د کیلې عجیبه ګټې!

که د یوې میاشتې لپاره د ورځې دوه کیلې وخورو نو؛ په وجود کې به حیرانوونکي بدلونونه تجربه کړو!

کیله یوه داسې ښکلې میوه ده چې، په کافي اندازه ویټامینونه، منرالونه او طبیعي قندي مواد لکه سکروز او فرکتوز لرونکې ده، د غذایي موادو اړوند څیړونکي په دې اند دي، که د یوې میاشتي لپاره هره ورځ دوه کیلې وخوړل شي نو؛ د انسان د روغتیا په تامین کې به حیرانوونکي بدلونونه رامینځته شي چې په لاندې ډول دي:

۱. د معدې جوش:

کیلې د طبیعي انتي اسید په ډول د هغه کسانو لپاره ډیرې ګټورې دي چې د معدې له جوش څخه شکایت کوي، یوازې د یوې دانې کیلې په خوړلو سره د معدې جوش له مینځه ځي.

۲. د وینې د فشار کنترول:

کیلې په کمه اندازه سوډیم او په پراخه کچه پوتاسیوم لري چي دا دویني د فشار په کنترول او تنظیم او د زړه په روغ ساتلو کي خورا ستر رول لوبوي.

۳ .انرژي:

له کار کولو څخه وړاندې د کیلې خوړل په وجود کې کافي انرژي تامینوي او ستاسو د کارکولو ځواک لوړوي.

۴.د معدې زخمونه:

کیلې ښه او نرم ترکیب د انتي اسیدي ځانکړتیاوو د لرلو له امله د معدې د جدارونو په محافظه کې اغیزمن رول لري او د هغه د تخریش څخه مخنیوی کوي ځکه نو له یوې خوا د معدې د زخم د جوړیدو څخه مخنیوی کوي او له بلي خوا د هغه ناروغانو لپاره هم ګټور تمامیږي چي د معدې له زخم څخه ځوریږي.

۵.کمخوني:

کیلې په خپل ترکیب کې په کافي اندازه اوسپنه لري، د هیموګلوبین د تولید په تنبیه کولو سره د کمخونۍ په له مینځه وړلو کې هم رول لري.

۶.ژورخفګان یا Depression:

کیلې یوازنۍ میوه ده چي Tryphtophan لري نوموړي ماده په وجود کې په سیروتونین بدلیږي او سیروتونین په وجود کې د خوشحالۍ او آرامۍ احساس تقویه کوي او په دې ډول ژورخفګان له مینځه وړي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب