د زړه ناروغي د فزيکي اړخه

 هیره دی نه وی چی د زړه ناروغی ډیر شکلونه او لاملونه لری ، خو زه ډیر دزړه دهغی ناروغۍ سره تړاو نیسم چی درګونو دبندیدو لامله منځته راځی او پایله یی دزړه حمله او کله هم دزړه دریدل دی . راشی وګورو چی دزړه رګونه ولی او څنګه بندیږی.

دلته په اروپاکی خو دورځنی ژوند بیلابیل اړخونه ځانته خپل شوقیان او خواخوږی لری . دا خواخوږی سره راټولیږی ، خپل دحقونو ددفاع اویا هم یودبل سره دمرستی کولو پخاطر ځانګړی اتحادیی جوړوی . دزړه ناروغان هم دلته په هرهیواد کی خپلی اتحادیی لری . دوی منظم تشکیلات او یو دبل سره دمرستی پخاطر راز راز امکانات لری . دوی ددی ناروغۍ دمخنیوی او علاج په موخه د اړوندو ناروغانو د پوهاوۍ دپاره لیکلی براشورونه ویشی او دلاښه پوهیدو دپاره یی غونډی جوړوی او په زړه پوری فعالیتونه هم تنظیموی . په ډنمارک کی دزړه دناروغانو داتحادیی لخوا یو نشر شوی براشور دادی زما په مخ کی پروت دی چی دزړه پرناروغۍ باندی دفزیکی فعالیت دمثبتو اغیزو دڅرنګوالی په اړوند مالومات ورپکښی راغونډ شویدی . غواړم دنوموړی براشور د منځپانګی پښتو ژباړه دلوستونکو دپوهاوۍ په هیله درسنیو په مټ تر دوی پوری ورسوم :

دفزیکی فعالیت پر وخت مو په بدن کی څه پیښیږی ؟

دحرکت پر مهال دبدن عضلی په کارلویږی چی پدی حالت کی و انرژی ته اړتیا پیداکوی . انرژی بیا وبدن ته دخوراکی توکو څخه راځی . دخوراکی توکو له ډلی نه د انرژی ډیره برخه د هایډروکاربوناټی او غوړینو موادو څخه تولیدیږی . کله چی فزیکی حرکتونه سپک او د اوږده وخت دپاره دوام ومومی ، پدی حالت کی په نسبی توګه غوړین مواد ډیر سوزی . ددی خبری مانا داده چی دهغی انرژی نه ډیر کار اخیستل کیږی کومه چی د غوړینو موادو نه پلاس راځی . کله چی بیا بدن تر درانده فزیکی بار لاندی راشی یانی فزیکی حرکتونه سخت وی ، پدی وخت کی بیا بدن هغه انرژی ډیره سوزوی چی دهایډروکاربوناټی موادو لکه قند او نورو څخه ترلاسه کیږی .

اکسیجن :

کله چی موږ تنفس کوو نو دهوا سره اکسیجن سږو ته ور ننوزی . دا اکسیجن په سږو کی د وین سره زړه ته او زړه یی نور بدن او عضلو ته پمپ کوی . دفزیکی حرکتونو پر مهال په عضلو او همدارنګه په زړه کی دوینو شریانونه پراخیږی . دا کار ددی سره مرسته کوی چی دزړه او ټول بدن عضلی داړتیا وړ اکسیجن ترلاسه کړی . زړه و ټول بدن ته وینه به دورانی ډول پمپ کوی یانی اکسیجن لرونکی وینه ور پمپوی او بی اکسیحنه وینه بیرته ورڅخه راکشوی . که چیری دوینو رګونو منګ نیولی او تنګ شوی وی ، زړه ته دیره سخته ده چی وینه پمپ کړی ځکه نو فشار پری راځی .

فزیکی فعالیت اندامونو او روغتیا ته ګټور دی :

کله چی هر ځل د اوږده وخت دپاره درانده فزیکی حرکتونه کوو ، پدی کار سره زړه او عضلی غښتلی کیږی او دیو لړ زیاتو ناروغیو مخنیوی کیږی . که چیری سپک فزیکی حرکتونه د لنډ وخت دپاره هره ورځ څو ځله تر سره شی ، دا کار هم بدن ته ګټه رسوی . داکار که داندامونو وښکلا ته ډیره ګټه نه رسوی ، خو دا ډول تمرینونه عضلی تقویه او همدارنګه  دقندی او غوړینو توکو په سوزولو کی مرسته کولای شی . برسیره پر دی پدی کار سره د دیابیت ( شکری ناروغۍ ) ، لوړ فشار او د کولیستیرول دجګوالی مخنیوی کیږی .

کولیستیرول :

دا یو ډول غوړین مواد دی چی په وینو کی پیداکیږی او دوه ډولونه لری :
۱ ـ مضر کولیستسرول چی د بد کولیستیرول پنامه یی بولی LDL-Kolesterol  : دا ډول کولیستیرول د وینو په رګونو کی رسوب کوی ، منګ جوړوی او پدی توګه دزړه رګونه بندوی چی داکار بیا د وینو د پمپ کولو مخه نیسی ، دزړه د دریدو او په پای کی دمړنی لامل ګرځی .
۲ – ګټور کولیستیرول چی د ښه کولیستیرول پنامه یی یادوی HDL-Kolesterol : دا مواد دغوړینو توکو هغه برخه ده چی په رګونو کی دمنګ نیولو او بندیدلو مخنیوی .
د ښه او بد کولیستیرول ګډه کچه د کولیستیرول د عدد پنامه یادوی . دلته په ډنمارک او یو زیات شمیر نورو هیوادونو کی د کولیستیرول دکچی نورمال عدد په یوه لیټر وینو کی پنځه ملی مول ( 5mmol / l. ) منل شوی دی . که دکوم چا په وینو کی نوموړی عدد لدغه نورم نه جګ وی ، دهغه دوینو په رګونو کی د منګ نیولو او بندیدلو رسک رامنځته کوی .

د فزیکی فعالیت دپام وړ ګټی دادی :

۱ ـ د فزیکی حرکتونو پر وخت ډیره هوا تنفس کیږی .
۲ ـ زړه په بیړه کار کوی .
۳ ـ د وینوشریانونه په زړه او عضلو کی پراخیږی .
۴ ـ عضلی انرژی کاروی .
۵ ـ دانرژی په کارولو سره قندی او غوړین مواد سوزی .

د فزیکی حرکتونو څخه څه ترلاسه کولای شو ؟

الف ـ د وزن کمول : هر څوک باید دخپل ځانی وزن په پام کی نیولو سره ځانته مناسبی سپورټی لوبی غوره کړی . دبیلګی په توګه دهغو کسانو دپاره چی چاغ او دخپل وزن وړل ورته ګران دی باید داسی سپورټی لوبی وکړی لکه لامبو وهل ، بایسکل ځغلول ، پارو والا کښتۍ چلول او نور . منډی وهل او فوټبال کول دداسی کسانو د ورنونو ، زنګنونو او بجلکو د پاره سخت کار دی ځکه چی دخپل وزن بار باید په چټکۍ سره انتفال شی . پکار ده چی ورزش هره ورځ تر ۳۰ دقیقو نه زیات وخت و غځیږی .
ب ـ د وینودفشار ټیټول : پکار ده چی هره ورځ دعضلو نه تر ۳۰ دقیقو زیات کار واخیستل شی . داکار باید په منځنی دروندوالی سره ترسره شی ، دبیلګی په توګه ګرځیدل ( چکروهل ) ، د ګولف بازی کول او یا په منځنی چټکتیا سره بایسکل چلول . ښه داده چی دا کار هره ورځ وشی .
ج ـ دکولیستیرول عدد کښته راوستل : په منځنی شدت سره باید هره ورځ تر ۳۰ دقیقو نه په زیات وخت عضلی په کار واچول شی .  کیدلای شی دا ډول تمرینونه په درانده کچه یوه ورخ تر میان ترسره او پدی ورزش سره د کولیستیرول کچه ټیټه شی .
د ـ د دویم تیپ دیابت ( دشکری ناروغی ) مخنیوی : لوړ یاد شوی ورزشونه همدارنګه دنوموړی تیپ دیابت مخنیوی کوی . لنډه داچی ورزش او فریکی فعالیتونه د ژوند دکیفیت په لوړولو کی دپام وړ رول لوبوی ، دناروغیو مخنیوی کوی ، د عمر اوږدوالی زیاتوی او بدن تندرسته کوی .

د ورزش د دروندوالی کچه :

۱ ـ سپک ورزش :  پدی کچه کی د ورزش پروخت دستړیا نه ستمۍ نه وی او سړی کولای شی چی په عادی توګه خبری وکړی او مجلس هم مخته بوزی .
۲ ـ منځنۍ ورزش : پدی کچه کی د ورزش سره سم سړی دستړیا نه لږ ستمۍ کوی خو کولای شی چی ارامی خبری هم وکړی .
۳ ـ دروند ورزش : ددی کچی په ورزش کی سړی دستړیا نه ستمۍ کوی او په ارام ډول خبری کول ورته سخته ده .
د یادونی وړ ده چی دانسان بدن یو داسی په زړه پوری ماشین دی چی باید هره ورځ تری نه کار واخیستل شی او هره ورځ یی مراقبت وشی ، کنه نو تخریب کیږی . داخبره هم دبدن د ښکاره غړو په هکله چی دلیدلو وړ دی او هم د دنننی غړو په هکله لکه زړه ، سږی ، دوینو شریانونه او عضلو په اړوند دیادوونی وړ ده .
یو څوک چی د عمر دشلمو کلنو په منځ کی وی ، که چیری هیڅ ډول فزیکی فعالیت ونلری ، دعضلو غښتلوالی او دجسم فزیکی حالت یی دهرکال په تیریدو سره کښته لویږی . هغه زړه چی هیڅکله هم و چټک کارکولو ته اړ شوی نه وی ، کرار کرار د داسی مشکلاتو سره مخامخ کیږی چی خپل بار تر منزله رسول ورته ګرانیږی . دعضلو ، سږو او دوینو درګونو په اړه هم دا یادوونه دپام وړ ده . په بدن کی د وینو د دوران ښه والی د ورزش او فزیکی فعالیت سره نیغ تړاو لری .
دامهال د کار شرایط داسی دی چی ډیرۍ کسان په ناسته بیله فزیکی فعالیت نه کارکوی ، کار او بیرته کورته په موټر کی تګ راتګ لری ځکه یی نو وزن زیاتیږی ، دوینو فشار یی جګیږی ، کولیستیرول یی لوړ ځی ، دوینو رګونه یی منګ نیسی ، دزړه او دوینو د دوران ناروغتیا ورته پیښږی او دشکری ناروغۍ په دویم تیپ اخته کیږی .   د ژباړی پای

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

د ښوونکي لارښود کتابونه
Back to top button
واسع ویب