په روژه کې د تندې او اوبو څښلو په اړه څو ناسم پوهاوي

 

۱- ناسم پوهاوی: ځینې باور لري چې شپې له خوا په کافي اندازه د داسې مایعاتو څښل چې خواږه په کې زیات وي د وجود اوبه پوره کوي او د ورځې په بهیر کې تنده کموي. خو واقیعت داسې نه دی.

واقیعت دا دی : هغه مایعات چې په زیاته اندازه خوږه ولري، د ورځې په بهیر کې ادرار( تشې میتیازې) زیاتوي او د وجود څخه ډیر زر اوبه کمیږي چې د تږي کیدو سبب کیږي. له همدې کبله د تغذیې متخصصان سپارښتنه کوي چې روژه تیان دې په روژه کې خواږه په کمه اندازه وخوري، او همدارنګه هغه جوسونه او شربتونه دې هم ډیر نه کاروي چې خوږه او قندي مواد ولري.

۲- ناسم پوهاوی: یو شمیر کسان فکر کوي چې په پیشلمي کې د ډیرو زیاتو اوبو څښل د ورځې په اوږدو کې تاسو له تندې ساتي.

خو واقیعت دادی چې : که څه هم په کافي اندازه اوبه څښل ضرور دي خو په پیشلمي کې که څوک له حده زیاتې اوبه وڅښي دا ددې تضمین نه شي کیدای چې د ورځې به نه تږی کیږي. ځکه پښتورګي داسې کار کوي چې په وجود کې اضافي اوبه په څو ساعتونو کې د ادرارو ( متیازو ) له لارې وباسي. نو نه یوازې دا چې ډیرې اوبه څښل د تندې مخه نه نیسي بلکې د روژه تي کس خوب هم خرابوي ځکه اړ به وي چې بیا بیا تشناب ته ولاړ شي او دا چاره یې د ورځې په اوږدو کې د ستړي کیدو سبب کیږي.

۳- ناسم پوهاوی : ځینې فکر کوي چې د روژه ماتې په پیل کې ډیرې یخې او سړې اوبه تنده ماتوي. خو واقیعت بل ډول دي.

واقیعت دادی چې : د روژه ماتې په پیل کې ډیرې یخې او سړې اوبه څښل، نس په شدت اغیزمنوي. د هاضمي جهاز فعالیت ګډوډوي. د هاضمي سیستم د غړو د انقباض سبب کیږي چې له کبله یې په روژه کې ځینو کسانو ته د هاضمي سیستم د ګډوډۍ شکایتونه پیدا کیږي. له همدې کبله روغتیا پوهان سپارښتنه کوي چې د روژه ماتې پر مهال باید اوبه عادي اوبه وي چې ډیرې سړې او یخې نه وي او روژه تي کس باید اوبه ورو ورو وڅښي نه دا چې ډیرې اوبه په یو ځل وڅښل شي.

۴- ناسم پوهاوی : ځینو کسانو ته ویل شوي چې که تاسو په روژه ماتي او پیشلمي کې له خوړو سره یو ځای اوبه وڅښئ دا د خوړو د ښه هضم سره مرسته کوي. خو داسې نه ده.

واقیعت دادی چې : د خوړو سره ګډ د اوبو څښل، ددې مخه نیسي چې په خوله کې خواړه له لاړو سره چې سم ګډ شي. دا چې لاړو سره په خوله کې د خوړو ګډیدل خپل د هضم د پروسې یو مهمه برخه ده نو له خوړو سره یو ځای اوبه څښل دا پروسه خرابوي او نه یوازې دا چې د ښه هضم سبب کیږي نه بلکې هغوی چې د خوړو سره ګډې اوبه څښي له هاضمي ګډوډۍ سره مخ کیږي.

ډاکتران خلکو ته سپارښتنه کوي چې د خوړو سره دې په یو وخت اوبه نه څښي یوازې په هغه صورت کې دې خوړو سره اوبه وڅښي چې د کوم څه په تیرولو او له ستونې په ښکته کولو کې ستونزه ولري. چې دا استثنا ده.

۵- ناسم پوهاوی – ځینې باور لري چې له روژه ماتې او خوړو وروسته د ډیرو اوبو څښل د هاضمې سره مرسته کوي او تنده له منځه وړي.

خو واقیعت دا دی چې : له خوړو سمدستي وروسته د ډیرو اوبو څښل هاضمي سیستم له ستونزو سره مخ کوي او هاضمي سیستم نه پریږدي چې خپل کار په سمه توګه وکړئ شي. له خوړو وروسته د ډیرو اوبو څښل په معده کې د هغو ترشح کیدونکو مایعاتو مخه نیسي چې د ښې هاضمې لپار ضرور دي.

غوره لاره داده چې: له روژه ماتې وروسته د تندې ماتولو لپاره لږې اوبه وڅښل شي. د ډیرو اوبو د څښلو لپاره مناسب وخت د روژماتې له خوړو دوه ساعته وروسته دی. غوره داده چې روژه تي کس له روژه ماتي دوه ساعته وروسته تر سهاري پورې په وقفو کې ډیرې اوبه وڅښي او تندې ته دې انتظار نه کوي. خو په یو وخت د ډیرو اوبو څښل زیان اړونکي دي.

۶- ناسم پوهاوی: ځینې باور لري چې بیا بیا د اوبوڅښل د چاغښت سبب کیږي. خو واقیعت داسې نه دی.

واقیعت دادی : وروستیو څیړنو ثابته کړې چې د بیا بیا اوبو څښل د وزن په کمیدو کې مهم رول لري. ځکه اوبه څښل په وجود کې د نورادرینالین په نوم د هورمون ترشح زیاتوي چې د عصبي سیستم فعالیت ورسره زیاتیږي او په وجود کې د غوړو د سوزیدو سبب کیږي.

ليکوال: ګلاب هېواد

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب