د زنا د بې شرمه عمل خطرناکې پايلې

ګرانو لوستونکو  د اسلامی ښوونی مينوالو ! اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة

زنا هغه فاحش او بی شرمه عمل دی  چه يو سړی يی له  يوی پردی ښځی سره تر سره کوی  ، دا هغه  سرتيتی او فاحش عمل دی  چه که خدای (ج) مکړه څوک ورباندی  ګرفتار شی  نو بيا به په کور کلی او ټولنه کی د ژوند تر پايه  عزت تر لاسه  نه کړی   او هميشه به ذليل او شرمنده وی .
دا فاحش عمل  د يوه بل چا په ناموس او عيزت  تر ټولو بتره  تيری  بلل کيږی  ، چه سختی خطرناکی پايلی لری .
په نن وخت کی چه سختی فتنی را روانی دی با يد مسلمانان  د ځانو ، کورنی  او ماحول  کنترول  تر ډيری جدی چارنی لاندی ونيسی  ، او خپل ځانونه  شيطان ته تسليم نه کړی ،  ځکه چه اوس مهال خبره تر رنډی خانو رسيدلی ده .

ټول مسلمانان  دا مسؤليت لری  چه  ددغه  فاحش عمل پر وړاندی مبارزه وکړی .
ګرانو د زنا په باب می په ډير لند ډول  قرآنی او نبوی ارشادات را ټول کړی  چه لاندی بيان شوی .
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لاَ تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ وَمَن يَتَّبِعْ خُطُوَاتِ الشيْطَانِ فَإِنَّهُ يَأْمُرُ بِالْفَحْشَاء وَالْمُنكَِر ( النور  ۲۱ ) .
الزَّانِيَةُ وَالزَّانِي فَاجْ� �ِدُوا كُلَّ وَاحِدٍ مِّنْهُمَا مِئَةَ جَلْدَةٍ (النور ۲ ) .
په اسلام کی دهغه زناکار او زناکاری  چه ( واده شوی نه وی  ورسته تر  ثبوت په  اقرار يا شهادت ) سل سل دُری به وهل کيږی او  هغه   سړی  سره  لدی  چه خپله ښځه هم  لری  يا ښځه ميړه لری  بيا هم  زنا ترسره کوی  نو جزاء  يی په اسلام کی داده  چه د خلکو په عام محضر کی به پر ډبرو ويشتلوسره  وژل کيږی .
خو يوه مطلب ته هم اشاره کول غواړم هغه داچه  اوس وخت کی ځنی  د اسلام دوښمنان  اسلامی حدود ظلم بولی  او نن ورځ  د اسلامی امت حکمرانان  هم ورو  ورو د خدای ج د ستر کتاب  د قوانينو پرځای  خودساخته  (دکفری نړی  تحميل شوی قوانين )  ته ترجيح ورکوی .
په داسی حال کی چه حدود الله ج د ظلم له مينځه وړلو لپاره راليږلی .
دمثال په ډول يو سړی  لاره نيسی هم خلک شکوی او هم خلک وژنی  په اسلام کی يی جزاء  په سرچپه ډول د لاس او پيښی قطع او قتل دی . نو دا کوم عقل او منطق دی چه  يو سړی  غلا هم کوی  وژنی هم کوی  او ټولنی  لپاره يی لويه بی امنی هم جوړه کړی وی  . خو د ډيرو خلکو وژل ، غلا او بی امنی جوړول  ظلم نه بولی  خو دا ظلم بولی چه دا بدبخته انسان  ولی قتل شی نو داکوم عقل او منطق شو؟

يوسړی بل مسلمان ورور قصداْ  په ناحقه وژنی  ، چه خونکار به د خلکو په عام محضر کی  وژل کيږی .
نوکه  دا حد جايری  نه شی  بيا به  لکه د قبايلو تر پيړو پيړيو دوښمنی  او وژنی  روانی  وی   آيا داهم ظلم دی ؟
يو سړی او ښځه  فاحش عمل ترسره کوی چه د دواړو طرفونو د کورنی کلی او ولس  عيزت او ابرو  له مينځه وړی  که حد ورباندی جايری  شی  د کورنی او ولس  عيزت به هم خوندی شی او د دوښمنيو مخ  به هم ونيول شی دخلکو لپاره به هم عبرت شی چه بيا به څوک دا ډول بی شرمه عمل ته زړه نه ښه کوی .

نبوی ارشادات :
۱- اِذاَظَهَرَ الرَّباَ وَ الزَّنا فِی القَريَة ِ فَقَداَحلُّوا بِأنفُسِهِم عَذابَ اللهِ  ( طبرانی  و حاكم )
کله چه په يوه ټولنه کی  سودسوری او زنا خواره شی  بيله  شکه چه خپل ځان ته يی د خدای ج د غذاب زمينه برابره کړه .
2- الزّنا يُورِثُ الفَقرَ  ( بيهقی )            زنا فقر او لوږه منيځ ته راوړی
۳- لَيسَ عَلی وَلَدِ الزَّنا مِن وِزرِ اَ بَوَيهِ شَی ءُ  ( حاكم )
دزنا اولاد د مور او پلار په جرم او ګناه کی  شامل ندی .
4- مَامِن ذَنبٍ بَعدَ الشركِ اَعظَمُ عِندَ اللهِ مِن نُطفَةِ وَ ضَعَهاَ رَجُل ُُ ُ فِی رَحَمٍ لاَ يَحِلّ ُ لهُ  ( ابن ابی دنيا )
پس له شرک څخه د خدای ج په نزد بله لويه ګناه  نشته  تردی چه يو سړی خپله نطفه  دهغه چا په رحم کی تويوی چه  د لره  حرام  وی .
5- مَن وَجدُ تُمُوهُ يَعمَلَ عَمَلَ قَومِ لُوط ٍ فَاقتُلوا لفَاعِلَ وَ المَفعُول َ ( ابوداود )
که مو څوک پيدا کړل په عمل د قوم لوط ( لواطت )  نو فاعل او مفعول دواړه  قتل کړی  .
6- مَن وَقَّعَ عَلَی ذَاتِ مَحرَم ٍ فَاقتُلُوه ُ وَمن وَقَّعَ عَلَی بَهِيمَةٍ فَاقتُلوهُ وَ قتُلُواألبَهِيمَةَ  ( ابن ماجه )
چاچی  په  پردی  ښځه تجاوز وکړ قتل يی کړی  او چاچی پر ح يوان تجاوز وکړ  له  حيوان  سره يوځای يی قتل کړی .
دخدای ج  په آمان  ښاد او بريالی اوسی

حمدالله شاکری

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب