د رسول الله ص نسب او پيدایښت

د رسول الله ص ټبر د عربو په بنو اسماعيل كې دقريشو دقبيلې دهاشم له كورنۍ څخه دى چې دنسب لړۍ په اړه ابوحاتم وايي: ټول مؤرخين په دې اتفاق لري چې تر عدنانه پورې د نبي كريم ص د نسب لړۍ بلاشك او شبهې صحيح ګڼل كېږي، اما له عدنان څخه وروسته د اسلامي تاريخ پوهانو تر مينځ اختلاف تر سترګو كېږي امام بخاري رح په باب مبعث النبي ص كې د نبي كريم ص د نسب سلسله تر معد بن عدنان پورې بيان كړې او په خپل يو بل كتاب كې يې چې تاريخ كبير نومېږي بيا دغه سلسله تر حضرت ابراهيم ع پورې رسولې ده. نولومړى د شجرې هغه برخه چې د ټولو په نزد درسته او صحيح ګڼل كېږي:
نو محمد ص بن عبدالله بن عبدالمطلب (شيبه) بن هاشم (عمرو) بن مناف (مغيره) بن قصي (زيد) بن كلاب (مهذب) بن مره بن كعب بن لؤي بن غالب بن فهر بن مالك بن نضر (قريش) بن كنانه بن خزيمه بن مدركه بن إلياس بن مضر بن نزار بن معد بن عدنان.

اما له عدنان څخه وروسته مؤرخين د نبي كريم ص په شجره كې سره اختلاف لري چې مونږ به يې ټولې برخې د ګرانو لوستونكو لپاره دلته ذكر كړو.
نو له عدنان څخه تر ابراهيم خليل الله پورې مؤرخين ليكي چې: عدنان بن أدد بن مقوم بن ناحور بن تريح بن يعقوب بن نبت بن نابت بن أنوش بن إسماعيل بن إبراهيم خليل الرحمن بن آزر.
او يو شمېر مؤرخين ليكي: عدنان بن أدد بن الهميسع بن نابت بن إسماعيل بن إبراهيم بن آزر.
او يو شمېر مؤرخين ليكي: عدنان بن أدد بن سحب بن أيوب بن قيدر بن إسماعيل بن إبراهيم بن آزر.
او يو شمېر مؤرخين ليكي: عدنان بن أدد بن أمين بن شاجب بن ثعلبة بن عتر بن يربح بن محلم بن العوام بن المحتمل بن دائمة بن العيقان بن علة بن شحدود بن الظريف بن عبق بن إسماعيل بن إبراهيم بن آزر.
او يو شمېر مؤرخين ليكي: عدنان بن أدد بن عوج بن المعطم بن الطمح ابن القسود بن العبور بن دعدع بن محمود بن الزائد بن بدان بن الدرس بن حصن بن النزال بن القاسم بن المجشر بن معدد بن صيفي بن النبت بن قيدر بن إسماعيل بن إبراهيم بن آزر.

بيا له ابراهيم خليل الله څخه تر نوح ع پورې مؤرخين ليكي چې: إبراهيم بن آزر بن ناحور بن شارغ بن الراغ بن القاسم الذي قسم الأرض بين أهلها ابن معن بن السايح بن الرافد ابن السايح و هو سام بن نوح نبي الله ع.
او يو شمېر مؤرخين ليكي: إبراهيم بن آزر بن ناحور بن صاروح بن أرغو بن فالغ بن عابر بن أرفخشذ بن سام بن نوح.
او يو شمېر مؤرخين ليكي: إبراهيم بن آزر بن تارخ بن ناحور بن ساروح بن أرغو بن فالج بن عيبر بن أرفخشد بن سام بن نوح.
بيا له نوح ع څخه تر آدم صفي الله پورې مؤرخين ليكي چې: نوح بن ملكان بن متوشلخ بن إدريس نبي الله صلى الله عليه و سلم بن الرائد بن مهلهل بن قنان بن الطاهر ابن هبة الله بن شيث بن آدم.
او يو شمېر مؤرخين ليكي: نوح بن لامك بن متوشلخ بن خنوخ و هو إدريس النبي عليه السلام بن يارز بن مهابيل بن قبش بن أنش بن شيث بن آدم.

او يو شمېر مؤرخين ليكي: نوح بن لامك بن متوشلح بن خنوخ بن يارزا بن مهلائيل بن قينان بن أنوش بن شيث بن آدم.
او يو شمېر مؤرخين ليكي: نوح بن لامك بن متوشلح بن مهليل بن قينين بن يافش ابن شيث بن آدم.
ښاغلي حسين هېكل په خپل ”حياة محمد ص” نومې تاليف كې د رسول الله ص د نيكونو د پېدايښت د نېټو په اړه ليكي:
لومړى قصي د نبي كريم ص په نيكونو كې شمار چې د څلورمې پېړۍ په پاې كې يعنې په ٤٠٠ ميلادي كال كې زېږېدلى دى، بيا نوموړي درې ځامن درلودل: عبدالدار، عبدالعزى او عبد مناف. چې دا عبد مناف د رسول الله ص په نيكونو كې شمېرل كېږي چې هغه په ٤٣٠ ميلادي كال كې زېږېدلى دى. بيا عبد مناف څلور ځامن درلودل چې هغه: عبدالشمس، نوفل، هاشم او عبدمطلب نومېدل، بيا په دې څلورو كې هاشم نبي كريم ص په نيكونو كې شمېرل كېږي چې په ٤٦٤ ميلادي كال كې زېږېدلى دى، بيا عبدالمطلب د هاشم ځوې دى چې د نبي كريم ص بلا واسطه نيكه دى او په ٤٩٧ ميلادي كې زېږېدلى دى او عبدالمطلب صاحب شپږ ځامن درلودل: حارث، ابوطالب، ابولهب، عبدالله، عباس او حمزه، چې عبدالله صاحب د رسول الله ص پلار او دا نور پينځه يې ترونه دي.

بيا د رسول الله ص پلار عبدالله صاحب په شپږمه پېړۍ كې په ٥٤٥ ميلادي كال كې زېږېدلى دى.
اګر چې د نبي كريم ص د پيدايښت په نېټه او تاريخ كې د سيرت د پوهانو او مؤرخينو سره اختلاف شته، ځينې يې ليكي: چې نبي كريم ص د ربيع الاول په دولسمه چې د ٥٧١م د اګست له ٢٩مې سره سمون خوري، د دوشنبې په ورځ د سهار د لمانځه څخه وروسته او د لمر ختو څخه وړاندې د مكې معظمې د قريشو د قبيلې شعب بني هاشم سره د سوق الليل نومې سيمه كې چې اوس پكې يو ستر كتابتون جوړ شوى زېږېدلى دى.
او د مصر مشهور فلك پېژندونكى عالم محمود پادشاه د رياضي د دلائلو په رڼا كې په يوه رساله كې ليكي: چې د خداى ج پېغمبر حضرت محمد ص د ربيع الاول په نهمه چې د ٥٧١م كال د اپريل د شلمې سره سمون خوري د دو شنبې په ورځ پيدا شوى دى.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب