د دغه یو ویټامین کمښت مو د زړه په ناروغۍ اخته کوي

د دغه یو ویټامین کمښت مو د زړه په ناروغۍ اخته کوي

له اوږدې مودې راهیسسې روغتیايي څیړوونکو خبرداری ورکړی و چې د ویټامین ډي (Vitamin D) کمی انسان د زړه په ناروغیو اخته کولی شي.

په دې وروستیو کې د څیړوونکو د څیړنو په نتیجه کې معلومه شوه چې له یوې ټاکلې اندازې څخه د ویټامین ډي (Vitamin D) کموالی د زړه د حملې لامل هم ګرځي.

د امریکا په یوټا ایالت کې په سالټ لیک ښار کې موقعیت لروونکی د زړه د ناروغو انټر مانټېن نومې مرکز د زړه هغو ناروغانو ته د کوم په بدن کې چې د ویټامین ډي اندازه له ۱۵ نانو ګرام في لیټر څخه کمه ده خبرداری ورکړی.

په امریکا کې یوې غونډې ته په وینا کې څیړوونکو وویل چې په هغو کسانو کې چې په بدن کې يي د ویټامین ډي اندازه له ۱۵ نانو ګرام في لیټر څخه کمه وي د زړه د ناروغیو خطر ۳۵٪ زیاتیږي.

د روغتیايي څیړوونکو په وینا هغه کسان چې د ویټامین ډي له کمښت سره مخ دي هره ورځ باید لږ تر لږه ۱۵ دقېقې لمر ته کیني او ورسره ویټامین ډي لروونکي خواړه لکه د هګیو ژیړ او کبان زیات استعمال کړي.

له څیړنې څخه معلومه شوې چې په هغو کسانو کې چې له وړاندې څخه د زړه په ناروغیو اخته دی د ویټامین ډي له ټاکلې اندازه څخ کموالی د زړه د حملې لامل ګرځي.

له نیکه مرغه د ویټامین ډي تر ټولو غوره او ګټوره منبع څخه ټول انسانان په وړیا ډول ګټه پورته کولی شي. د لمر وړانګې د ویټامین ډي تر ټولو غوره منبع ده. د زړه له ناروغیو څخه د خلاصون له پاره د الله (جل جلاله) له دغه ستر نعمت څخه ګټه پورته کړئ.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب