په عزل سره داولاد ترمینځ وقفه

پوښتنه :
که څوک وغواړی دخپل اولاد په منځ کی  3 یا 4 کاله وقفه وکړی دا په دی معنی چی خپل اولاد ښه وروزی او په ښه توګه پالنه یی وکړی، هر هغه څوک چی دوا یا کنډم (پوکاڼی) استمعال کړی چی په منځ کی واقفه راشی.
اوس د ستاسو محترمو څخه هیله کوم چی دا د سلام له مخې روا عمل دی که ناروا عمل او ستاسو حکم په دی کې څه دی؟
وسلام
ښاد او بریالی اوسی

ځواب :
الحمد لله والصلاة والسلام علی رسول الله ، وبعد :
که څه هم په دې  اړه دعلماؤ ترمینځ اخلاف شته ولې بیاهم که څوک دا کار وکړي نو اکثره علماؤ له کرهیت سره جواز ورکړی .

عَنْ ‏جَابِرٍ ‏قَالَ ‏: ‏(كُنَّا نَعْزِلُ عَلَى عَهْدِ النَّبِيِّ ‏‏صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ‏وَالْقُرْآنُ يَنْزِلُ) متفق علیه

جابر رضي الله عنه والي چې : مونږ به درسول الله صلی الله علیه وسلم په ژوند کې عزل کاوه او قرآن هم نازلیده (یعنې رسول الله له دې کار څخه نه منع کولو).

عرف الحافظ ابن حجر العزل بقوله : ‏أي ‏النزع بعد الإيلاج لينزل خارج الفرج. حافظ ابن حجر رحمه الله عزل داسې تعریفوي چې : دنارینه تناسلې آله دښځې له فرج څخه را ایستل چې انزال بهر وشي، دې ته عزل وايي.

په بل حدیث کې راغلي :

عَنْ ‏‏أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ ‏: ‏أَنَّ رَجُلًا قَالَ : يَا رَسُولَ اللَّهِ إِنَّ لِي ‏ ‏جَارِيَةً ‏ ‏وَأَنَا ‏ ‏أَعْزِلُ ‏ ‏عَنْهَا وَأَنَا أَكْرَهُ أَنْ تَحْمِلَ وَأَنَا أُرِيدُ مَا يُرِيدُ الرِّجَالُ وَإِنَّ ‏ ‏الْيَهُودَ ‏ ‏تُحَدِّثُ أَنَّ الْعَزْلَ ‏ ‏مَوْءُودَةُ ‏‏الصُّغْرَى قَالَ : كَذَبَتْ ‏يَهُودُ ‏، ‏لَوْ أَرَادَ اللَّهُ أَنْ يَخْلُقَهُ مَا اسْتَطَعْتَ ‏أَنْ تَصْرِفَهُ .   رواه أوبو داود

ابي سعید الخدري رضی الله عنه وايي : یو سړی رسول الله ته راغی او ویې ویل : اې دالله رسوله ! زه یوه وینځه لرم او زه له هغې سره یوځای کیږم او عزل کوم (دننه منې نه تویوم) او نه غواړم چې هغه دې له ما نه حمل واخلي او یهود وایي چې عزل دماشوم دوژلو (ژوندي خښولو) سره برابر ده ، رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : یهود درواغ وايي ، چې الله وغواړي ماشوم پیدا کړي نو ته هغه نه شې وروسته کولی.

په دې اړه نور احادیث هم شته ، ولې بل حدیث چې مسلم روایت کړی هغه داسې دی :
عَنْ ‏‏جُدَامَةَ بِنْتِ وَهْبٍ أُخْتِ عُكَّاشَةَ ‏‏قَالَتْ ‏: حَضَرْتُ رَسُولَ اللَّهِ ‏‏صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ‏ ‏فِي أُنَاسٍ فسَأَلُوهُ عَنْ ‏ ‏الْعَزْلِ ‏فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ ‏ ‏صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ :‏ ‏ذَلِكَ الْوَأْدُ الْخَفِيُّ.  رواه مسلم (2613) .

دعکاشه خور جدامة بنت وهب وايي : رسول الله صلی الله علیه وسلم له خلکو سره ؤ زه هم هلته لاړم ، نو هغوی د عزل په اړه پوښتنه وکړه ، رسول الله وویل : عزل خفي واد دی (یعنې دماشوم  ژوندي خښولو ته ورته کار دی) .

الْوَأْدُ : دجاهلیت په زمانه کې به کله چې دچا لور پیدا شوه نو هغه به یې ژوندۍ خښوله چې دې ته واد وايي .

که څه هم ځنې علماء ددې وروستي حدیث په اړه دا نظر لري چې دا په اوله کې ؤ او بیا وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم د عزل اجازه ورکړه ، په هر صورت .

جمهور دعلماؤ وايي چې عزل ګناه نه لري خو بهتره داده چې عزل ونه شي ، ددې لپاره چې :

•    هغه خوند او لذت چې الله جل جلاله ښځې او نارینه ته په حلاله جماع سره ورکړی هغه له مینځه ځي .

•    دنکاح نه چې کوم مقصد دی (درسول الله صلی الله علیه وسلم د امت ډیروالی) هغه له مینځه ځي ، لکه په حدیث شریف کې چې راغلی ” تزوجوا الودود الولود فإني مكاثر بكم الأمم يوم القيامة ” رواه أبو داود ، والنسائي ، وصححه الشيخ الألباني رحمه الله في ” آداب الزفاف ” .

ژباړه : له محبت کونکو او ډیر اولاد پیدا کونکو ښځو سره نکاح وکړئ، ځکه چې زه (رسول الله) به دقیامت په ورځ دخپل امت پر ډیروالي پر نورو امتونو ویاړم.

•    البانی رحمه الله وايي چې عزل حرام نه ده خو که چیرې څوک ددې لپاره اولاد نه پیدا کوي چې له فقر څخه ویره لري چې بیا به څنګه هغه ته خوراک ، جامې او نور ضروریات پوره کوم  نو بیا عزل له کراهیت نه دحرام مرتبې ته اوچتیږي ، ځکه چې دلته ددې انسان نیت دهغو کفارو له نیت سره یوشان شو چې هغوی به د فقر او لوږې له ویرې خپل اولادونه وژل.

وروستۍ خبره :

عزل یا په موقت ډول اولاد نه پیدا کول جواز لري، او په طبعی ډول هم مور باید خپل ماشوم ته تر دوو کالو شیدې ورکړي او په دې موده کې د اولاد پیدا کول د بل اولاد دحق دتلف کیدو سبب ګرځي، همدا راز ځنې ښځې ډیرې کمزورې وي چې ژر ژر اولاد پیدا کول يې نوره هم کمزورې کوي نو کولای شي چې وقفه وکړي.

ولې که ښځه جراحي عملیات کوي ترڅو په آینده کې بلکل اولاد پیدا نه شي نو دا کار حرام دی ، مګر داچې ډاکټر ددې ویره وښيي چې که دا ښځه اولاد پیدا کړي نو دمرګ ویره یې شته، نو بیا کولی شي چې اولاد پیدا کول بند کړي . بهتره خبره داده چې مسلمان څومره زیات اولاد پیداکولی شي نو باید پیدا یې کړي او دا دالله رحم او فضل  وي چې انسان ته اولاد ورکوي ، او رسول الله صلی الله علیه وسلم به دقیامت په ورځ پر خپل امت ویاړي.

وصلی الله علی محمد وعلی آله وصحبه اجمعین
والله اعلم

اصلاح انلاین

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب