روډوپسین Rhodopsin څه شی دی؟

rhodopsin له رڼا سره یو حساس پګمنټ دی. دې پګمنت ته visual purple هم ویل کېږي د دې نوم د یوناني ژبې له rhodon چې د ګلاب چې بنفش رنګ یې درلود او opsis چې د لورې په معنا ده اخیستل شوې ده.دا یو بیولوژيکي پګمنټ دی چې د retina په rod حجرو کې شتون لري. rhodopsin د رڼا سره ډېر حساس دی یعنې د لږې رڼا په وړاندې هم پارېږي او ددې سبب ګرځي چې کس په لږه رڼا کې هم یو څه وویني.rhodopsin یو ترکیب شوی پروټین دی،مالیکولي وزن یې ۴۰۰۰۰ دی.دا پګمنټ د یو ډول پروټین څخه چې opsin نومېږي او بل له chromophor څخه ترکیب شوی دی.هغه opsin چې په rhodopsin کې شته د scotopsin په نوم یادېږي.کروموفور یوه کیمیاوي ماده ده چې په rod  حجره کې رڼا ته پراختیا ورکوي.هغه chromophor چې په rhodopsin کې شته د retinal په نوم یادېږي او retinal د ویټامین A یا retinol یو aldehyde دی.retinal د خوړو څخه لاسته راځي او په بدن کې نه جوړېږي.retinal د carotinoid موادو لکه:-carotineβ چې په ګازرو کې شتون لري لاسته راځي.retinal په 11-cis retinal کې چې retinine 1 ورڅخه پیدا کېږي شتون لري.retinine1 د انسان په سترګه کې شته.retinie1 له retinie2 سره چې د یو شمېر ژوو په سترګو کې شتون لري توپیر کوي.د 11-cis retinal ارزښت په دې کې دی چې د scotopsin سره یوځای کېږي او rhodopsin جوړوي.

 

په rhodopsin کې د رڼا له امله په کېمیاوي موادو کې بدلونونه wald visual cycle : کله چې retina له تیارې سره مخ شي یا په تیاره کې وي لکه یو کس په تیاره کې ولاړ وي نو د سترګې ریټینا یې له تیارې سره مخ وي دا هغه وخت دی چې retina یې د rhodopsin له امله په سره رنګ سره ښکاري خو کله چې رڼا څرګنده شي نو rhodopsin سپینېږي یا ژېړ ته مایل رنګ غوره کوي. کله چې rhodopsin رڼا وزغمي یعنې رڼا جذب کړي(هغه رڼا چې په رېټينا لګېدلې) د رڼا د زغملو څخه وروسته د بېلابېلو منځګړیو photochemical غبرګونونو له لارې په  opsin او retinine باندې ویشل کېږي.چې همدې ته Wald visual cycleوایي.

په rhodopsin کې د رڼا له زغملو څخه وروسته لاندې بدلونونه رامنځته کېږي:

لومړی:rhodopsin په bathorhodopsin باندې بدلېږي کوم چې ډېر غیر ثابته دی:

دویم: bathorhodopsin په lumirhodopsin باندې بدلېږي.

دریم:lumirhodopsin په metarhodopsin1 بدلېږي.

څلورم:metarhodopsine1 په metarhodopsin2 بدلېږي.

پنځم:metarhodopsin2 په scotopsinاو all-trans retinal باندې ویشل کېږي.

شپږم:all-trans retinal په all-trans retinol باندې بدلیږي.چې همدا all-trans retinol د ویټامینA په نوم هم یادېږي.metarhodopsin د کارنده(فعال) rhodopsin په نوم هم یادېږي ځکه چې دا د rods په حجرو کې د آخذو کې د پوتانشیل د ودې او پراختیا ذمه په غاړه لري.

د rhodopsin بیا جوړېدنه:په لومړي سر کې هغه all-trans retinal چې د metarhodopsin څخه جوړشوی وو په 11-cis retinal باندې د یو انزایم په واسطه چې retinal isomerase په نوم یادېږي بدلیږي.11-cis retinal په چټکۍ سره پرته له ځنډه د scotopsin سره یو ځای کېږي تر څو rhodopsin  جوړ کړي.all-trans retinol  هم چې ویټامین A هم ورته ویلای شو د rhodopsin په جوړېدو کې رول لري. all-trans retinol کیدای شي چې بیرته په all-trans retinal  باندې بدل شي. په هر حال د rhodopsin جوړېدل د all-trans retinal په واسطه چټک دی نسبت د all-trans retinol په واسطه جوړېدلو څخه.

لیکنه: وړانګه اکبر 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب