له ډوډۍ خوړلو وروسته دا اووه کارونه مه کوئ!

لومړی: له هر څه مخکې له ډوډۍ خوړلو وروسته ژر اوبه مه څښئ، دا ځکه چې د معدې د تېزابو د رقيق کېدو لامل کېږي، نو بايده دي چې نيم ساعت مخکې يا وروسته اوبه وڅښئ.

دويم: په عمومي توګه هېڅ سګرېټ مه څښکوئ، خو که بیا هم پرې روږدي یئ او نه درېږئ، نو له خوړو پرلپسې وروسته سګرېټ څښکول د نه بښلو وړ ګناه ده، سګرېټ د معدې محيط تېزابي کوي ، سګرېټيان بايد له خوړو نيم ساعت مخکې سګرېټ وڅښکوي.

[irp][irp][irp]

درېيم: مېوه مه خورئ: د موږ له بدو عادتونو څخه داده، چې له خوړو وروسته مسلسل مېوه خورو، نو بايده دي، چې له خوراک نيم يا يو ساعت مخکې یا وروسته ميوه وخورو، ځکه چې د معدې د نفخ سبب کېږي خو پخه مېوه بیا دومره ستونزه نه لري.

څلورم: حداقل نيم ساعت له خوړو مخکې يا وروسته حمام وکړئ، او توصيه کېږي، چې په ګرمو اوبو ځان مينځل د وينې پر جريان د معدې په اطرافو کې اختلال ايجادېږي، او د خوړو پر هضم منفي تاثير لري.

پنځم: کم ازکم يو يا نيم ساعت له خوراک مخکې يا وروسته پياده وګرځئ، له ډوډۍ خوړلو وروسته پياده ډول اوږد واټن وهل د خوړو هغه تدريجي هضم ته تاوان رسوي.

شپږم: له خوراک وروسته په دې ډېر تاکيد کېږي، چې سړی بايد ويده نشي، کم تر کمه له خوراک دوه ساعته وروسته بايد سړی ويده شي، نو له همدې امله د ماخوستن ډوډۍ ناوخته خوړل يوه اشتباه ده.

اووم: چای مه څهښئ. په مېلمستياوو کې به دې ډوډۍ نه وي خلاصه کړې،چې مخ ته دې چای کېږي. چای معده تېزابي کوي او د معدې پر معدني موادو منفي اغېز لري ، له ډوډۍ وروسته دې مايعات نيم يا يو ساعت بعد مصرف شي.

[irp][irp][irp]

 

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب