د زړه د ناروغۍ د مخنیوي ۴ لارې

هر کال په ټوله نړۍ کې د څه باندې ۱۷ ملیونو انسانانو په وژلو سره، د زړه او رګونو ناروغیو یا Cardiovascular Disease د انسانانو د وژونکو رنځونو په سر کې ځای موندلی دی. وېره ښودل شوې چې تر راتلونکو ۲۰ کلونو پورې به دا شمېره په کال کې تر ۲۳ میلیونو انسانانو هم واوړي.

له دې مړینو څخه شاوخوا ۶ میلیونه یې د عصبې سکتې یا ګوزن له امله بلل شوي، او څه د پاسه ۷ میلیونه نورې مړینې یوازې د زړه د رګونو د بندېدا او ورسره خړپړتیاوو له کبله پېښېږي.

د زړه او رګونو د ناروغیو په اړه ترهوونکی حقیقت دا دی چې له دې ناروغیو نه د زیان لویه برخه بېوزلو هېوادونو ته رسېږي. د روغتیا د نړیوالې ادارې د شمېرو له مخې د پاس یادو شوو مړینو ۸۰ سلنه په همدې هېوادونو کې پېښېږي.

د ځینو سرچینو له مخې په افغانستان کې د زړه او رګونو ناروغۍ د افغانانو دریم ستر وژونکی بلل کېږي. په دې هېواد کې له ناروغیو نه د پېښو شوو مړینو په سلو کې ۸ پېښې د زړه او رګونو د ناروغیو له کبله اټکل شوي دي. خو په افغانستان کې د هرې مړینې د لامل پلټنه نه کېږي، نو په همدې بنسټ کېدای شي دا شمېره په حیرانوونکې توګه لوړه وي.

د زړه او رګونو د ناروغیو له ډلې څخه عصبي سکته یا ګوزڼ Stroke او د زړه د رګونو ناروغۍ Coronary Heart Disease تر ټولو خونړي او شلوونکي بلل کېږي. د زړه حمله یا قلبي سکته چې د زړه د رګونو د بندېدا له کبله پېښېږي د زړه د رګونو د ناروغیو تر ټولو ځورونکې پایله ده چې ډېری وخت د وګړي په مړینه تمامېږي.

په ټوله کې د زړه او رګونو ناروغۍ تر پېښېدو وروسته، که ناروغ ونه وژني نو انساني روغتیا دومره نیمګړې کوي چې د وګړي ژوند په هراړخیزه توګه محدودېږي.

پرهمدې بنسټ درملګر دا پرځای بولي چې د زړه او رګونو ناروغیو نه تر پېښېدو د مخه مخنیوی وشي، او د ټولو هغو ګواښونو مخه ونیول شي چې کولی شي وګړی د زړه د حملې په څېر په یوه وژونکي رنځ واړوي.

د زړه ناروغیو مخنیوی او درملنه

هغه روغتیایي ګواښونه چې انسانانو ته د زړه او رګونو د رنځ د ورپېښېدو شونتیا لوړولی شي په ټولیزه توګه په دوه ډلو وېشل کېږي.

لومړی ډله هغه ګواښونه دي چې مونږ ورسره زېږېدلي یو او بدلول یا مخنیوي یې شوونی نه دی. دا ګواښونه زمونږ جنسیت، کورنۍ او ارثي مخینه، عمر او توکم دي. په ښځو کې د زړه او رګونو ناروغۍ په پرتلیزه توګه ۱۰ کاله ناوخته پیدا کېږي.

هغه وګړي چې په ارثي توګه د زړه ناروغیو ته پړ وي، د دې نارغیو شونتیا پکې ډېره لوړه ده. همداراز ډېرکلن وګړي، او د افریقا او جنوبي آسیا توکمونه تر نورو ډېر په دې ناروغیو اخته کېږي.

خو دویمه ډله هغه روغتیایي ګواښونه دي چې مونږ یې له نېکه مرغه سمون او مخنیوی کولی شو، او که داسې ونه کوو نو ځان د زړه د حملې په څېر د وژونکو ناروغیو ښکار ته خوشې پرېږدو.

د مخنیوي او سمون وړ ګواښونو کې د سګرټو څکاک او د الکولو څښاک، فزیکي لټوالی، چاغوالی، غیر صحي خواړه، شکرې ناروغۍ او د وینې لوړ فشار راځي. له دې ډلې څخه ځینې ګواښونه یو بل سره تړلي دي، او یو ګواښ د بل شونتیا لوړوي.

همدغو د سمون وړ ګواښونو ته په پام سره درملګرو د زړه او رګونو د ناروغیو په وړاندې لومړنۍ مخنیويزې (وقایوي) چارې یا Primary Prevention راپه ګوته کړي دي. د دې چارو د نچوړ په توګه لوستونکو سره لاندې څلور مخنیویز ګامونه د زړه او رګونو ناروغیو نه د مخنیوي د ۴ بنسټیزو چارو په توګه شریکوو.

ټیټ کولسترول

کولسترول یو ډول غوړ کیمیاوي توکي دي چې د انساني بدن او غړو د دندو د ترسره کېدو لپاره دېر اړین بلل کېږي. خو که کولسترول په وینه کې تر ټاکلې کچې لوړ شي نو د انساني روغتیا لپاره ځورونکې پایلې درلودلی شي.

که کولسترول په وینه کې تر ټاکلې کچې لوړ شي نو د انساني روغتیا لپاره ځورونکې پایلې درلودلی شي

د وینې د کولسترولو د کچې لوړېدل، په تېره د ټیټ کثافت لرونکي کولسترول، د زړه د رګونو په تنګېدو، یا ان بندېدو تمامېږي او دا پخپل وار د زړه د حملې په څېر خونړۍ پایلې درلودلی شي.

د وینې ځانګړې آزموینې په کتنځیو کې شوونې دي چې د وینې کولسترول کچ کولی شي. ګڼو څېړنو ښودلې ده چې په وینه کې د زیانمنوونکو کولسترولو د کچې ټیټ ساتل نه یوازې د زړه او رګونو د ناروغیو او خړپړتیاوو د پېښېدو مخنیوی کوي، په انسانانو کې د مړینې پېښې هم کموي.

که د کولسترولو کچه ایله یو څه لوړه وي نو صحي خواړه او په ورځنیو کړو وړو کې غوره بدلونونه د زړه د روغتیا ساتنې ته بس دي. په صحي خوړو کې د غوړو کمه کارونه، د سبو، ترکاري، او مېوې اخیستل، او د کبانو په ګډون د نورو صحي خوړو دېره کارونه ډېری وخت ستونزه کابو کوي.

د صحي خوړو په اړه روغتیایي کارکونکي اړین مالومات درسره شریکولی شي.

خو که د وینې کولسترول تر ټاکلې کچې ډېر لوړ وي، نو د زړه د رګونو د ناروغۍ شونتیا لوړېږي. په داسې ناروغانو کې د د درملو په مټ د کولسترولو راټیټول هرومرو دي. همداراز هغه وګړي چې په ارثي توګه لوړ کولسترول لري له ډېر ځوان عمر نه د زړه د ناروغۍ له ګواښ سره مخ دي. په کار ده دا ناروغان په وپېژندل شي او وختي د کولسترول ټیټوونکي درمل ورکړل شي.

فزیکي کړاو

د فزیکي کړاو او سپورت ارزښت ګڼو څېړنو د ګڼو روغتیایي ستونزو او خړپړتیاوو په مخنیوي کې جوت کړی دی. په دې هوسا او آسانه پېر کې د اړینې کچې له فزیکي کړاو نه پرته د انسانانو روغتیا د بېلابېلو ګواښونو سره مخ ده. د زړه روغتیا ته دا ګواښ تر نورو ډېر څرګند او روښانه دی.

“د زړه د ناروغیو نه د راپېښو شوو مړینو ۴۵ سلنه د وینې د لوړ فشار له تپه پېښېږي نو په کار ده د وینې لوړ فشار په پوره غور او دقت سره تشخیص شي”

درملګر د انسانانو د فزیکي او روغتیایي وړتیا سره سم او مناسب فزیکي کړاو لارښونه کوي. وګړو ته په کار ده چې د اونۍ ۵ ورځې، هره ورځ لږترلږه د ۳۰ شېبو لپاره د منځنۍ کچې فزیکي کړاو وکوي. دا کړاو کېدای شي د بایسکل ځغلولو، توند خوځښت او یا ځغاستې په بڼه وي. هغه وګړي چې د فزیکي یا روغتیایي نیمګړتیاوو له کبله دومره سپورت نشي کولی په کار دی د خپلې وسې په کچه کړاو وګالي.

فزیکي کړاو نه یوازې دا چې نېغ په نېغه د زړه د روغتیایي ستونزو په مخنیوي کې مرسته کوي، د چاغوالي، شکرې، او د وینې د لوړ فشار په ګډون نور هغه ګواښونه هم پڅوي چې زړه او رګونو ته ورپېښ وي.

سګرټو نه ډډه

د سګرټو څکاک زړه او رګونه دواړه ناروغه کوي. څکاک ښایي انسانان د زړه د ناروغیو کندې ته تر هربل انساني عادت نه ډېر او په چټکۍ سره ورټېل وهي. د ځینو څېړنو له مخې که څوک سګرټ پرېږدي نو په ۳ کلونو کې یې زړه او رګونو ته له سګریټو نه ورپېښ ګواښ د هغو وګړو د ګواښ کچې ته رالوېږي چې هېڅکله یې هم سګرټ نه دي څکلي.

د وینې د فشار لوړېدو نه مخنیوی

د روغتیا د نړیوالې ادارې د شمېرو له مخې د وینې لوړ فشار په نړۍ کې هر کال ۹،۴ میلیونه وګړي وژني. د زړه د ناروغیو نه د راپېښو شوو مړینو ۴۵ سلنه د وینې د لوړ فشار له تپه پېښېږي. په ټولیزه توګه داسې ګڼل کېږي چې د وینې د فشار د هر ۲ واحدونو د لوړېدو سره د زړه روغتیا ته ورپېښ ګواښ ۷ سلنه لوړېږي.

دا ګواښ د ډېرکلنو وګړو لپاره تر نورو لوړ او د پاملرنې وړ دی. په کار ده د وینې لوړ فشار په پوره غور او دقت سره تشخیص شي، او د ناروغ د اړتیا سره سمه درملنه په وخت وړاندې شي. د وینې د لوړ فشار درملنه تر ټولو آسانه او ژغورنده چاره ده.

په پاس څلورو چارو سربېره، نور داسې اړین ګامونه هم شته چې د ډاکټر په مرسته په وګړو کې د زړه او رګونو د ناروغیو مخنیوي کې اغېزناکه بلل کېږي.

خو پورته څلور بنسټیزې چارې ناروغ پخپله او په آسانه پلې کولی شی، او د روغتیا لپاره ارزښتناکه ګټه ترې پورته کولی شي. په اوسني پېر کې هغه وګړي او کورنۍ له ښې روغتیا نه خوند اخلي چې د خپلې روغتیا واګي په خپل لاس کې واخلې، او د ډېرو لومړنیو او آسانو ګامونو پورته کولو سره د یوې روغتیامنې ټولنې غړي شي.

بي بي سي

ډاکټر خسرو سنګروال

لندن مېشتى افغان ډاکټر

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب