د سلام آداب
موخه: د سلام د ځينو ادابو پېژندنه
۱- سلام اچول سنت دي او ځواب ورکول يې واجب دی
۲- زموږګران پيغمبرمحمد (صلی الله علیه وسلم) وایي : سلام اچول د یومسلمان پر بل مسلمان حق دی چې کله سره مخا مخ شي باید سلام ورته واچوي .
۳- هغه سړی الله جل جلاله ته ترټولو ډیر نږدې وي چې په سلام کولوکې لومړیتوب کوي.
۴- زموږد ګران پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) څخه پوښتنه وشوه چې په اسلام کې ترټولوغوره عمل څه دی هغه وویل: مسکینانوته خواړه ورکول اوهرمسلمان ته سلام اچول که یې پیژنې اوکه نه .
۵- کشربه مشرته سلام اچوي، روان به ناست ته سلام اچوي، لږ به ډیروته سلام اچوي او سپوربه پلوته سلام کوي .
پوښتنې :
۱- زموږګران پیغمبرمحمد (صلی الله علیه وسلم) دسلام په اړه څه فرمايلي دي؟
۲- سلام باید په کوم ترتیب واچوو؟