د روژې طبي ګټې؛ سر درد، سترګې او معدې تکلیف

الله جل جلاله چې کوم احکام او تعلیمات د انسانانو لپاره رالیږلي دي، په هغو ټولو کې، له اُخروي ګټو څخه علاوه، دُنیوي او ظاهري ګټي هم لري، اوس د ساینس له برکته هر څه برملا او ښکاره دي، صرف پر سجدې باندې مکمل یو کتاب لیکل شوی دی، دا چې د اسلام په ټولو اوامرو کې ضرور ګټي نغښتي دي، نو له همدې کبله اوس ساینس پوهان که هغه مذهبي کسان دي او که غیر مذهبي، خو د اسلام پر هر فعل ا و قول باندې څیړنې کوي، دا ځکه دوی پوهیږي چې ګټې ضرور پکښې دي خو دا ګټې یې باید جوتې کړو، پر لمانځه، روژې، اوداسه، حج او نورو….  باندې د نړیوالو ساینس پوهانو له لورې، په وار وار سره، تفصیلي څیړنې شوي دي؛ له دې څخه علاوه هغه څه چې اسلام حرام ګرځولي دي، پرهغو باندې یې هم څیړنې  کړي دي، دا ځکه ساینس پوهان په دې ګروه دي، چې اسلام کوم شی حرام ګرځولی دی، هغه ضرور نقصانونه لري لکه: شراب، زنا، قمار، وینه خوړل، د خنزیر غوښه او داسی نور…

د روژې پر  طبي ګټو باندې نړیوال کانفرانسونه

د ساینس د پرمختګ په مرحلو کې، په مختلفو وختونو کې مختلفو ساینس دانانو، پوهانو او ډاکترانو مختلفې څیړنې کړیدي، لکه په ۱۹۹۶ میلادي کال کې چې په مراکو کې یو نړیوال کانفرانس د (د روژې طبي ګټې) ترسر لیک لاندې د King Hasan Foundation له لورې دائر شو، چې په دې کانفرانس کې ۵۰ مقالې د روژې پر طبي ګټو باندې ولوستل شوې، چې ځیني یې د یادونې وړ دي، لکه د اردني ډاکتر سلیمان مقاله، د ایراني ډاکتر عزیزی مقاله، د امریکايي ډاکتر نعماني  مقاله او داسې نور مسلمان او غیرمسلمان ساینس پوهانو پکښې ګډون درلوده. تراوسه په لسګونو نړیوال کانفرانسونه د روژې دطبي ګټو د معلومولو لپاره دائرشویدي، چې موږ دلته یواځې د مراکو کانفرانس د مقالو غورچاڼ په لنډ ډول سره درته وړاندې کوو.

دکانفرانس پایلې په لاندې ډول دي:

دوی په عمومي ډول سره پردې باندې رڼا واچوله چې روژه د وینې ګلوکوز او فشار کنترولوي، وزن کموي او دا یې هم ثابته کړه چې روژه هیڅ بد عواقب نلري.

د انسان جسم  خوراک ته اړتیا لري، ترڅو انرژي تولید ا و کاربوهایدریتونه وسوځوي، چې هغه عبارت له شکري څخه دي او هغه کاربوهایدریتونه چې ونه سوځول شي، هغه په عضلاتو کې د وازدو په نسجونو کې ذخیره کیږي او په اینده کې په ځیګر (یېنه) کې ګلایکوجین، انسولین د پانقراص یو هارمون د وینې شکره ښکته او راګرځوي چې دا د انرژۍ بل ډول ذخیره ده، په دې کې ګلایکوجین اغیزمن دي.

کله چې یو څوک روژه ونیسي، د وینې کلوګوز یې له د انسیولینو سره ښکته کیږي  او دا د دې باعث ګرځي چې د ځیګر کلایکوجین په تقسیم شروع کوي، دا ځکه چې انرژي ته اړتیا ده، د وازدې نسجونه په ماتیدو پیل کوي ترڅو انرژي تولید ا و د بدن انرژي پوره کړي او دا هغه څه دي چی د انسان په بدن کې د وینې شکره ا و کولسترول کنترولوي چې دا د روژې یو ځانګړی برکت ا و عظمت دی.

your ads

دروژې بله ګټه داده چې وزن کموي، Allan Cott په دې آند ؤ، چې روژه انسان ته یو فزیولوژیکي استراحت ورکوي. پر ټول بدن باندې مثتبې اغیزې اچوي او په خاصه توګه د معدې او اعصابو لپاره ډېره ګټوره ده.

د اروا پوهنې علم په رڼا کې، روژه د باطن د سکون ضمانت کوي او همدا وجه ده، چې کله یو کس ډیر نارامه وي، ډاکتران ورته وايي، چې روژه ونیسه، خو له نېکه مرغه چې دغه ګټه مسلمانانو ته د ډاکتر له مشورې پرته حاصلیږي.

روژه د سر درد لپاره:

هغه کسان چې دائمي سر درد یا نیم سیری لري، د روژې په نیولو سره د هغوی کولسترول کنټرولیږي، چې د امستقیماً د سر درد په کنترول کې مهم رول لري.

دا هم ولولئ  روژه د طب له نظره

روژه په عمومي ډول سره یوه درملنه او علاج دی، دا ځکه روژه په عمومي ډول سره وزن کموي، د هضمیې نظام ارام ساتي، شحمیات کموي، عصبي نظام ترمیموي، او بله غټه ګټه یې دا ده چې روحي درملنه هم ورسر بشپړیږي. همدا رنګه دزړه حملې کموي، عصبي ټکان له منځه وړي، انسولین کنترولوي. هغه څه چې زه یې درسره شریکوم هغه دا دي چې کله ما د لومړي ځل لپاره روژه ونیوله، روحا او جسماً دواړه داسې خوښ وم، چې تاسو ته د هغې خوشحالۍ اظهار نشم کولای.

روژه دسترګو درملنه کوي:

روژه د سترګو لپاره پوره درملنه ده، هغه سترګې چې اوښکې کوي او یا یې دید خړ وي، د روژې په نیولوسره به یې دا ټول مشکلات حل شي، دا ځکه چې روژه په مستقیم ډول سره د انسان د دین پر نظام باندې مستقیمي اغیزې لري.

روژه په مستقیم ډول سره د سترګو فشار ښکته کوي، هغه مایع مواد چې په سترګو کې شتون لري، د ځینو ناروغیو له کبله لوړ فشار خپل کړي چې پایله یې دسترګو اوښکې او بیا ړونداولی دی، خو روژه د دې ټولو ناخوالو لپاره پوره درملنه ده.

د روژې یوه طبي ګټه داده چې هر هغه څوک چې د سګریټ  او یا نصوارو معتاد وي، کولای شي چې په روژه کې یې پریږدي؛ دا ځکه چې کله یو انسان ۱۸ یا کم و زیات ساعتونه یو نشه يي څیز استعمال نکړي، نو د داسې مهلکې نشې د پریښودو لپاره، چې هم ځاني او هم مالي تاوان په کې یو انسان ته اوړي، ښه فرصت بلل کیږي او کله چې د یو عادت یا نشې پریښودل تر یوې میاشتي پورې وغزیږي؛ نو د ټول عمر لپاره د هغه عادت یا نشې په پریښودلو کې هیڅ سوال پیدا کیږي.

خلاصه دا چې روژه د نشه یي توکو د پریښودو لپاره یوه غوره درملنه او موقع ده.

  روژه دمعدې اسیدونه یا تیزابیات کموي:

د روژې بله ګټه دا ده چې اسیدونه کموي او دا هغه اسیدونه دي، چې د معدې د جوش او بدې هضمې سبب ګرځي. هغه کسان چې تل د معدې نه شکایت کوي او انتی اسید درمل خوري، په دې باید پوه شي چې روژه د دوی د معدې  ټولی ناخوالې له منځه وړي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب