هوا څه شی دی؟

موږ او تاسې څخه راچاپېره هوا د اکسيجن او ناېتروجن ( عناصرو) څخه جوړه ده . اکسيجن په نړۍ کې ( نه ېوازې د انسان بلکې تقريبآ ټولو ژوندیو موجوداتو ) د ژوند کولو لپاره تر ټولو زیات مهم او اساسي عنصر دی .
انسان کولی شي د خوړو پرته شاوخوا شپږ اونۍ ژوند وکړي؛ بې له اوبو څه کم او زیات 100 ساعته ژوند ممکن دی، خو د اکسيجن په نشت کی انسان له څلورو – پينڅه دقېقو څخه زیات ژوندی نه شي پاتې کېدی.

سره له دی چې اکسيجن تر دې کچې د ژوند اساسي توکی دی ، خو ولې خلک د هغه موجودېت او ارزښت ته دومره پاملرنه نه کوي ؟ د ځينې پوهانو له انده دا ځکه چې له ېوې خوا اکسيجن ېوه بېرنګه ماده دا او په سترګو نه ليدل کېږي ، دوهم دا چې بدن په وسيله د هغه د جذب عملېه په اتومات ډول تر سره کېږي او موږ په کې په شعوري ډول کومه ونډه نه اخلو او درېم دا چې دغه د ژوند لومړی درجه مهم توکی تر اوسه په طبیعت کې په کافي اندازه موجود دی او کمبود ېې نه احساسېږي …

د اکسيجن 1/5 مه برخه د ماغزو لخوا کارول کېږي .
 ونې مه وهئ ونې کېنوئ .
په منځني ډول ېوه غټه ( بالغه ) ونه په کال کې دومره اکسيجن جوړوي چې د 2 کسانو د سا اخيستنې لپاره بسنه کوي . د اعدادو په ژبه دا 125 کيلو ګرامه اکسيجن کېږي .
زموږ د مځکې شنه بوټي په کال کې 3 تريليونه ټنه خالص اکسيجن توليدوي .
اکسيجن د هر مځکني ژوندي موجود د وزن 2/3 مه برخه جوړوي . H2O
اوبلن شوی اکسيجن په مقناطيسي ساحه کې مقناطيسي کېږي او ېوه عادي اهنربا ېې هم ځان ته راښکلی شي .
ونې مه وهئ، ونې کېنوی او ژوند سره مرسته وکړئ

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع ویب