د ستونزمن عملیات په مهال طلایی قوانین
أ:- که چیری د calot’s triangle اناتومی واضح نوی نو کورکورانه تسلیخ باید ترسره نشی اونو کورکورانه تسلیخ وځنډول شی
ب:- که د calot’s مثلث ته نژدی خونریزی موجوده وی نو خونریزی باید د فشار پواسطه کنترول شی او blind ډول باندی باید clampingونشی
ج:- او که چیری د اناتومی په هکله مشکوک یاست نو fundus first او یا هم retrograde کولیسیستکتومی ترسره کیږی نو تسلیخ باید د کڅوړی او cystic قنات لاندینی برخه کی تر سره شی چی ډیره مرسته کوی
د:- که سیستیک قنات د CBD سره ډیر نژدی التصاق ولری او د Mirizi syndrome (پدی کی صفراوی تیږه په مشترک قنات کی د تقرح امکان موجود وی) د مینځته راتللو امکان ډیر وی نو د کیسی infandibulum خلاصیږی او تیږه ویستل کیږی بیا ګنډل کیږی.
ه:- کولی سیستکتومی په نادر ډول استطباب لری خو که چیری ضروری وی او د ډیرو تیږو د ویستلو امکان وی نو یو لوی فولی کتیتر (14 F) په fundus کی ایښودل کیږی او د باندی سره ارتباط ورکول کیږی نو ددی کار په کولو سره به تیږی به کڅوړه کی پاتی شی او بیا به د choleduchoascope پواسطه ویستل شی.
د کولیسیستکتومی وروسته موخر اعراض:
په ۱۵٪ ناروغانو کی کولیسیستکتومی نشی کولای چی هغه اعراض چی د هغی لپاره ناروغ عملیات شوی له مینځه یی یوشی نو دا ناروغان به post کولیسیستکتومی syndrome ولری خو په هر صورت دا ستونزی معمولا د عملیات څخه دمخه اعراضو او یا هم یوازی ددی اعراضو ادامه ده نو د ناروغ بشپړ معاینات ترسره شی تر څو تشخیص وضع شی او معلومه شی چی په مشترک صفراوی قنات، سیستیک قنات او هم د سیستیک قنات په stump کی ډبره شته او که نه؟ او یا هم دا معلومه شی چی په صفراوی لارو کی تیږه موجوده ده او که نه؟چی د MRCP او ERCP په واسطه ښه معلومیدای شی او ERCP کولای شی چی په CBD کی بنده ډبره په اسانی سره وباسی.