ملګري ملتونه څه ته وایي؟

د ملګرو ملتونو سازمان د ۱۹۴۵ ز کال په اوږدو کې د متفق هیوادونو استازی له جګړې څخه وروسته د نړۍ د موقعیت په اړه د تصمیم نیولو لپاره لیدنه وکړه. هغوی په دې توافق وکړ چې داسې نړیوال سازمان جوړشې، چي ټول خپل ځانونه د هیوادونو به منځ کې د سولې او همکارۍ لپاره متعهد وساتي او هم د هغو خلکو په برخه کي چې د محور هیوادونو ځواک یې جوړاوه، د سرنوشت په اړه یې تصمیم ونیسي.

متفقینو ملګري ملتونه جوړ کړل. د متفقینو یو پنځوسو هیوادونو استازیو په سانفرانسیسکو کې د ۱۹۴۵ ز کال له اپریل څخه تر جونه پورې سره ولیدل. هغوی د نړیوال سازمان د منشور په برخه کې توافق ته ورسیدل. دا منشور په ۱۹ فصلونو او ۱۱۱ مادو کې تدوین شوه. او د الهې د نړیوالې محکمې د دیوان اساسنامه د دغو ۵۱ هیوادونو الینفک برخه شوه. غړیو هیوادونو په دې توافق وکړ چې د سولې د ساتنې او پرمختلنې لپاره به د ټولو ملتونو حقوق او حاکمیت په مساوي توګه په پام کې ساتې او نړیواله همکاري یې هم تضمین کوی.

د ملګرو ملتونو سازمان لویه شورا لري. عمومي شورا د تولو غړیو هیوادونو له استازیو جوړیږي، خو رښتنینی ځواک د امنیت له شورا سره دی. د امریکا متحده ایاالت، انګلستان، فرانسه، روسیه، او چین په دې شوراکې دایمي څوکۍ لري. شپږ نور هیوادونه په دوراني توګه ټاکل کیږې. د امنیت شورا رایه په اکثریت والړه وی. د پریکړې د تصویب په صورت کې د یوپنځو دایمي هیوادونو رایه د اکثریت رایې یوه برخه وي.

په دې ټوګه له دغو پنځو لویو هیوادونو څخه هر یو د دې شورا د پریکړې د ویتو حق لري. اقتصادي او اجتماعي شورا، نړیواله محکمه او سر منشي ، د ملګرو ملتونو اصلي جوړښت تشکیلوي. متفقینو پرته له ملګرو ملتونو ، د جګړې د وضیعت د ژر اداره کولو او په راتلونکې کې د پرختیا او ودې لپاره نور ګڼ شمیر سازمانونه هم جوړ کړل ، چې بیالبیل فعالیتونه د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې ترسره کوي. د ملګرو ملتونو د سازمان په جوړیدنه کې د دیرو اقداماتو الس دی، چې هر یو په کې اغیزمنه ونډه اخیستې ده. د دې اقداماتو له جملې څخه کوالی شو ، چې په زماني ترتیب سره د بین المتحدینو د اعالمیې خپریدل، اتالنتیک منشور، د ملګروملتونو اعالمیه، د مسکو او تهران کنفرانسونه، ددامبارتن اوکس او یالتا کنفرانس او د سانفرانسیسکو کنفرانس ته اشاره وکړو. لیکواالن: پوهنمل زلمی هوتک،شیر محمد رونقي، قدیم شیرزي بابکرخیل، تاریخ ، ) ۱۳۹۰ه.ش(، د پوهني وزارت چاپ.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب