درواغ په دماغو کې خپل ځاى لري!؟

نَاصِيَةٍ كَاذِبَةٍ خَاطِئَةٍ
( دروغجن خطاکار تندى)
آيا د انسان په دماغو کې کوم مشخص ځاى شته چې د درواغ ويلو مسؤل وي؟ د درواغ ويلو پروخت د انسان دماغ څه ډول حرکت کوي؟ آيا انسان د دروغ ويلو له پاره انرژي مصرفوي؟ ايا انساني دماغ د رېښتيا او دروغ ويلو پروخت توپير لري . . ؟
دا هغه پوښتني دي چې له پېړيو راهيسي يې انسان د ځواب په لټه کې دى اوپه دې څېړنه کوي چې  د انسان د درواغ ويلو لامل معلوم کړى او هغه ځاى کشف کړي چې انسان پرې دروغ وايي او ګناه کوي ، انسان په فطري توګه درواغ ښه نه ګڼې او په دې عقيده  دى چې درواغ ويل بد کار دى ،د دماغو بنسټ د رېښتيا ويلو له پاره اېښودل شوى دى، د پېدا کيدو له وخته انسان د رېښتيا ويلو لورته مائل وي، درواغ ويل د انساني فطرت سرغړونه ده او د درواغ ويلو له امله د انسان په دماغو زيات فشار راځي.
د وخت په تېريدو انساني پوهي پرمختګ وکړ او د بېلابېلو وسائلو په مرسته اکتشافات کوي، دوى څېړنه کوي چې د دروغ او ګناه کولو تر شا کوم لامل دى ،  پوهان د دې پښتنو د ځوابونو لاسته راوړلو له پاره په ډېر دقت څېړنې کوي او له بېلابېلو نويو او پرمختلليو وسائلو کار اخلي

د درواغ ويلو په اړه نوي څېړنې:

په ٢٠٠٣ کې سائنس پوهانو د درواغ  د اسرارو معلومولو لپاره حيرانونکې ازمويني وکړي، په دې ازموينه کې د درواغو بنسټيز مرکز معلومولو له پاره پرمختللي ماشينونه په کار واچول شول.
دوې د(functional magnetic resonance imaging) FMRI انځور اخيستونکې ميقناتيسي کامرې  په مرسته د دماغو د ټولو برخو انځورونه واخيستل، له ډېر فکر او دقيقې څېړني وروسته يې معلومه کړه چې د انسان د دماغو مخکنۍ برخه (تندى) د درواغ ويلو مسؤله ده، دوى وايي: اخيستل شوې انځورو نه ډېر دقيق دي، هغه څوک چې په عادې توګه او بې باکه درواغ وايي له هغه چا سره ډېر توپير لري چې دروغ ويل يې عادت نه وي ..
د دماغو د انځور اخيستلو له پاره د نوي ټيکنالوجې په مټ د ميقناطيسي څپو څخه  کار اخيستل کيږي، دا څپې د دماغو په ټولو برخو کې د ويني سرعت او حرکت په مرسته د دماغو فعاليت معلوموي؛ نو څرګنده ده چې په کوم ځاى کې د ويني سرعت زيات وي هلته د ماغ ډېر فعاليت کوي.
هغه رېښتونې انځورونه چې د درواغ ويلو پروخت د دماغو د مخکنۍ برخې (تندي) زيات فعاليت څرګندوي، ګس لوري ته دوه انځورونه د رېښتياويلو پروخت اخيستل شوي دي، پاتې نور هغه انځورونه دي چې د درواغ ويلو پروخت اخيستل شوي دي، په دې انځورونو کې زيړه نکته د درواغ ويلو فعاليت په نښه کوي څومره چې د درواغ ويلو اندازه زياته وي هغومره دغه نکته لويږي او رنګ يې تازه کيږي.
د څېړونکي ډلې دوه وتلي پوهان ډاوګ ډوسک او ماورين مورلي(Doug Dusik, Maureen Morley وايي: سره له دې چې د درواغ ويلو پروخت د انسان د دماغوټولې برخې فعاليت کوي؛ خو اخيستل شوې انځورونه په ډېر دقت ښيې چې د دماغو مخکنۍ برخې RACC(تندي) فعاليت له ورايه څرګنديږي او تر نورو برخو زياته انرژې مصرفوي او تر زيات فشار لاندې راځي .
د غه راز اسکاټ فارو(Ascott faro) يو له هغو پوهانو څخه دى چې همدا ازموينه يې تر سره کړې ده، دى وايي: کله چې انسان رېښتيا او يا درواغ وايي دسر مخکينۍ برخه دماغ يې فعاليت کوي ؛نو ويلاىشو چې د سر همدغه برخه د درواغ او رېښتيا ويلو مسؤله ده.
د سر مخکينۍ برخه چې په عربې ژبه کې ورته ناصية او انګريزي کې racc  وايي هغه دماغي برخه ده چې د درواغ ويلو پروخت ډېر فعاليت کوي او تر زيات فشار لاندې راځي، دغه راز تر دقيقو څېړنو وروسته دوى دا هم کشف کړې  چې د ګناه کولو پروخت د انسان همدغه دماغي برخه زيات فعاليت کوي؛ خو هغه انسان چې درواغ ويل يو جرم نه ګڼې اوپه زغرده درواغ وايي او دا يې يو عادت ګرځېدلى وي، د هغه درواغ ويل معلومول ډېر ګران کار دى .
دا ټول هغه نوي پرمختګونه دي چې انسان يې په خپل ژوند کې حيرانونکې او په زړه پوري ګڼې چې تر دې وړاندې په دې اړه هيڅ معلومات نه ول، اوس که موږ فکر وکړو او قران شريف  مطالعه کړوو ؛ نو څرګنده ده چې قران شريف د ځمکې پرمخ لومړنى کتاب او يوازينۍ علمي سرچنه ده چې د دماغو د همدې برخې تړاو يې د درواغو سره کړى دى او په درواغجن تندي  (ناصية کاذبة)  سره يې ياد کړى دى. الله تعالى د ابوجهل په اړه داسې وايي:
[أَرَأَيْتَ الَّذِي يَنْهَى * عَبْدًا إِذَا صَلَّى * أَرَأَيْتَ إِنْ كَانَ عَلَى الْهُدَى * أَوْ أَمَرَ بِالتَّقْوَى * أَرَأَيْتَ إِنْ كَذَّبَ وَتَوَلَّى * أَلَمْ يَعْلَمْ بِأَنَّ اللَّهَ يَرَى * كَلَّا لَئِنْ لَمْ يَنْتَهِ لَنَسْفَعَنْ بِالنَّاصِيَةِ *نَاصِيَةٍ كَاذِبَةٍ خَاطِئَةٍ* فَلْيَدْعُ نَادِيَهُ * سَنَدْعُ الزَّبَانِيَةَ * كَلَّا لَا تُطِعْهُ وَاسْجُدْ وَاقْتَرِبْ)[العلق:9-19]
ژباړه:  آيا هغه کس دې ليدلى چې ايساروي کله چې يو بنده لمونځ کوي ، آيا ته يې وينې که هغه په سمه لار وي؟ يا د تقوى امر کوي؟ آيا پام دې دى که هغه بل يې دروغ بولي او مخ اړوي؟ آيا هغه نه پوهيږي چې الله هر څه ويني؟ هيڅکله داسې نه ده، که هغه ترې ايسار نه شو، موږ به يې خامخا د تندي له وېښتانو راونيسو له دروغجن، خطا کار تندي نه بيا دې خپل مجلسي ياران راوبولي، ژر ده چې موږ ه د عذاب ملايکان راوغواړو ، نه، داسې نه ده ، د هغه خبره مه منه او خپل خداى ته سجده کوه او ورنژدې شه.
پورته ايت کې د ناصيه تورى راغلى ، ناصيه په عربي ژبه کې تندي او د سر مخکېنۍ برخې ته وايي، عرب وايي: -ابل ناصية- اوښ په څرځاى کې په مخ تللى دى ، نواصى الناس غوره او لوړ رتبه خلکو ته وايي.  دا ډول حقائق هغه معلومات دې چې د الله تعالى د رېښتونې کتاب  معجزې څرګندوي.
و قل الحمد لله سيرکم اياته فتعرفونها

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب