(خصیو) ته رسیږی چی هغه (عقیم) وچ ګرځوی۔ ـ دحیض دفاسدوموادوڅخه دنرتناسلې الې ته داسی ناروغې پیداکیږی چی علاج ئې ناشونې دی۔ ـ دحیض پرمهال کوروالی ، ښځه په مکمل ډول سره (عقیمه) وچه کوی، چی دتل لپاره ئې بیااولاد نه کیږیٍ (القران والتحقیق الجدید) .

دانسان په وجودکی دوه قسمه افرازات شتون لری:
1ـ هغه قسم افرزات دی چی دژوندلپاره ضررې نه دی (Secretion) لکه هضم، تناسل، هارمونونه .
2ـ داهغه قسم افرازات دی چی بایددبدن څخه خارج شی، داځکه چی داوانسان ته ضرررسوی (Excretion) لکه بولې، خوله، حیض اوداسی نور۔۔۔

داچی لوی خدای جل جلاله دحیض په حالت کښې مجامعت حرام کړیدی په دې ډېرې ګتې نغښتی دې، چی په دغه حالت کی دنراودښځې دواړولپاره دحیض په حالت کی جماع کول تاوانونه لری، اودلېرې والې په صورت کی بې شمېره ګټې لری۔

او دا چې موږالله جل جلاله موږ منع کړی یو نو په هغه کی داتاوانونه شته:

ـ درحم مخاطی غشاء دزخم په حالت کی وې، چی ورڅخه وینې، پاته هګې، مختلف النوع هارمونونه ، معدنی مواد اوزهرقاتل په شان نورموادورڅخه خارجیږی، چی دجماع په کولوسره ډېربدې پایلې لری۔ ـ
په دغه حالت کی کوروالی کول دزیاتې وینې بهېدوسبب ګرځی چی درحم لپاره ددایمی تاوان سبب ګرځی۔
ـ په دغه حالت کی ورحم ته په اسانۍ سره میکروب داخلېدلای شی، چی درحم دنورالتهاب عامل ګرځی، چی پاېلې ئې سخت درد اوتکلیف دی۔ ـ په دغه حالت کی کوروالې ددې سبب کیږی چی وینه دې بنده شی چی بیادپاړسوب ورڅخه موندل کیږی۔ ـ دحیض په وخت کی زیاتې ښځې ددرد احساس کوی چی د(کوروالۍ) سره نوردردونه هم اضافه کیږی۔ ـ دحیض په حالت کی ښځه جسمااوروحاودې کارته نه ده ماده، داځکه دادپلېتۍ ، دردونواوغیرسکون ښکارده، چی ښځه په روانې ناروغیواخته کیږی۔

ـ ښځه درحم په سرطان اخته کیږی۔ اعجاز القران) .
دحیض په حالت کی کوروالې اودنرلپاره ئې پایلې ـ
لکه څرنګه چی دحیض پرمهال پوره چټلې، موجوده ده نوځکه نردډېروناوړوناروغیوښکارکیږی۔ ـ دحیض په حالت کی کوروالی دنردکروموسوم فعالیت له مینځه وړی چی بیائی اولاد نه کیږی۔ ـ نرچی ددې چټلې پرمهال کوروالی کوی، ددې چټلۍ دتعفن په وجه په ناوړوروانې ناروغیواخته کیږی۔ ـ که نردحیض په حالت کی کوروالی کوی نود(پیس) په ناروغی اخته کیږی.

داكتره مريم زينب

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب