د روژې ماتوونکي: کوم شیان کفاره او قضا لازموي؟

د روژې ماتوونکي:

هغه شيان چې کفاره او قضا دواړه لازموي:

۱- خوراک او څښاک:

د قرآن کريم دا ايت چې وړاندې هم تېر شو:

أُحِلَّ لَكُمْ لَيْلَةَ ٱلصِّيَامِ ٱلرَّفَثُ إِلَىٰ نِسَآئِكُمْ ۚ …‌ وَكُلُوا وَٱشْرَبُوا حَتَّىٰ يَتَبَيَّنَ لَكُمُ ٱلْخَيْطُ ٱلْأَبْيَضُ مِنَ ٱلْخَيْطِ ٱلْأَسْوَدِ مِنَ ٱلْفَجْرِ ۖ

او هغه حديث چې يوازې له هېرونکي څخه د خوراک او څښاک وبال پورته شوی و.

۲- جماع:

که چا له سپېدو وروسته له مېرمنې سره د روژې په حال کې کوروالی وکړ، نو که انزال يې شوی وي او که نه وي شوی، روژه يې ماته شوه، قضا به هم راګرځوي او کفاره به هم ورکوي.  (۱)  

هغه شيان چې روژه پرې ماتېږي او يوازې قضا يې لازميږي:

۱- قصدا په ډکه خوله قی کول: 

ابوهريره رضي الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: ” چاته چې قی ورپېښ شي او کابو پرې را نه ولي پر هغه قضا نشته او که څوک قصدا او په لوی لاس قی وکړي هغه دې قضا راوړي” (۲) او که چاته په ډکه خوله قی پېښ شو او د يوه نخود د دانې په اندازه قی يې بېرته تېر کړ، روژه يې ماتيږي. (۳)

۲- حيض او نفاس:

په دې کې فرق نشته چې که د حيض يا نفاس وينه د ورځې په سر کې راشي او که په پای کې، اګر که له ماښام نه يو څو شيبې وړاندې هم راشي روژه يې ماتيږي.

حضرت ابوسعيد خدري رضي الله عنه وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم د لوی اختر يا کوچني اختر په ورځ عيدګاه ته روان و پر لاره يې څو مېرمنې وليدلې نو ورته ويې ويل: ايا داسې نه ده چې مېرمن کله حايضه شي؛ نه لمونځ کوي او نه روژه نيسي؟ هغوی وويل: هو همداسې ده، رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: همدا يې د دين نقصان دی. (۴)

۳- په زوره پر چا روژه ماتول :

که څوک په زور روژې ماتولو ته اړ ايستل شو، روژه يې ماتيږي خو کفاره پرې نشته يوازې قضا به يې راګرځوي، دغه راز په ډنډ کې د لمبېدو پر مهال که د چا ستوني ته اوبه تيري شي روژه پرې ماتيږي اګر که بل څوک يې په زوره غوپه کړي.  (۵)

۴- په لوی لاس (په قصد سره) دود تېرول:

که څوک په قصد سره حلق ته دود ننباسي، روژه يې ماتيږي. (۶)

۵- سګريټ يا چلم څکول:

په سګريټ يا چلم څکولو سره هم روژه ماتيږي. (۷)

۶- د پېشنمي په وخت کې تېروتل :

که چا په دې شک پېشمنی يوه يا دوه دقيقې وروسته کړ چې ښايي لا به سهار شوی نه وي او وروسته څرګنده شوه چې سهار را ختلی و، هغه دې دا روژه پوره کړي او په بدل کې دې له رمضان وروسته يوه بله روژه ونيسي او کفاره پرې نشته. (۸)

۷- د روژه ماتي په وخت کې تېروتل:

که يو چا په دې فکر روژه ماته کړه چې ښايي لمر لوېدلی وي؛ خو وروسته څرګنده شوه چې لمر نه دی لوېدلی، روژه يې ماته شوه، قضا به يې راګرځوي، کفاره پرې نشته. (۹)

۸- د غړغړې پر وخت حلق ته اوبه تېرېدل.
۹- مېرمنې سره د لوبو ياښکولولو پر وخت انزال کېدل.

۱۰- يو داسې شی ستوني ته تېرېدل چې په عادتي ډول نه خوړل کيږي، لکه د لرګي ډکی، د وسپني ټوټه او داسې نور.

۱۱- په هيره يو شی خوړل او بيا په دې فکر قصدا خوراک کول چې کيدای شي روژه يې ماته شوې وي، په دې سره هم روژه ماتيږي او قضا به يې راګرځوي.  (۱۰)

۱۲- په وينټولين يا د سالنډۍ سپرې کارولو سره هم روژه ماتيږي، )وينټولين يو ډول درمل دي چې د سابندۍ ناروغان يې د خولې له لارې د يو ډول فشاري سپرې په مټ کاروي) نو که کوم ناروغ له دې درملو  پرته روژه نه شوه نېولای هغه دې روژه وخوري او بيا دې قضا را راګرځوي.  (۱۱)


۱- الفتاوی الهندیة ، ۱/۲۰۵
۲- جامع الترمذي ، حدیث رقم ۷۲۰
۳- رد المختار علی الدر المختار ، ۳/۴۵۰
۴- صحیح البخاري ، حدیث رقم ۳۰۴
۵- الفتاوی العالمګیریة، ۱/۲۲۲
۶- رد المختار علی الدر المختار ، ۳/۴۲۱
۷- لفتاوی العالمګیریة، ۱/۲۰۲
۸- مراقي الفلاح ، ص: ۳۶۹
۹- جواهر الفقه للشیخ محمد شفیع رحمه الله ۳/۵۱۸
۱۰- جواهر الفقه للشیخ محمد شفیع رحمه الله ۳/۵۱۸
۱۱- الدر المختار ، ۲/۳۹۵


د پوهنتون چینل نوې ویدیو


پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب