په تکنالوژي کې دمېږیانو لښکر | قرآن علمي اعجاز

څو چې د مېږیو وادې ته ورسېدل ، یو ه مېږی نوروته وویل چې ای مېږیانو ټول خپلو کورونو ته ننوځی داسې نه چې دسلیمان لښکر تاسو په ناپوهی سره ترپښو لاندې کړی. (النمل ۱۸).

دمېږیو وادی دمشخصو مېږیو ځانګړې ځای ته اشاره کوی برسېره پردی دمېږیو پرخبرو باندې  دسلمیان (ع) پوهیدل په ټکنالوژی کې یوه بله وړاندوینه ده. دنړۍ دټکنالوژی مرکز دسلیکان دوادی Silicon valley په نامه یادېږی . په زړه پوری ده چې دسلیمان (ع) په وخت کې دمېږیو له وادی نه خبرې کېږی ، کیدای شی  الله (ج)  زموږ پاملرنه په راتلونکې کې دتکنالوژۍ پرمختګ ته راګرځولی وی.

دمېږی اونورو ژوو ماډل په مصنوعی روبات Robot  کې هم په ډیره کچه کارول کېږی. دمېږی دماډل ښه بېلګه د مصنوعی مېږیودلښکر پروژه ده چې دنړۍ په بېلابېلو هیوادونو کې شته. دامریکې دویرجینیا پوهنتون پوهان په دې هڅه کې دی څو چې دمصنوعی کوچنیوژوو لښکر چې ارزانه اوآسانه وی جوړ کړی، دغه پروژه چې په رسمی ډول پرمخ بېول کېږی داسې روښانوی:  “دغه مصنوعی ژوی په ډلییزه توګه هوډ کوی اوکړنه سرته رسوی.ددغو ژوو برېښنایی اومیخانیکی جوړښت دمېږیو دټولنې دکاردډول له مخې جوړه شوې دغه لښکر دمصنوعی مېږیو Army-Ant Robot  په نامه یادېږی”.
په لومړی سرکې دغه لښکر دلېږد رالېږد لپاره جوړشوی وو ، هغوی دنده لری څو چې په اتفاق سره یودروند شی له یوه ځای نه بل ځای ته ولېږدوی اووروسته څرګنده شوه چې دنورو دندو لپاره هم کارترې اخستل کیدای شی.دبېلګې په ډول په لاندې کارونو کې کارترې اخستل کیدای شی:

·        د هستوي انرژۍ پاکول او له هغه نه دفضله موادو لرې کول.
·         ماین اېښودنه
·        ماین پاکونه
·        دسیارو له سطحې نه څېړنه
·         ساتنه یا پهره

اسرائيل واگنر په دې هکله داسې وایی: “مصنوعی مېږیان ساده مخلوقات دی چې دیوه کنټرول کوونکی له لاری اوهم مخکی له مخکې دپروګرام ورکولو له لارې نه تنظیمېږی اوورکړشوی دندې سرته رسوی.  دریمه لار داده چې دغه مېږیان داسې جوړېږی چې یو له بل سره دهمکاری حس ولری اوپرته له مخکینی پروګرام نه یوله بل سره کاروکړی. په بېلابېلو اړخونو کې په دې اړوند څېړنې دوام لری اودغه مخلوقات بېلابېل کارونه لکه دکورونو، پاکونه دماین پاکونه او هم نورو سیارو کې څېړنې سرته رسولی شی “.
دبېلګې په ډول مو ولیدل چې دمېږیانو ټولنیز ژوند دنننیوډیرو پروژو بنسټ جوړوی . له همدې کبله  الله (ج) دمېږیو دوادی موضوع په قرآن کې یاده کړې ده. دمېږیونوم اخستنه کیدای شی دې ته اشاره وی چې انسانان دهغوی ژوندانه ته په پام سره ټکنالوژی جوړه کړی (و الله  اعلم).

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب