مساوات (د ښځې او سړي برابروالی) د لوېديځ په تله کې !

مساوات عربي كلمه ده، مانا يې برابروالی يا يو څېر کېدل دي، دغه اصطلاح په ظاهره کې ډېره ښه معنی لري، لويديځ هم له داسې نرمو او خوږو اصطلاحاتو بې کچې ګټه پورته کوي، خو د دې تر شا ډېرې ناوړې موخې او هدفونه لري تر څو مسلمان له خپلې نېغی او سمې لارې واړوي، دې ته ورته اصطلاح ګانې هم شته چې دوی يې د مسلمان په بې لارې کولو کې کاروي، د مثال په توګه: اصلاح، سوله، روښان فکر، آزادي، او دې ته ورته اصطلاح ګانې.

که څه هم مساوات په ظاهره کې ډېره ښه اصطلاح ده، خو لويديځ دې اصطلاح ته بل رنګ ورکړی، او تر شا يې نور مختلف پليت او وحشي پلانونه او موخې لري چې ځينې يې په لاندې توګه بيانوو:

۱- په ټولو ټولنيزو، تعلیمي، طبي، اداري او نورو مختلفو ميدانونو کې د ښځينه وو او نارينه وو يو ځای کېدل ، تر څو ټولو ته برابر حقوق ورکړل شي، ټول په يوه ځاې خپلې دندې سرته ورسوي، چې دا ټول د اسلامي شريعت سره په ټکر کې دي، په لومړي ګام کې اسلام د نامحرمو نارينه وو او ښځينه وو يو ځای کېدل حراموي، ځکه اسلام د ټولنې ساتنې خيال ساتي، تر څو په راتلونکي کې اسلامي ټولنه له فتنو، فحاشۍ او بد اخلاقۍ خوندي پاتې شي. اسلام هر چا ته د هغه د استعداد انډول مسؤوليت سپارلی، هغه کارونه چې نارينه يې کوي ښځينه يې سر ته نشي رسولای، او هغه کارونه چې ښځينه يې سر ته رسوي نارينه يې نشي کولای، خو لويديځ غواړي مسلمانان د مساواتو په نوم باندې دوکه کړي، غواړي چې په مسلمانانو کې فحاشي، بد اخلاقي او فتنې په رسمي توګه خپرې شي.

۲- همدارنګه بل هدف يې په اسلامي خاورو کې په یوه وخت دوه ډوله قوانین (دیموکراسي کفري قانون او اسلامي قانون) په یو ځای پلي شي ، مانا دا چې په یوه وخت کې دوه قانونونه وړاندې لاړ شي، دا هم د اسلامي اصولو سره په ټکر کې دي، ځکه اسلام د الله تعالی د قانون څخه بل قانون د منلو وړ نه ګڼي؛ ځکه اسلامي قانون الهي قانون دی، او دا نور قانونونه کفري دي، پاتې شول پخواني اسماني قانونونه چې هغه ټول د رسول الله –صلی الله علیه وسلم- په راتګ منسوخ شوي دي، اسلام له قرآني قانون څخه بل قانون ته ضرورت نلري، اسلامي قانون پوره، په هر وخت او هر ځاې کې د تطبیق وړ دی، او پاتې ټول قانونونه بشري او نيمګړي دي.

۳- له مساواتو (برابروالي) څخه يې هدف د کافر او مسلمان یو شانته کول دي، ټول د قانون مخې ته يو رنګه دي، دواړه يو شانته عزت لري، دواړه یو څېر حقوق لري. خو اسلام له دې سره هم په ټکر کې دی، ځکه اسلام مسلمانانو ته عزت ورکړی، کافر يې ذليل کړي، مسلمان يې په کافر اوچت کړی.

your ads

له پورته نقطو معلومېږي چې لويديځ د مساوات د اصطلاح سره ظلم کوي، او په هغه باندې يې ډېر تجاوز کړی، خو اسلام مساوات او برابر والی خلکو ته داسې نه پېژني، اسلام خلکو ته مساوات د انصاف په تله کې تلي، هغه ته خپل حق ورکوي، چې بيا –انشاء الله- بله لیکنه کې (مساوات د اسلام له اړخه ) مطالعه کوو.

لېکوال: احمد سعید

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب