د روژې مستحبات کوم دي؟

د روژې مستحبات په لاندې ډول دي:

١- په روژه ماتي کې تلوار کول:

حضرت سهل بن سعد رضي الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: “خلک (مسلمانان) به تر هغو په خير کې وي چې په روژه ماتي کې تلوار کوي” (۱)

ابوعطيه رحمه الله وايي: يوه ورځ زه او مسروق رحمه الله حضرت عائشې رضي الله عنها ته ورغلو ورته ومو ويل: اې د مسلمانانو مورې! د رسول الله صلی الله عليه وسلم دوه صحابه دي، يو يې په روژه ماتي او لمانځه کې تلوار کوي او بل په روژه ماتي او لمانځه کې وروسته والی کوي؛ نو موږ څنګه وکړو؟ راته يې وويل: هغه کوم يو دی چې په روژه ماتي او لمانځه کې تلوار کوي؟ موږ ورته وويل: عبدالله – يعني: ابن مسعود رضي الله عنه- راته يې وويل: رسول الله صلی الله عليه به همداسې کول. (۲)

خو دا په دې معنا نه چې دومره تلوار وشي چې د لمر په لوېدو کې شک پيدا شي؛ بلکې د لمر په لوېدو کې له يقين وروسته تلوار کول مستحب دي.

٢- په تازه کجورو روژه ماتول:

حضرت انس رضي الله عنه وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم به په لندو کجورو روژه ماتوله، که به هغه نه وې بيا به يې په وچو کجورو او که به هغه هم نه وې بيا به يې د اوبو څو غړپه وکړل. (۳)

٣- د روژه ماتي دعا ويل:

د روژه ماتې پر وخت دا دعا ويل مستحب ده: اللهم إني لک صمت، وبک امنت، وعليک توکلت، وعلی رزقک افطرت.
ژباړه: خدايه! تاته مې روژه ونيوله، پر تا مې ايمان راوړی، پرتامې توکل کړی، او ستا په (راکړي) رزق مې روژه ماته کړه.

۴- له روژه ماتي وروسته دعا:

ابن عمر رضي الله عنهما وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم چې به روژه ماته کړه داسې دعا به يې کوله : ” تنده ماته شوه، رګونه لانده شول او اجر وټاکل شو انشاءالله” (۴)

۵- د پېشمني پر وخت يو څه خوړل،‌ اګر که د اوبو يو غړپ هم وي.

۶- پېشمنی دومره نه ناوخته کول چې روژه په شک کې شي.

۷- خپلوانو، نېستمنو او اړو خلکو سره مرستې کول، مسلمان بايد تل د نېکيو کارونه وکړي؛ خو په روژه کې ښايي له نورو مياشتو څخه په دې لاره کې ډېر زيار وباسي.

وروستۍ يادونه:

له تېرو خبرو څخه څرګنده شوه چې روژه يوازې د خوراک او څښاک او جماع نه کولو ته نه وايي؛ بلکې په روژه کې بايد مسلمان له هر ډول ناوړه کارونو څخه روژه ونيسي او وښيي چې روژې څومره اغيز ورباندې کړی دی، په همدې ډول هغه ټول ثوابونه او انعامونه ترلاسه کولای شي چې الله يې په بدل کې وعده کړې ده او که نه، يوازې له خوراک او څښاک څخه لاس واخلي؛ خو نورې بد اخلاقۍ کوي بيا له روژې څخه هیڅ ګټه نشي پورته کولای او تش لاس به ورڅخه تيرېږي. رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: داسې روژه نيونکي شته چې لوږې او تندې تيري کړي؛ خو هيڅ په لاس ور نشي، او داسې دشپې ولاړېدونکي او عبادت کوونکي هم شته چې له بې خوبۍ پرته نور هيڅ په لاس نه ورځي، څوک چې روژه ونيسي؛ خو ناوړه کارونه پرې نږدي الله جل جلاله د هغوی د خوراک او څښاک د پرېښودلو هيڅ پروا نه لري. (۵)

الله دې وکړي چې ټول د روژې له سترو نعمتونو څخه برخمن شو .
آمين


۱- صحیح البخاري حدیث رقم ۱۹۵۷
۲- صحیح مسلم، حدیث رقم ۲۵۵۴
۳- سنن أبي داود، حدیث رقم ۲۳۵۶
۴- سنن أبي داود، حدیث رقم ۲۳۵۷
۵- سنن ابن ماجه، حدیث رقم ۱۶۹۰

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب