د روژې تاريخ

روژه د آدم عليه السلام نه را پيل او تر رسول الله صلی الله عليه وسلم پورې پر ټولو قومونو په بېلابېلو ډولونو فرض شوې ده، الله پاک فرمايي:
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ ٱلصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ (البقرة : ۱۸۳)
ژباړه: اې مومنانو! پرتاسو باندې روژه داسې فرض شوې ده، لکه چې له ستاسو نه پرمخکنيو فرض شوې وه، ددې له پاره چې تاسې (له ګناهونو) ځان وساتئ (او پرهيزګاران شئ؛ ځکه چې روژه د شهواني توان ماتونکې ده.)

په اسلام کې روژه لکه د ځينو نورو حکمونو په شان له هجرته وروسته په مدينه منوره کې فرض شوه، مکي دور د عقايدو د جوړولو ، او د توحيد د اصولو د ترسيخ او د ايماني او اخلاقي ارزښتو د لوړوالي دور و ، او له هجرت وروسته، مسلمانانو يو پياوړی ځواک وموند، چې له همدې ځايه ډېری فرائض هم پيل او حدود وټاکل شول، او د احکامو تفصيل رامنځته شو، چې يو له هغوی څخه روژه وه، په مکه کې له پنځو فرض لمونځونو پرته نور څه نه وو فرض کړای شوي، په دې چې دلمانځه اهميت خورا لوی دی، او فرضيت يې د اسراء په شپه او د بعثت په لسم کال وشو.

له هغې پنځه يا څه زيات کاله وروسته روژه فرض کړای شوه، يعنې د هجرت په دوهم کال، او په همدې کال پرمسلمانانو جهاد هم فرض کړای شو، د روژې له فرضيت وروسته رسول الله صلی الله عليه وسلم نهه کاله ژوندی و او د هررمضان روژې يې په ډېره مينه او اخلاص ونيولې.

سرچینه: روژه – افغان بنسټ

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب