په اسلام کې د میني تصور او (ویلنټاین ډې)

مینه او محبت یوه فطري او پیاوړې جذبه ده، چې هر څوک یې له هر چا سره په هر وخت کې کولای  شي. مینه پر دوه ډوله ده:

سپیڅلې مینه او دروغجنه او لړلې مینه،

۱ـ سپیڅلې مینه:

هغه مینه ده چې پر وفاداري، اخلاص، ریښتونولي او ایثار باندې ولاړه وي او له هر ډول مالي ،شخصي او جنسي ګټو څخه پاکه وي.

۲ــ ناپاکه مینه:

هغه مینه ده چې پر مالي، جنسي او نورو ګټو باندې ولاړه وي او له خودغرضي، فریب  او ګټه اخیستلو پرته بل هیڅ پکې نه وي، دا مینه دوام نلري او پایله یې تل پر دښمنۍ او جنجال باندې وي.

اسلام او مینه :

د نړۍ په ټولو ادیانو کې اسلام یوازینی هغه دین دی چې خلګ یې مینې او محبت ته رابللي دي، د مینې او خواخوږۍ په مړه کالبوت کې یې ساه پوکړه، آن چې مینه یې د خپل وجود بنسټ وبلله. لکه :نبي کریم صلی الله تعالی علیه وسلم چې وایي: زما دې په هغه رب قسم وي چې زما روح یې په ولکه کې دی، تاسو به تر هغو جنت ته داخل نه شئ تر څو چې مسلمانان شوي نه یاست او تر هغو تاسې مسلمانان کېدای نه شئ ! تر څو چې پخپل منځ کې یو له بل سره مینه و نلرئ! ایا زه تاسو ته یو داسې شی نه در وښیم چې په کولو سره یې ستاسو يه منځ کې مینه پیدا کېږي؟ تاسو پخپل منځ کې یو بل ته سلام ویل دود او عام کړئ !(چې له امله  به یې ستاسي په زړونو کې مینه پیدا شي )صحیح مسلم کتاب الایمان

داچې اسلام یو سپیڅلی مذهب دی او تل یې د سپیڅلتیا سپارښتنه کړې، نو سپېڅلی محبت هم هغه خلګ کوي چې مسلمانان وي او له همدې سپیڅلي مذهب سره یې مینه وي.

د انساني تمدن له پیله دا قانون دی چې هر انسان له خپل هم کردار انسان سره مینه او ناسته پاسته  کوي، څښتن تعالی هم په اخرت کې هغه خلګ سره یوځای کوي چې په دنیا کې سره یو ځای وي او کړه وړه یې سره ورته وي،لکه :نبي کریم صلی الله علیه وسلم چې وایې :د قیامت په ورځ کې به انسان دهغه چا ملګری وي له کوم سره چې په دنیا کې مینه او محبت وي  .

له پورتنیو خبرو داسې جوتېږي چې په اخرت کې به دانسانانو د ملګرۍ معیار په دنیا کې د دوی مینه او  اعمال وي

د سپیڅلې مینه مستحق څوک دي ؟

د سپیڅلې مینې حقدار لومړی الله تعالی، ورپسې د هغه رسول صلی الله علیه وسلم او بیا ټول مسلمانان دي، پر هر مسلمان فرض دی چې له الله تعالی، د هغه له رسول ص او له ټولو مسلمانانو سره مینه ولري ځکه چې له دې پرته  ایمان نیمګړی دی.لکه الله تعالی چې وایي :ستاسو دوست یوازې اویوازې الله تعالی، د هغه رسول او مسلمانان دي او کوم خلګ چې د الله تعالی عبادت کوي او د هغه اوامرو ته یې غاړه ایښې وي او د هغه له رسول او مسلمانانو سره مینه لري، هغوی دې پر دې کلک باور ولري چې د الله ډله به تل بریمنه وي .(المائدة :۵۵- ۵۶)

نبي کریم صلی الله علیه وسلم وایي :تاسې له مسلمان پرته له بل چاسره مینه مه کوئ او له مسلمان پرته بل څوک خپل دوست مه جوړوئ.

په یو بل ځای کې وایي :هر انسان د خپل ملګري او دهغه چا چې دی مینه ورسره لري په مذهب دی، نو هر څوک باید فکر وکړي چې څنګه انسان خپل دوست او ملګری جوړوي؟(ابو داود :کتاب الادب)

اسلام په هر عمل کې د اخرت بریا ته ارزښت ورکوي له همدې امله باید هر مسلمان له یو چاسره  تر مینې کولو مخکې د خپل همدې محبت اخروي پایلې وسنجوي.

یوازې سپېڅلی محبت د خلاصون وسیله ده

هغه محبت چې په دنیا کې پر هیڅ مالي، جنسي او نورو ګټو نه وي ولاړ ،له خودغرضي څخه پاک او اوږدمهاله وي نه  یوازې دا چې په دنیا کې انسان له ښیرازۍ، ښه ملګريو او سکون څخه برخمن کوي بلکې په اخرت کې هم دا راز مینه سړي ته په ګټه ورځي او دخلاصون وسیله یې ګرځي .لکه :نبي کریم صلی الله علیه وسلم وایي چې :د اخرت په ورځ به ځینې داسې خلګ هم وي چې نه به انبیاء وي اونه به شهیدان وي خو د دوی به داسې مقام په برخه وي چې انبیاء او شهداء به پرې ویاړ کوي، صحابه کرامو پوښتنه وکړه چې اې رسول الله صلی الله علیه وسلم! دا خلګ به څوک وي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ځواب ورکړ: دا به هغه خلګ وي چې په دنیا کې یې  یو له بل سره یوازې د الله تعالی لپاره مینه کوله، نه د کومو شخصي، مالي او نورو ګټو لپاره، زما دې په الله قسم وي د دوی څیرې به نوراني وي او دنور پر منبرونو به ناست وي، کله چې خلګ په ویره کې وي دوی به نه ډارېږي او کله چې خلګ غمجن وي دوی به خوشال وي. بیا یې دا ایتونه ولوستل (الا ان اولیاء الله لاخوف علیهم ولا هم یحزنون … یونس :۶۲ـــــ ۶۴ ) [سنن ابي داود :کتاب البیوع ،باب فی الرهن ]

د ناوړه او کرغیړن محبت بدې پایلې

هغه خلګ چې په دنیا کې له یو بل سره د رنګارنګ ګټو خوندې ساتلو په موخه محبت کوي او په دې دروغجن محبت کې پر یو بل هرې قربانۍ ته ځان اماده ښیي همدا خلګ به په اخرت کې دیو بل تر ټولو سرسخت دښمنان وي او د خپلې مینې د همدې بدو پایلو پړه به یو د بل پر غاړه اچوي. لکه  الله تعالی چې فرمایي: له ښو او پرهیزګارو خلګو پرته به  ډېر داسې خواږه ملګري (!)دقیامت په ورځ یو له بل سره دښمنان وي .(الزخرف : ۶۷)او وایي به چې کاش ما فلانکی خپل ملګری نه وای جوړ کړی  …(الفرقان :۲۷ــــ ۲۹ )

د ویلنټاین ډی (Valentine’s Day) حقیقت

د ویلنټاین ډې اړوند په تاریخي کتابونو کې ډېړ یو له بل سر ټکر روایات شتون لري چې لویه برخه یې پر بې بنسټه افسانو او کیسو باندې مشتمله ده، ځینې هغه روایات چې د نوموتې څیړنیزې ادارې ’’Britannica Encyclopedia‘ په حواله موندل کېږي له هغو دا جوتېږي چې دا ورځ  په اصل کې د کاتولیک ډلې عیسایانو یو ستره، مذهبي  او دودېزه ورځ ده.

کره او اصلي توري یې ’’Valentine Saint دي چې د لاتیني ژبې لفظونه دي د ’’ Saint‘‘توري مانا ده «لوی» او عیسایي پاپانو ته ویل کېدی.د کاتولیک ډلې عیسایان دا عقیده لري چې ټول هغه مړه پاپان چې ویلنټاین نومېږي ارواوې یې پر ۱۴ فروري باندې دنیا ته راځي نو ځکه به دوی د همدې ورځې اعمال ،عبادات ، خیراتونه او نذرونه د دوی پر نومونو باندې سرته رسول او د دوی ارواوو ته به یې ډالۍ کول .

د دې عقیدې سرچینه په اصل کې رومیان و خو وروسته په پرانسه او انګلینډ کې هم دا ورځ په ځانګړي ډول لمانځل کېده او په همدې ورځ به په پرانس ،انګلینډ او نورو غربي هیوادونو کې رسمي رخصتي وه او دا ورځ به د ځانګړو عباداتو په ترڅ کې په کلیساوو کې لمانځل کېده.دا چې ددې ورځې لمانځل یو غیر معقول دود و او همداسې د عیسایي نړۍ نوموتو پاپانو او علماوو د همدې دود نمانځنې مخالفت وښود نو دا ورځ لمانځل بلکل له منځه ولاړ.

خو د څوارلسمې پیړۍ د عسائیت یوه متعصب  مبلغ ’’Henry Ansgar Kelly‘‘ یو ځانګړی کتاب د ’’Chaucer and the Cult of Saint Valentine‘‘ په نامه ولیکی په کتاب کې یې یوازې پر همدې موضوع باندې څیړنه کړې د مینې او عشق د دروغجنو کیسو او افسانو په وسیله یې دا ورځ (۱۴فروري) د مینې دورځې په نامه له سره په نړۍ کې دود کړه ،په اتلسمه پیړۍ کې په فرانسه او انګلینډ کې د حکومت له لورې دا ورځ په رسمیت وپېژندل شوه.وروسته کرار کرار په نوره نړۍ کې هم همدا ورځ د مینې د ورځې په نامه هر کال په ښه جوش او خروش سره لمانځل کیدل دود شو.

دلته ځینې داسې شیان یادوو چې د دې ورځې د لمانځلو تر پردې شاته د پټو رازونوپه پوهیدلو کې راسره مرسته کوي  :

اــ دا ورځ عیسایانو رواج کړې .

ب ــ دا ورځ  دعیسایانو د مشرکانه عبادت ورځ ده .

ج ــ د دې ورځې دلمانځلو پخپله پوه عیسایي پاپان مخالف دي .

دــ دا ورځ وروسته له پاته کېدلو بېرته یو متعصب عیسایي مبلغ دود کړه .

ه ــ دا ورځ  عیسایي نړۍ کې د حکومتي رسمیت او مشرتوب لاندې نمانځل کېږي .

همداسې د دې ورځې د نمانځلو په اهمیت کې چې کومې عشقې کیسې او دمینې داستانونه بیانېږي ټول درواغ دي.

په اوسني دور  کې د دې ورځې لمانځونکي ډېری جنسي وږي، فحاش او غرب ځپلي کسان دي.

یهود، عیسایان او ټول کفار د مسلمانانو ابدي او ازلي دښمنان دي ،د اسلام د لمنځه وړلو لپاره دوی په هره حربه او هر عمل سره یو موټي شوي .یوې خوا ته  یې دمسلمانانو په ځمکو او هیوادونو باندې ناروا اشغال کړی ،پر مسلمانانو باندې یې هر ډول سلاوې او بمبونو و ازمایل او د مسلمانانو خلاف یې په هر دول ترهګرۍ او وحشت ته ملاتړلې، بل لورې ته یې د مسلمانانو له میرمنو او ځوان نسل څخه د دیندارۍ، حیا او پاکدامني د اخیستلو پلان هم پر کار اچولی، تل دا هڅه کوي چې اسلام نوي نسل ته یو زوړ، بې تهذیبه او د یو بنسټ پال دین په توګه وروپېژني، خپل ناپاک او کرغیړن تهذیب  د یو منځلاري تهذیب او دماډرنیزم په نامه  په مسلمانانو کې دود کړي او دمسلمانانو ایماني جذبه، دیني غیرت او حمیت له منځه پرې یوسي . د دې کار لپاره دوی له هر ډول هڅو او حربو څخه دریغه نه کوي ،په دې لاره کې د دوي هڅې او کوښښونه د دوی له کتابونو او ورځنیو ویناوو څخه د لمر په شان په ډاګه مالوميږي .

په هر حال ویلنټاین ډې لمانځل یو غیر اسلامي او فطري عمل دی او علماوو یې لمانځل ناروا ګڼلی دی چې دلته د ویلنټاین ډې په اړه د سعودي عربستان د علمي څیړنو او افتاء د ځانګړې  کمیټې فتوا را اخلو، کومه چې د سعودي ستر مفتي سماحة الشیخ عبدالله آل ربیعة ورکړې ده .

پوښتنه:ځینې خلګ  هر کال پر ۱۴ فروري باندې همدا ورځ د ویلنټاین ډې یا د عید الحب په نامه نمانځي ،په همدې ورځ یو بل ته سره ګلان په ډالیو کې وړاندې کوي ،سره کالي جوړوي ،یو بل ته مبارکیاني ورکوي او ځینې دکانونو والا د همدې ورځ په مناسبت سره کیکونه چې ورباندې دزړه رسم ورباندې انځور شوی جوړوي او ځینې خلګ دهمدې ورځې په مناسبت پر خپلو توکو باندې د تجارتي اعلان په توګه باندې ځینې رسمونه او لیکنې کوي

د والنټین ورځ لمانځل په اسلام کې څنګه ده ؟

ځواب: د پورتنۍ پوښتنې ځواب د فتوا ځانګړې کمیټه داسې  وړاندې کوي :چې قرآن کریم ،حدیث او د سلفو اجماع پر دې باندې ده چې په اسلام کې دوې ورځې داختر په توګه باندې نمانځل کېږي ۱ ـــ عیدالفطر ۲ـــ عید الاضحی له دې دوو ورځو پرته چې هره ورځ هغه که د کوم مذهب سره تړاو لري ، یا له کوم ګوند سره تړاو لري او یا د کوم بل مناسبت اړوندوي لمانځل یې بدعت دی ،د مسلمانانو لپاره د داسې ورځو لمانځل بلکل ناجایز دي ،په ځانګړې ډؤل هغه ورځې چې د کفارو له لورې دود شوې وې نو دهغو لمانځل د مسلمانانو لپاره بده ګناه ده ځکه چې د داسې ورځو په لمانځلو کې له کفارو سره مشابهت راځي او له دوی سره دیو ډول مینې او محبت اظهار دی او له دې کاره الله تعالی خپل مومن بندګان په قرآن کریم کې په ډېره سختي سره منعه کړي، همداراز نبي کریم صلی الله تعالی علیه وسلم له کفارو سره دمشابهت په اړه وایې:«من تشبه بقوم فهو منهم » ژباړه :کوم چا چې له کوم قوم سره مشابهت وکړ هغه کس به په اخرت کې له هغې ډلې څخه وي )

ویلنټاین ډې هم له پورتنیو ناروا ورځو څخه ده ځکه دا ورځ هم عیسایانو دود کړې او د هغوی یو ډول اختر او مذهبي ورځ ده ،بناء کوم کس چې مسلمان وي د هغه لپاره نه ده جایز چې همدا ورځ ولمانځي ،په همدې ورځ یو بل ته مبارکیانې ورکړې او د همدې ورځې په نامه او رسم یو بل ته ډالۍ وړاندې کړې ،باید دنبي کریم صلی الله علیه وسلم پر تعلیماتو عمل وکړي او د الله تعالی له عذابونو او نافرماني څخه ځان وژغوري

د علمي څیړنو او افتاء ځانګړې کمیټه

فتوى اللجنة الدائمة في عيد الحب فتوی رقم (21203) بتاریخ 1420/11/23ھ

الله تعالی دې ټولو مسلمانانو ته توفیق ورکړي چې له دې ناروا او بد کار څخه ځان وساتي.

ژباړه او راټولونه: احمد الهام

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب