د سترګې عضلات | جوړښت، ډولونه، تعصیب او حرکات ocular muscle

د سترګې د ګاټي عضلات:د سترګې د ګاټي عضلات په دوه ډوله دي

۱: داخلي عضلاتinternal muscle

۲: بهرني عضلات external muscle

دننني عضلات internal muscle:

دا عضلات د ښویه عضلي فایبرونو څخه جوړ شوي دي او د autonomic اعصابو په واسطه کنټرولیږي.د سترګې داخلي عضلات عبارت دي له:
۱:constrictor papillae ۲:dilator papillae ۳:ciliary muscle .

لومړني دوه عضلات د iris په برخه کې تشرېح شوي. او د ciliaryعضلاتو تقبض ددې لامل ګرځي چې د عدسیې قدامي انحنا زیاته کړي چې د سترګې د تطابق تر عنوان لاندې تشریح کېږي.

 

Anatomy of the Eye د سترګو اناتومي جوړښت

بهرني عضلات extrinsic muscle:

په ټوله کې د سترګې عضلات د سترګې بهرنيو عضلاتو ته اشاره کېږي.د سترګې دګاټي بهرني عضلات د اسکلیټي عضلي فایبرونو څخه جوړ شوي دي او د somatic اعصابو په واسطه کنټرول کېږي.د سترګې ګاټی د سترګې د ګاټي په تشه کې د شپږو بهرنیو اسکلیټي عضلو په واسطه یو خوا او بل خوا تاوېږي.ددغو عضلو یو نهایت د سترګې په ګاټي پورې او بل نهایت یې د سترګې د ګاټي د تشې په دیوال پورې نښتی دی.ددې شپږو عضلو څخه څلور یې نېغې عضلې دي چې د rectus muscle په نوم یادېږي او دوه یې کږې عضلې دي چې د oblique muscle په نوم یادېږي.

د بهرنیو یا extrinsic عضلاتو نومونه په لاندې ډول دي:

۱:پورتنيrectus  عضلات۲:ښکتني rectus عضلات ۳:نږدې یا دننني rectus عضلات ۴:لرې یا بهرنيrectus عضلات ۵:پورتني obliqueعضلات ۶:ښکتني oblique عضلات.

د سترګې د ګاټي د عضلاتو تعصیب:

د سترګې د ګاټي دنننۍ عضلې د سمپاتیک او پاراسمپاتیک اعصابو په واسطه تعصیبېږي.پاراسمپاتیک الیاف دciliary muscle د تقلص او د pupil د سستېدو سبب ګرځي.او سمپاتیک الیاف د ciliary muscleد سستېدو او د Pupil د تقلص سبب ګرځي.او د سترګې بهرني عضلات د somatic عصبي فایبرونو په واسطه تعصیب کېږي.دغه فایبرونه د قحفي اعصابو له هستو څخه چې په brainstem کې دي رامنځته کېږي.دغه عضلات د دریو قحفي عضلاتو په واسطه تعصیب کېږي:۱:oculomotor۲:trochlear۳:abducent  .چې په دوي کې oculomotor عصب پورتنۍ او ښکتنۍ rectus،دنننۍ یا نږدې rectus او ښکتنۍ obliqueعضلات تعصیبوي.trochlearعصب د پورتنۍ oblique عضله تعصیبوي.او abducent عصب لرې یا بهرنۍ rectus عضله تعصیبوي.

د سترګې د ګاټي خوځښتونه:

د سترګې ګاټی په orbital cavity کې ځای لري چې په دې تشه کې په دریو محورونو سره حرکت کوي چې هر یو یې د عمودي یا افقي،عرضاني او قدامي خلفي محورونو په نوم یادېږي.

په عمودي محور سره حرکت: په عمودي محور یا افقي پلان سره د ګاټي حرکت په دوه ډوله دی:۱:نظر median sugital plane ته لرې حرکت کول یعنې د سترګې ګاټي په دې ډول حرکت لرې ځي یا په اصطلاحabduction ترسره کوي.په دې ډول حرکت کې وحشي rectus عضلات برخه اخلي چې دا عضلات د دوو oblique عضلاتو په واسطه ملاتړی کېږي.په دې حرکت کې د سترګې ګاټی نظر عمودي محور ته په افقي ډول حرکت کوي.
۲: نظرmedian sugital plane ته نږدې حرکت کول یعنې د سترګې ګاټی په دې ډول حرکت کې نږدې راځي یا په اصطلاح adduction کوي.دغه حرکت د نږدې یا internal عضلاتو د عمل په واسطه  د پورتنیو او ښکتنیو rectus عضلاتو دعمل په اوږدو کې رامنځته کېږي.په دې حرکت کې د سترګې ګاټی نظر عمودي محور ته په افقي ډول حرکت کوي.

په عرضاني یا transverse پلان سره حرکت: په عرضاني محوراو عمودي یا sagittal پلان سره د ګاټي حرکت په دوه ډوله دی:۱:د سترګې د ګاټي پورته تګ یا eleveation ۲:د سترګې دګاټي ښکته کېدل یا depression .

eleveation:دا حرکت د پورتنۍ rectus او ښکتنۍ oblique عضلو د تقلص څخه رامنځته کېږي.

depression:دا حرکت د ښکتنۍ rectus او پورتنۍ oblique عضلو له تقلص څخه رامنځته کېږي. په پورتنيو دواړو حرکتونو کې د سترګې ګاټی نظر عرضاني محور ته په عمودي ډول حرکت کوي.

په قدامي خلفي محور سره حرکت: په قدامي خلفي محوراوcoronal پلان سره د سترګې حرکت د تاوېدلو د حرکت په نوم یادېږي.د سترګې د ګاټي څرخېدونکی حرکت په دوه ډوله دی ۱:extorsion ۲:intorsion
extorsion:د سترګې دکرې په راویستلو سره د سترګې کره د coronal پلان په اساس داسې لرې کېږی چې قرنیه پورته او بهر ځای نیسي.دغه حرکت د ښکتنيو rectus او ښکتنیو oblique عضلاتو له تقلص څخه لاسته راځي.
intorsion:په دې ډول حرکت کې د سترګې کره څرخېږي تر څو قرنیه په ښکتني او دننني لورې حرکت وکړي.دغه حرکت د پورتني obliqueاو پورتني rectus عضلو د تقلص په واسطه رامنځته کېږي.

د سترګو د دواړو ګاټو يو ځایي حرکات:

په څلور ډوله دي:

conjugate movement: په دې ډول حرکت کې د سترګو دواړه ګاټي په یوې لارښوونې سره حرکت کوي چې د دواړو ګاټو د لیدلو محور یو له بل سره موازي کېږي.په دې ډول حرکت کې د یوې سترګې medial rectusاو د بلې سترګې lateral rectus تقلص کوي چې پایله یې همدا حرکت دی.

disjugate movement: په دې ډول حرکت کې د سترګو دواړه ګاټي په بېلابېلو لارښوونو سره حرکت کوي ددې ډول حرکت دوه ډولونه شتون لري:۱:convergence ۲:divergence.convergence داسې یو حرکت دی چې په پایله کې د سترګو ګاټي د پوزې په لور ځي.دا حرکت د دواړو سترګو د medial rectus له تقلص او د lateral rectus له سستېدو څخه په یو وخت کې رامنځته کېږي.په دې ډول حرکت کې د هرې سترګې د لیدلو محور یو بل ته نږدې کېږي.
divergence:د سترګو د ګاټو حرکت د temporal لور ته د divergence حرکت په نوم یادېږي.دا حرکت د دواړو سترګو د  lateral rectus له تقلص او د medial rectus له سستېدو څخه په یو وخت کې رامنځته کېږي په دې ډول حرکت کې د هر سترګې د لیدلو محور یو له بل څخه لرې کېږي.

pursuit movement: دا دسترګو داسې یو حرکت دی چې د سترګو ګاټي د متحرک جسم سره یو ځای حرکت کوي.

saccadic movement: د دواړو ګاټو یو چټک حرکت دی داسې چې د یو جسم د لیدلو څخه وروسته سمدستي بل جسم ته وکتل شي.دا حرکت د optokinetic  حرکت په نوم هم یادېږي.

ژباړه: وړانګه اکبر

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب