د رسول اللهﷺ اخرى وصيت
رسول اللهﷺ ته چې په اخري وخت کې کوم شى زيات خطري معلوميده هغه دا ؤ چې چيرې په مسلمانانو کې د جاهليت د زمانې قوميت او عصبيت راپيدا نه شي او د هغى له امله د ملت او د امت قصر وران نه شي . له همدې امله نبىﷺ بيا بيا فرمايل:
( عَنْ جَرِيرٍ:أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ لَهُ فِي حَجَّةِ الْوَدَاعِ اسْتَنْصِتْ النَّاسَ فَقَالَ:لَا تَرْجِعُوا بَعْدِي كُفَّارًا يَضْرِبُ بَعْضُكُمْ رِقَابَ بَعْضٍ)
داسى نه شي چې زما څخه وروسته بېرته د کفر په لور وګرځئ او يودبل څټونه ووهئ .
د خپل ژوند په اخري حج حجة الوداع کې يې ټول بشريت ته په عرفات کې خطبه ورکړه او ويې فرمايل:
((واورئ چې د جاهليت ټول کارونه او امور زما ددې پښو او قدمونو لاندې شول.عربي په عجمي او عجمي په عربي هيڅ بهتري او غوره والى نه لري، تاسې ټول د ادمعلیه السلام اولاد ياست او ادم علیه السلام له خاورې څخه پيدا شويدى .مسلمان د مسلمان ورور دى او ټول مسلمانان سره وروڼه دي ، دجاهليت ټولې دعوې باطلې دي، د نن څخه ستاسې وينه، ستاسې مالونه او ستاسې ابرو او عزت يو په بل باندي داسې حرام دى لکه چې نن د حج ورځ، همدا مياشت او دا د مکې د ښار بې احترامي پر تاسې حرامه ده ))
او بيا منى ته ولاړ. لدې څخه يې زيات په تاکيد سره داخبره تکرار کړه او دايې هم وفرمايل:
(( ګورى زما څخه وروسته د ګمراهۍ خواته مه اوړى چې يودبل څټونه، غاړې او ګردنونه ووهئ . نږدې ده چې د خپل رب سره به مخامخ شئ هلته به ستاسې څخه ستاسې د عملونو په هکله پوښتنه کيږي، واورئ که تور حبشي په تاسې امير مقرر شي او هغه تاسې د کتاب الله سره سم چلوي نو د هغه خبره اورئ او اطاعت يې کوئ .
دا ارشاد يې وفرمايه او پوښتنه يې وکړه چې آيا ما د اللهﷻ پيغام تاسې ته ورساوه؟ ټولو خلکو وويل:چې هو يارسول الله! او بيايې وفرمايل: اى اللهﷻ ته ګواه شه. او خلکو ته يې وويل چې حاضر خلک دي دا خبرې غائبو خلکو ته ورسوي))
د حج څخه راستون شو، د احد د شهداؤ خواته و لاړ، هلته يې مسلمانانو ته خطاب وکړ ويې فرمايل(( ماته دا ويره نشته چې تاسې به زما څخه وروسته شرک وکړئ، زه ددې څخه ويريږم چې تاسې به په دنيا کې اخته شئ او په خپلو منځونو کې به جګړې کوئ که داسې وکړئ نو هلاک به شئ لکه چې پخواني امتونه هلاک شوي ؤ))
د اسلام لپاره ستر خطر
د کومې فتنې د را ښکاره کيدلو ويره چې له سيدالکونينﷺ سره وه هغه په حقيقت کې داسې ثابته شوه لکه چې رسول اللهﷺ فرمايلى ؤ. د لومړۍ پيړۍ څخه تر نن پورى چې څومره تباهۍ په اسلام او مسلمانانو نازل شوې دي د همدې له کبله شوي دي.
د رسول اللهﷺ له وفات نه وروسته چې څو کلونه تير شول بيا د هاشمي اقتدارپه خلاف د اموي عصبيت فتنه راپورته شوه او دغه فتنې د اسلام سياسي نظام د تل لپاره خراب اوګډ وډکړ او بيا د عربي، عجمي،او ترکي عصبيت په شکل کې را ښکاره شو او د اسلام سياسي وحدت يې ختم کړ، بيا په مختلفو ملکونو کې چې د مسلمانانو حکومتونه واکمن ؤ د هغو په خرابولو کې د ټولو څخه زيات د همدې فتنې (نشنليزم) لاس ؤ.
په دې نږدې وخت کې د مسلمانانو دوه لوى سلطنتونه چې د هندوستان او ترکيي سلطنتونه وه دغه دواړه همدغې فتنې تباه کړل، په هندوستان کې د مغلو او د هندوستانيو ترمنځ اختلاف د مغوليانو سلطنت ختم کړ. او په ترکيه کې د عربو او ترکانو ترمنځ دفرنګيانو په اشارو سره قومي اختلاف پيدا شو چې ددغه اختلاف له امله لوى حکومت له منځه ولاړ.
د اسلام تاريخ چې څومره وګورئ هر چيرې چى قوي حکومت تاسې ته ښکاره شي په هغې کې به پرته له توپيره تاسې ته دمختلفونسلونو،جنسونواو وينې اړيکې څرګندې شي. تاسې ته به داسې حکومت اونطام ترسترګو نشي چې د هغه بنياداو بنسټ د مختلفو نژادونواو مختلفو قومونو څخه جوړ شوى نوي .
د هغه چارواکي،قوماندانان، ليکوالان، او د تورې خاوندان به ټول د مختلفو قومونو، مختلفو نژادونو اومختلفو رنګو سره تړاؤ لري، عراقي په افريقا کې، شامي په ايران کې او افغاني به په هندوستان کې خدمت او کارکولو.
هريوبه داسې په اخلاص،امانت دارۍ اوصداقت سره خدمت کولولکه چې دخپل پلرني وطن خدمت کوي،هېڅ مسلمان حکومت دخپلوچارواکواوکارکوونکودپيداکولولپاره کوم ځانګړي نسل اونژادته اړشوى نه دى بلکې دکاروړ او اهل خلک هغوى ته له هره ځاى راتلل اوداسې کار او خدمت به يې کولو لکه څرنګه چې دخپل وطن کوي. ټولو دارالا سلا م خپل وطن او ټاټوبې بللو.خوکله چې دځان غوښتنې،نفسانيت اوعصبيت فتنه اوفساد راپيداشو اوپه مسلمانانوکې دوطن،رنګ اونسل توپير ځاى ونيوه نو ديو بل سره يې دښمني،ضد،کينه اوحسدپيداکړ. ډلو جوړولو او دسيسو رواج پيدا کړ،هغه ځواکونه چې ددښمن په خلا ف پکار وړل کيدل هغه په خپلو کې سره مصرفيدل،په مسلمانانوکې خپل منځې جګړې پيل شوې چې بلا خره لوى لوى ځواکونه او نظامونه له منځه ولا ړل.
د لويديځ ړوند تقليد
نن مسلمانان په هر ځاى کې دلويديځ قومونودنسليت او قوميت سبق زده کوي . عرب په عربيت باندې فخر کوي، مصريانو ته د خپل فرعون، فرعونيت راياديږي. په ترکيه کې ترکان د چنګيزخان اوهلا کوخان سره دوينې اړيکې پيداکوي . ايرانيان په خپل ايراني جوش سره وايې چې دا يواځې د عربو د امپرياليزم زور ؤ چې على رضی الله عنه او حسين رضی الله عنه زمونږ اتلان شول .
حال داچې زمونږ د قوم اتلان رستم او اسفنديار دي. په هندوستان کې ډير خلک پيداکيږي چې خپل ځان هندوستاني قوميت ته منسوبوي او داسې خلک هم شته چې د زم زم داوبوسره خپل اړيکې شلوي اود ګنګا د اوبو سره خپل اړيکې ثواب ګڼي،اوداسې خلک هم شته چې بيم او ارجن خپل اتلا ن ګرځوي، دا ټول ددې لپاره چې دې بيچاره ګانو نه خپل کلتور پيژندلې او نه يې لويديځوال کلتور.
ډير حقيقتونه ددوی له سترګو پټ دي، دوى په دې نه پوهيږي چې کوم شی د لويديځ قوميت لپاره دآب حيات حثيت لري هغه د اسلامي قوميت لپاره د زهرو څخه هم بدتر دی .
د لويديځ قوميت بنياد په رنګ، نژاداو وطن باندى ولاړدی، له همدى امله هر قوم مجبور دی چې د هر هغه چا څخه ځان وساتي چې د دوى سره يو قوم، يو نژاد، او په يوه ژبه خبرې نه کوي سره له دې که هغه د دوى سره په يوميل فاصله کې اوسيږي .
هلته د يو قوم سړى د بل قوم رښتينى وفادار نه وي، د يوه ملک اوسيدونکى د بل ملک لپاره مخلص کارکونکى نه شى ثابتيداى ،د يو قوم سړى د بل قوم په سړي اعتماد نه شي کولاى چې هغه به د هغه دقوم په ګټو د خپل قوم ګټو ته لومړيتوب ورکوي .
مگردلته دقوميت بنياددنسل اووطن په ځاى په عقيده اوعمل باندى ايښودل شويدى.دټولې دنيامسلمانان دنسلي اوجنسي امتيازاتوڅخه پرته يودبل سره کومکيان اومددگاردي.يوهندي مسلمان دمصرښه وفاداراوسيدونکی ګرځيدلى شي په داسى حال کى چى هغه دهندوستان اوسيدونکى دی.
يوافغاني مسلمان دشام دساتنې لپاره داسې جنگيږي لکه دافغانستان لپاره چې جنگيږي ځکه چى ديوهيوادمسلمان دبل هيواددمسلمان لپاره جغرافيايي يانسلي هيڅ امتيازنه مني.په دې عقيده کى داسلام او لويديځې اصولوسره ډيرستر ټکردى اويودبل سره مخالف دي،چى په يوځاى کى کوم شى دقوت سبب وي همغه شى په بل ځاى کى دکمزورۍ سبب کيږي.کوم شى چى چيرې دژوندسبب دى هغه په بل ځاى کې مرگوني زهرگرزي.علامه اقبال لاهوري وايي.
د خپل ملت قياس په لويديځ قوم باندې مه کوه د رسول هاشمي قوم جدا ترکيب لري د هغوى ټولنه د ملک، او نسب په بنياد ولاړه ده ددين قوت ډير ځواکمن دى د هغوى له ټولنې څخه.
ځينې خلک دا خام خيال کوي چې د وطن، نسل او نژاد د احساساتوله پيداکيدلو نه وروسته هم د مسلمانانو ترمنځ د اسلامي قوميت اړيکې باقې پاتې کيږي، ددې لپاره هغوى خپل ځان ته دوکه ورکوي چې دا دواړه قوميتونه يوله بل سره نږدى چليدلا ى شي . دا ممکن نه ده، لکه څرنګه چې په يوه سينه کې الله تعالى دوه زړونه نه دى پيداکړي همدارنګه په يوه زړه کې د دوه قوميتونو متضاد جذبات نه شي جمع کيدلا ى. د قوميت د احساس لازمي نتيجه داده چې خپل ځان په بل باندې غوره ګڼي.
د اسلامي قوميت د احساس فطري نتيجه داده چې هر مسلمان به خپل ګڼي او غير مسلمان به پردی ګڼي.
او د وطني يا نژادي قوميت د احساس غوښتنه داده چې هر هغه سړى به خپل ګڼي چې څوک هموطن يا همنژاده وي او ددې څخه برسيره نور خلک به پردي ګڼي کوم چې د بل ملک او نژاد سره تړاو لري.
يو عقلمند سړى دى ماته ووائي چې دا دواړه احساسه په يوه زړه کې څنګه جمع کيږي؟ څنګه کيدلاى شي چې تاسې غير مسلمان هموطنه خپل وګڼئ او پردی يې هم، اود غير وطن مسلمان څخه جدا هم شئ او نږدي هم.
هل يجتمعون معاً؟ اليسى منکم رجل رشيد.
نو په دې ښه پوهه شئ چې په مسلمانانو کې د هندوئت، ترکيت، افغانيت، عربيت او ايرانيت د احساساتو پيداکيدل د اسلامي قوميت د احساس او جذباتو ختمول او د اسلامي وحدت ټوټه ټوټه کيدل دي.
او داکومه عقلي نتيجه نه ده بلکه دا عملاً مشاهده شوې خبره ده. کله چې په مسلمانانو کې د وطن يا نژاد تعصب راپيداشوی نو مسلمان د مسلمان مرۍ پرې کړيده.
لَا تَرْجِعُوا بَعْدِي كُفَّارًا يَضْرِبُ بَعْضُكُمْ رِقَابَ بَعْضٍ)
د نبيﷺ ددغه ارشاد تصديق کيږي.
که وطن پالوونکي دا کار کوي نو ښه داده چې ځان او دنيا ته دوکه ورنه کړي بلکه چې څه کوي په پوهه سره يې وکړي .
دوطنى قوميت دعوت د رسول اللهﷺ د دعوپ په ضد دي.
منبع: اسلام او نشنلزم کتاب