د رسول الله د ښوونيز بهير د برياليتوب رازونه

دمهربانه ، رؤوف او رحيم پيغمبر او زړه سوانده او حکيم معلم (محمد صلی الله عليه وسلم ) د رحمت او شفقت ، مينې او ګرانښت نه ډکه کاميابه او بريالۍ ښوونه ځنې رازونه لري چې د هغه صلی الله عليه وسلم له سپيڅلې ماضي او د صدق او امانت له سابقې نه پيل کيږي ، له تياروڅخه  درڼا لورته د ويستلو واضحه  هدف يې درلود ،عملا يې  د کتاب ، حکمت ، او تزکيې ښوونه کوله  ، د انسانيت په زړه او ذهن کې يې څپانده انګيزه رامنځته کړې وه ، او د ښوونې ټول بهير يې د يو مهربانه پلار په څيرسر ترپايه په رفق ، نرمۍ  ، ګرانښت او خواخوږۍ ولاړ و ، او پدې هکله د پسرلي له نسيم څخه هم زيات خوږ ، زړه وړونکي  او سخاوتمند و. هغه صلی الله عليه وسلم له وفات نه وروسته يو مؤثراو بريالی تعليمي نظام اسلامي امت ته په ميراث پريښود  .
ښوونيز او روزنيز بهير د انساني ټولنو د ژوندانه يوه مهمه برخه جوړوي چې ډير زيات بشري ځواک پرې بوخت دی ، ډير وخت پرې لګيږي ، او درانده مالي لګښتونه پرې کيږي. او تر ډيره حده د دغه بهير کيفيت او څرنګوالي د ټولنو د تهذيب ، تمدن او عمومي پرمختګ يا وروسته پاتې توب لامل وي.

کله کله د دې ټولو کړاوونو او لګښتونو سره  د ښوونې او روزنې بهيرمطلوب مؤثريت نلري او د قناعت وړ پايله نه ورکوي. چې زمونږ په هيواد کې د عمومي ښوونې او روزنې بهير، که د پوهنې په سطحه ده او که  لوړو زده کړو په سطحه له يو لړ دغسې ستونزو سره مخ دي .

په تاريخي لحاظ د ښوونې او روزنې داسې کاميابې  او بريالۍ بيلګې شته چې له هغونه په پلوۍ سره دغه ستره بشري هڅه (ښوونه او روزنه)  مؤثره کيدای او پوره بريالۍ کيدای شي.
په اومه زيږديزه پيړۍ کې د محمد صلی الله عليه وسلم -د الله پاک د وروستي پيغمبر په توګه- رسالتمنده ښوونه او روزنه هغه کامياب ، مؤثر او بريالی تعليمي نظام دي چې نيغ په نيغه د الله پاک لخوا راليږل سوی او په بشري جهودو سره په بشري ټولنو او پرګنو کې پلې سوی او يو ستر او هر اړخيز رغنده بدلون يې راوستی چې تر اوسه يې لړۍ روانه ده او تر قيامته به روانه وي .
مونږ باندې په ټولو تعليمي جريانو کې په ځانګړې توګه د پوهنتون په سطحه د يومسلمان امت په حيث له يوې خوا او د يوې بريالۍ تعليمې تجربې په لټه کې  له بلې خوا فرض ده څو د محمد صلی الله عليه وسلم له دغې کاميابې ، مؤثرې او بريالۍ تجربې څخه په ټوله معنا پلوي وکړو او هغه د خپل  معارف او لوړو زده کړو په ټولومؤسساتو او پروګرامونو کې خپله اسوه او قدوه وګرځوو.
په همدې هيله پدې مقاله کې د محمد صلی الله عليه وسلم د کاميابې ښوونې او روزنې څه لاملونه څيړل کيږي ، هيله ده دهغو په خپلولو سره د دنيا او آخرت د سعادت په لور ګړندی روان سو.
د بريالۍ ښوونې او روزنې رازونه
يو بريالي ښوونيز بهير خپل يو شمير رازونه او لاملونه لري چې ځنې يې د ښوونکي شخصيت ته  ورګرځي ، ځنې بيا د ښوونې تر موخو او هدفونو پورې تړاولري ، يو شمير يې د زده کوونکو د شوق ، علاقې او له موضوع سره د هغوي د قلبي ليوالتيا اړوند دي، او ځنې نور يې بيا  دښوونکي تر عمومي ښوونيز تعامل پورې .
هغه څه چې د ښوونکي شخصيت ته ورګرځي دهغه پاکه او سپيڅلې سابقه ده ، يعنې ښوونکی بايد دخلکو ترمنځ ښه او نېکه سابقه ولري او خلک ورته لا له پخوا څخه په درنښت او ځانګړي احترام قايل وي.
په همدې توګه د ښوونې په جريان کې بايد ښوونکي د يو عالي ، درانه ، او محترم شخصيت درلودونکی وي .
کوم شی چې د ښوونې تر موخو او هدفونو تړلی ، نوهغه بايد خلکو ته انتهايي ګټور او په عين حال کې ډير روښانه او پوره واضح وي ، داسې چې خلک د هغه ګټې او آثار په خپلو ځانو او د خپل ژوند په ورځنيو چارو کې وويني او لمس يې کړي .
کومه نکته چې تر خلکو پورې اړه لري هغه د خلکو په زړونو او فکرونو کې د دغو موخو او هدفونو دلاسته راړلو قوي انګيزه او څپانده ليوالتيا ده.

او تردې وروسته نو بايد د ښوونکي د ښوونيز بهير عمومي تعامل او چلن په پوره خواخوږۍ ، رفق او نرمۍ ، پلرنۍ مينې او  مهربانۍ او بې پايه جواديت او سخاوتمندۍ باندې ولاړ وي .
د کايناتو د رب او پالونکي  د استازي په توګه د محمد صلی الله عليه وسلم په شخصيت او د هغه په تعليمي بهير کې د بري ذکرسوي رازونه او نکتې په ډير ښه ، مثبت او ايجابي بڼه شته ، نوځکه يې ښوونيز بهير په ټوله معنا يو کامياب او بريالی ښوونيز بهير و.
راځئ چې لږ په تفصيل سره د موضوع څيړنې ته ور وګرځو.
د محمدصلی الله عليه وسلم د ښوونيزبهير دبرياليتوب رازونه

پاکه او سپيڅلې سابقه(الصادق الامين)
محمد صلی الله عليه وسلم له پيغمبرۍ څخه وړاندې د مکې په خلکو کې ډيره روښانه ، خوږه  او سپيڅلې سابقه لرله ، او دخپل ښو او لوړو اخلاقو:  رښتينولۍ ، صداقت ، امانت او خدمت له کبله د مکې د خلکو په منځ کې په (الصادق الامين) سره مشهورو.
حقيقت دادی چې په چا ايمان راوړل ، چا باندي زړه بايلل ، په چا : سر، مال ، دنيا او آخرت تړل ، او چاته له هغه سره د هغه د خوښې ژوند تيرولو لاس او قول ورکول ، د چا لپاره د ټولو دښمني په سر اخستل ، د چا امر او اشاره په خوښۍ او نا خوښۍ کې اوريدل او پلې کول، د چا پريکړې او فيصلی ته پرته له هيڅ ډول انکار څخه په پوره زړه غاړه ايښودل او بالآخره څوک ځان ته له ځان نه ، مور پلار نه ، ښځې او اولاد نه او ټولې دنيا نه ګرانيدل څه اسانه او ساده خبرې ندي . دا نه په مال او دولت کيږي ، نه په زور ځواک کيږي ،  نه په کوډو منترونو او نه په کومه بله چاره!
ځکه خو دا هر څه د بشريت لارښود  او معلم ، هغه صادق او امين انسان (محمد صلی الله عليه وسلم ) تر لاسه کړي و . په ريښتنولۍ او امانت سره ، داسې ريښتنولي او امانت چې له دوست او دښمن نه هاخوا د مکي او مدينې کاڼو او بوټو هم پرې اعتراف درلود !
په همدې توګه رسول الله صلی الله عليه وسلم د ښوونې په ټول جريان کې له پيل نه تر پايه د لوړو اخلاقو ، او انساني خويونو په لوړو معيارونو ټينګ ولاړ پاتې سوي:
الله پاک فرمايي :  وَإِنَّكَ لَعَلَى خُلُقٍ عَظِيمٍ (ژباړه:  پيغمبره! ته د سترو خويونو څښتن يې .
لا تردې هاخوا هغه صلی الله عليه وسلم د ښو اخلاقو مرجع وه او د نېکو اخلاقو او ښو خويونو تکميل او بشپړتيا يې د خپل رسالت او پيغمبرۍ يوه برخه ګڼله :
عن أبي هريرة رضي الله عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه و سلم : إنما بعثت لأتمم مكارم الأخلاق۰
ژباړه: ابوهيره رضي الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : زه د دې لپاره مبعوث سوی يم چې نيک اخلاق او خويونه بشپړ کړم .
 روښانه او ګټور ې موخې او هدفونه (د رڼا لارښوونه)
په ښوونيز او تعليمي جريان کې موخه او هدف ټاکل تر هرڅه  ارزښتناک او بنسټيز دي.
د تاريخ په هغه پړاو کې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم مبعوث سو ، واقعيت دادی چې انسانان مطلقا په تيارو کې اوسيدل : د جهالت په تياروکې ، د کفر او شرک په تيارو کې ، د فکر او عقيدې په تيارو کې ، د تصور او نظر په تياروکې ، د تعامل او سلوک په تيارو کې ، له ځان اوخپل برخليک نه د ناخبرۍ په تيارو کې .  . واقعيت دادی چې هلته پر انسانانو باندې د تحير او سربدالۍ يوه توره تياره فضا خپره وه !
بنا پردې د الله راليږل سوي پيغمبر ورته  د خپلې  رسالتمندې ښوونې او تعليم وروستۍ او ستره موخه او غايه له تيارو څخه د رڼا په لور وتل اعلان کړل .

your ads

او له انسان سره ريښتني صداقت او د هغه حق پرځاي کول له دي پرته بل څه کيدی نشي چې هغه د هغه د رب په امر له تيارو نه رڼا ته راوباسي ، د فکر له تيارونه د نظر له تيارونه او د ټول ژوند له تيارونه. د ايمان رڼا ته ، د ځان پيژندو رڼا ته ، دموخې پيژندو رڼا ته ، د ژوند سمې روغې لارې ته ، د ځمکې او آسمانو د څښتن د ځواکمن او ستايل شوي الله لارې ته!
قران کريم د محمد صلی الله عليه وسلم د تعليم او ښونې موخه د اسې معرفي کوي
الر كِتَابٌ أَنْزَلْنَاهُ إِلَيْكَ لِتُخْرِجَ النَّاسَ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِ رَبِّهِمْ إِلَى صِرَاطِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ*اللَّهِ الَّذِي لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَوَيْلٌ لِلْكَافِرِينَ مِنْ عَذَابٍ شَدِيدٍ
ژباړه: الر، دا (قران) هغه کتاب دی چې تاته مو د دې لپاره نازل کړی چې خلک پرې له تيارو څخه رڼا ته راوباسې ، د دوی د رب په امر يې  د برلاسي او ستايل سوي ذات لارې ته ، د هغه الله لارې ته چې د اسمانو اوځمکې ټول شيان د هغه دي . او نه منونکو ته د دردناک عذاب تباهي ده .
او بيا الله پاک تصديقوي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم نيغې لارې ته د انسانانو د لارښونې دنده په ښه توګه سرته رسوي :
وَإِنَّكَ لَتَهْدِي إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ * صِرَاطِ اللَّهِ الَّذِي لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ أَلَا إِلَى اللَّهِ تَصِيرُ الْأُمُورُ
ژباړه : پيغمبره ! ته خو لارښوونه کوې نيغې لارې ته  ، د الله لارې ته چې د ځمکې او اسمانو ټول شيان دهغه دي ، خبر اوسئ چې ټولې چارې همدغه الله ته ورګرځي .

د فکري هوښيارتيا او سلوکي تزکيې ښوونه

له تيارو څخه رڼا ته وتل يو تش او خيالي احساس نه و چې په هوا کې ولاړ شي . بلکه د الله پاک له خوا يو ستر رسالت او يوه عملي دنده وه چې د لوی الله د ستر کتاب-چې د ژوند په کلي او تفصيلي قانون مشتمل دی- د سترو ويناوو، د حکمت ، پوهې او د ژوند په ټولو چارو کې د هوښيارتيا او عقلمندۍ ښودنه ، او په خپل ژوندي سيرت سره د هغوي د هر اړخيزې پاکۍ او تزکيې عملي تربيه او چار چلند ، او د بې سرحده ښوونو او تعليماتو لړۍ ده چې انسانيت يې له تيارو څخه عملا رڼا ته وويست.
لکه چې الله پاک وايي:
كَمَا أَرْسَلْنَا فِيكُمْ رَسُولًا مِنْكُمْ يَتْلُو عَلَيْكُمْ آيَاتِنَا وَيُزَكِّيكُمْ وَيُعَلِّمُكُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَيُعَلِّمُكُمْ مَا لَمْ تَكُونُوا تَعْلَمُونَ
ژباړه : . . . هماغسې چې په تاسو کې مې له تاسونه يو پيغمبر مبعوث کړ چې تاسو ته يې زما اياتونه لوستل ، ستاسو تزکيه يې کوله ، د الله د کتاب او حکمت تعليم يې درکاوه ، او هاغه څه يې درښوول چې ستاسو نه و زده .
ريښتيا چې انسان د ځمکې پر سر  د الله له ستر کتاب څخه  چې هر آيت يې د هدايت او حکمت زيرمه اوخزانه ده او درسول الله صلی الله عليه و سلم له مبارکو احاديثو څخه پرته بل کومه علمي اوعملي پانګه نشي موندلي.
د زده کړې د څپانده انګيزې ايجاد
د رسول الله صلی الله عليه و سلم د تعليم او ښوونې د اعجاز يويل راز پدې کې و چې دخپلو زده کوونکو او مخاطبينو په زړونو کې يې د علم په اړه څپانده او طو فاني انګيزه ايښې وه :
(علم په هر مسلمان باندې الهې فريضه ده . الله دې هغه څوک تر و تازه لري چې زما خبره واوري ، ياده يې کړي او بل ته يې ورسوي . د عالم فضيلت او غوره والی په عابد باندې داسې دی لکه زما فضيلت په يو د تاسو. چا چې دعلم لاره ونيوه هغه د جنت لاره ونيوه.  څوک چې دعلم په لټه کې ووت هغه د الله په لار کې ووت . پرښتې د طالب العلم د خوښۍ لپاره خپل وزرونه د هغه تر پښو لاندې غوړوي ، داسمانو او ځمګې مخلوقات د عالم او ښوونکي لپاره دعاګانې کوي آن تر دې  چې د سمندر  په تل کې کبان هم !
څوک چې د اسلام داحياء لپاره علم زده کوي په جنت کې به دده او پيغمرانو تر منځ يواځې يوه درجه توپير وي )
او د رسول الله صلی الله عليه و سلم په خوله د الهي وحې او الهام دغسې نور تعبيرونه چې د انسان په زړه کې د علم په اړه يوه نړۍ انګيزه او ليوالتيا راولاړ وي .
هو! د انګيزې دغسې طوفانونه و چې په اسلامي امت کې يې د امام ابو حنيفه ، امام مالک ، امام شافعي ، امام احمد ، امام بخاري او امام مسلم په څير په سلګونو او زرګونو نوابغ رامنځ ته کړل چې ننني کمپيوټر يې د ذهن او حافظې د ځواک کچه هم نشي لګولي !
بې درېغه ګرانښت او بې کچې خواخوږي
په تعليم او لارښوونه کې دصدق او امانت معياري کچه داده چې ته چاته دومره خوږ شې او دومره پرې ګران شې چې ستا ځور يې ځوروي او ستا کړاو يې کړوي . او له ډيرې مهربانۍ او خواخوږۍ ستا په خير حريص او ستا هرې ګټې ته ليوال وي . او دغه ګرانښت ، خواخوږي ، حرص او ليوالتيا دې سرحد ته ورسيږي چې هغه نږدې وي ستا په خوښۍ او بري پسې خپل ژوند له لاسه ورکړي!
او پيغمبر صلی الله عليه وسلم فعلا د خپلې ښوونې او تعليم په همدغه حدکې و.
فَلَعَلَّكَ بَاخِعٌ نَفْسَكَ عَلَى آثَارِهِمْ إِنْ لَمْ يُؤْمِنُوا بِهَذَا الْحَدِيثِ أَسَفًا     ژباړه :  ته نو دوی پسې له خواشينۍ څخه ځان وژنې چې دوی پدې قران ايمان نه راوړي؟
د رفق اونرمۍ تعليم  او ښو ونه
عادتاً له تعليمي جريان سره يو لړ سختي ، تشدد ، غرور او داسي نور څه مله وي چې ډير ځله زړونه ماتوي او د علم او طا لب  ا لعلمانو  ترمنځ خنډونه او فاصلې جوړوي .
د رسول الله صلی الله عليه و سلم د ښوونې او تعليم عمومي تګلاره په رفق  او نرمۍ ولاړه وه ، تشويق او ترغيب ، يسر او اساني ، تفا ول او هيله مندي د هغه د تعليمي نظام څرګندې  ځانګړتيا وې وې .
آن تر دې چې دغه تګلاره د مسلمانانو د مور عايشې بي بي  تر نيوکې لاندې راغله او رسول الله صلی الله عليه و سلم ترې دموضوع په شرح کولو سره دفاع وکړه :
ياعايشة! ان الله رفيق يحب الرفق، ويعطي علی الرفق مالا يعطي علی العنف و مالايعطي علی ما سواه.
ژباړه : عائشې! الله رفق والا ذات دی ، هغه رفق او نرمي خوښوي ، او په رفق او نرمۍ باندې هغه څه مرتبوي چې نه يۍ په شدت او سختۍ مرتبوي او نه يې په بل څه .
او چې چيرته به يې هم کوم معلم او ښوونکی ليږه نو لومړنۍ توصيه او ټينګار يې ورته همدا و چې :
يسّروا و لا تعسٌر وا  وبشٌروا و لا تنفّروا . اساني کوﺉ سختي مه کوﺉ ، خلکو ته زيری ورکوﺉ او خلک متنفر کوﺉ مه.
هو ! دا و د رسول الله صلی الله عليه و سلم دتعليم او ښو ونې ځانګړتياوې : رفق ، نرمي ، اساني او تشويق… کومې چې اوسني سرزوري خلک يې خپلې انحصارې لاسته راوړنې او ابتکارات ګڼي!

پلرنۍ مهرباني

تعليم او ښوونه ډير ستونزمن او زاره چاودی کار دی ! که ورسره پلرنۍ مينه او محبت ملګرې نشي نو هسې له سره تيرول به وي او بس . انسان کله کله د ډيرو وړو وړو خبرو ښوونې ته تر ډيرو غټو غټو مسئلو  ډيره اړتيا لري . او دا ډيره ګرانه هم وي چې يو شمير وړې وړې خبرې له هر چا څخه زده کړې !
تاته په هيڅ پوهنتون کې هيڅ پروفيسر د ډوډۍ خوړلو ، اوبو څښلو ، اودس ماتولو ، کښيناستلو ، ‌‌پاڅيدلو… آداب نه ښيي ، پداسې حال کې چې ته به ورته له هر څه نه ړومبی او کلکه اړتيا لرې ، خو يو مهربانه پلار چې  د خپل  اولاد هره وړه او غټه اړتيا ورته ارزښناکه وي ، او کور ته د ننوتو آداب ورته په پوهنتون کې د  رياضي او فزيک د فورمولونو له زده کولو  څخه ډير ارزښتناک وي  کله صبر کولی شي چې خپل اولاد له دغو اساسي زده کړو څخه تش لاسی او بې برخې وويني !
نو د پلرنۍ مينې په اساس هغه ته داهر څه په ډير شفقت او پوره مهربانۍ سره ورښيي… او حقيقت دا دی چې لا ډير پلرونه لدې کار څخه عاجز او ناتوانه دي !

خو د الله رسول محمد صلی الله عليه وسلم د يو ډير مهربانه پلار په څير انسانيت ته د اولاد په سترګو کتلي او امت ته يي له هر څه نه مخکې د دوﺉ لومړنۍ اړتياوې : د ډوډۍ خوړلو ، اوبو څښلو ، خبروکولو ،   کښيناستلو ، ‌‌پاڅيدلو، اودس ماتي ، ځان پاکولو… اسانې  او ګټورې لارې چارې ښودلې دي .
عن ابي هريرة رضي الله عنه عن النبي صلی الله عليه و سلم قال : انما انا لکم مثل الوالد  اعلّمکم ، اذا ذهب احد کم الی الخلاء فلا يستقبل القبلة ولا يستدبرها ، ولا يستنج  بيمينه ، و کان يامر بثلاثة احجار و نهی عن الروث و الرِمّة .
ژباړه : ابو هريره رضي الله عنه وايي چې  رسول الله صلی الله عليه و سلم  وفرمايل : زه تاسو ته د پلار په څير يم ، تعليم او ښوونه درته کوم : کله چې بيت الخلاء ته تلئ نو قبلې ته مخامخ هم مه کښينئ او ورته شا هم مه اړوﺉ ، په ښي لاس ځان مه پاکوﺉ ، درې ځلې ځان پاکوﺉ او د ځان په پاکوالي کې له چټلو څيزونو څخه  لکه د څارويو خوشايي او دهډوکو له استعمال نه ډډه وکړﺉ .

د پسرلي د نسيم  په څير جواديت
د تعليم شرايط هم څومره سخت وي او څومره تنګ ، نن سبا خو په کوم پوهنتون کې د داخليدو شرايط وسنجوﺉ چې څومره ډير او څومره سخت دي !
مخکنې اسناد ، ځانګړي وخت ، مشخص عمر، ټاکلي فيسونه ، او بلا نور شيان …
څومره خلک دي چې د اسنادو نه  لرلو له کبله د خپل زړه علوم  نشي تعقيبولي ، د چا د فيس او لګښت وس نشته ، څوک هغه وخت ته څان نشي برابرولې چې د تعليم لپاره ټاکل شوي دي او…
خو د  رسول الله صلی الله عليه و سلم تعليم او ښوونه لدې ټولو جنجالونو څخه پاکه صفا وه . هغه د خپل تعليم لپاره هيڅ ډول شرايط نه و ايښي ! هغه نه له چا مال غوښته او نه له چا نه فيس ، بلکې تعليم او ښوونه خو د هغه الهي رسالت و.
الله پاك فرمايي:
يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ وَإِنْ لَمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ وَاللَّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ
ژباړه : اي پيغمبره! تا ته دې چې د رب له لوري څه نازل سوي هغه خلکو ته ورسوه ، او که دا کار دې ونکړ نو د خپل رب پيغام دې ندی رسولی . ته ډاډه اوسه الله پاک به دې له خلکو څخه ژغوري ، الله پاک کافر قوم ته لارښوونه نکوي .
همدارنګه  رسول الله صلی الله عليه و سلم  فرمايي : (…وانما بعثت معلماً).
ژباړه : زه خو ليږل سوی يم ښوونکی !
د هغه ستره او يواځنۍ هيله همدا وه چې دغه الهي ښوونه په څه ډول خلکو ته ورسوي ، نو ځکه خو هغه په خپل تعليم او ښوونه کې د پسرلي له ښکلي نسيم څخه نرم ، خوږ او عام و. تاسو به د پسرلي د نسيم وږمې ليدلې وي چې له څومره سخا او جواديت سره الوزي ، او په غرو رغو ، دښتو ، ميرو او کاڼو او بوټو باندې خپله مهرباني او لطافت خوروي . د رسول الله صلی الله عليه و سلم د تعليم او ښوونې  وږمې له دغه نسيم څخه څو ځله زياتې خوږې ، مهربانه او خورې وې .

عن ابن عباس (رض) قال: کان رسول الله صلی الله عليه و سلم  اجود الناس بالخير و کان اجود مايکون في رمضان کان جبريل يلقاه کل ليلة في رمضان يعرض عليه النبي  صلی الله عليه و سلم القرآن فاذا لقيه جبريل کان اجود بالخير من الريح المرسلة .
ژباړه : رسول الله صلی الله عليه و سلم تر ټولو زيات جواد، سخي او خير غوښتونکی و ، دهغه مبارک دغه خوی به د روژې په مياشت کې لا زيات سو ، ځکه د روژې هره شپه به جبريل عليه السلام  راته او رسول الله به ورته قرآن کريم اوراوه ، نوچې  رسول الله صلی الله عليه و سلم  به له جبريل سره مخامخ کيده نو بيابه په  خير او علم رسولو کې تر آزاد نسيمه هم زيات جواد و!

 

استاذ محمدمزمل اسلامی

د کندهار د پوهنتون استاذ

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب