لیکوالي او د اتګار لس قاعدې

لیکوال اتگار کرت تر ډېره داسې لنډې کیسې لیکې چې د انسانانو پېچلی حالت په کې بیان شوی دی. د اتگار له نظره د لیکوالۍ لس قاعدې د ده د لنډو کیسو په څېر معمولې نه دي. که د مشهور لیکوال اتگار کرت له ادبي سبک سره بلد نه یئ نو لنډې کیسې او داستانونه یې ولولئ.
د اتگار کرت له نظره لاندې قاعدې د لیکوالۍ لپاره مهمې دي:
۱- له لیکلو خوند واخلئ
لیکوالان تل شکایت کوي چې د لیکلو بهیر گران او ستونزمن دی. که رښتیا راباندې وایئ، دوی دروغ وایي. په تېره بیا که دا له هغو پیاوړو لیکوالو واورئ چې د لیکنو له برکته یې ډوډۍ خوري. ډېری یې نه غواړي ووایي چې پیسې له داسې کاره ګټي، چې په رښتیا یې له ترسره کولو خوند اخلي.
لیکل په یوه بله نړۍ کې ژوند کولو ته ورته دي. د هغو بې شمېره کسانو نړۍ ته ورته ده، چې تاسې یې پردي بولئ، خو که ځیر شئ هغه ټول (تاسې) پخپله یاست. هر ځل چې ستاسو مخې ته د لیکلو لپاره سپینه پاڼه اېښودل کېږي (ان که په پاڼه کې مو هېڅ هم ونه لیکلی شوای) باید منندوی واوسئ، چې لاهم د ژوندانه د فضا پراخولو فرصت لرئ. لیکل تفریح ده، هېښوونکې ده، له هر بنده خلاصون دی. نورو ته اجازه مه ورکوئ چې لیکوالي درته بل شان تعریف کړي.
۲- له شخصیتونو سره مو مینه ولرئ
د دې لپاره چې د لیکنې شخصیت مو باورمن او رښتیني وي، باید په نړۍ کې لږ تر لږه یو کس وي چې له هغه شخصیت سره مینه ولري او درک یې کړي. پرته له دې چې په داستان کې یې د نوموړي شخصیت کړنه خوښه شوې وي. تاسې د خپلو پنځول شوو شخصیتونو مور او پلار یئ، که تاسې له دې شخصیتونو سره مینه ونه لرئ نو ډاډه اوسئ چې هېڅوک به ورسره مینه ونه لري.
۳- د لیکلو پر مهال د چا پوروړی نه یئ
که په رښتیني ژوند کې خپلو کړنو ته پام ونه کړئ نو ښايي یا زندان ته واستول شئ یا لېونتون ته. خو په لیکلو کې هر ډول چلند او کړنه شونې ده. که د خپل داستان کوم شخصیت مو خوښ وي، کولی شئ ښکل یې کړئ. که په داستان کې مو داسې کومه غالۍ شته چې بده مو اېشي نو راټوله یې کړئ او د کوټې په منځ کې اور ور واچوئ. خبره چې د داستان شوه بیا نو د کمپیوټر د کیبورډ په بټن وهلو سره ځمکه بیخي نابوده کړئ او تمدنونه له ریښو له منځه یوسئ. ډاډه اوسئ، د اندېښنې خبره نه ده، راتلونکې ورځ به د ګاونډي زړه ښځه جوړه روغه پر مخ درځي او خوشاله ستړي مه شي به درسره کوي.
۴- تل د داستان له منځه پیل وکړئ
د داستان پیل د کیک کلکې او سوې ژۍ ته ورته دی، که څه پیل له ژۍ کېږي خو که رښتیا ووایم دا سوې ژۍ د خپل کیک خوند نه لري.
۵- کوښښ وکړئ د داستان پر پای تاسې په خپله هم پوه نه وئ
د داستان تلوسه پیاوړې ده. کله چې داستان لیکئ، نو د فضا او شخصیتونو کنټرول په واک کې وساتئ خو پرېږدئ چې د داستان پېښې او غوټې تاسې هم حیران کړي.
۶- په لیکلو کې نوښت مه هېروئ
جمله بندۍ، پرگرافونه، لیک نښې او دې ته ورته نور تړونونه ستاسو د لیکلنو په چوپړ کې دي. دا چې یوه جمله یوازې په یوه ځانگړي جوړښت لیکل کېږي، په دې مانا نه ده چې تاسې یې په لیکلو کې توپیر نه شئ راوستی. ان که تاسو په ټولو کتابونو کې د جملې جوړښت مراعات شوی لوستی وي، بیا هم اړ نه یئ چې په خپل داستان کې هغه په پام کې ونیسئ.
۷- له ځانه یې ولیکئ
که کوښښ وکړئ چې د نوبوکوف په شان لیکنې وکړئ نو ډاډه اوسئ جې د نوبوکوف په نوم له پخوا کس شته او تر تاسو ښې لیکنې کوي. خو که په خپل سټایل طبیعي لیکنې وکړئ، بیا به هېڅوک ستاسو په شان لیکل ونه شي کړای.
۸- د لیکلو پر مهال کوښښ وکړئ یوازې واوسئ
که څه هم په کافي شاپ کې لیکل رومانټیک ښکاري خو که په داسې ځای کې لیکنه کوئ چې ډېر خلک مو شاوخوا ته دي نو که وغواړئ یا نه، مجبور یئ هغوی تر نظر تېر کړئ. کله چې یوازې یئ نو له ځان سره خبرې کولی شئ، ګوته مو پوزې ته وړلی شئ. په اصل کې لیکل یو ډول ګوته پوزې ته وړل دي؛ کله چې خلک مو تر شاوخوا وي دا کړنه به مو چندانې طبیعي نه وي.
۹- هغوی چې ستاسې داستان یې خوښ دی پرېږدئ چې ومو هڅوي
د هر چا په کیسه کې مه کېږئ، که ستاسو داستان د کوم چا خوښ نه شو، هېڅ خبره نه ده؛ دوی دې د بل لیکوال داستانونه ولولي. نړۍ له لیکوالو ډکه ده که په رښتیا پسې وگرځي، نو ضرور په خپل زړه داسې لیکوال به پیدا کړي چې انتظار یې کوي.
۱۰- د نورو نظر واورئ، خو ضرور نه ده چې حتماً ورته غوږ شئ (له ما پرته!)
لیکل د نړۍ تر ټولو ځانگړی او شخصي قلمرو دی. هېڅوک تاسو ته نه شي درښودای چې څه ډول چای ښه واېشوای؛ همدا ډول هېڅوک تاسو ته نه شي درښودای چې څه ډول لیکل وکړئ. که کوم څوک درته داسې لارښوونه کوي چې پر غوږ مو منطقي او پر احساس مو سمه لگي، نو ګټه ترې واخلئ. که څوک داسې لارښوونه درته کوي چې پر غوږ مو منطقي خو پر احساس ناسمه لگي نو یوه ثانیه وخت مو پرې مه ضایع کوئ. ښایي هغه لارښوونه د بل چا په درد وخوري خو ستاسو په درد نه!

وږمه وردګ

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب