د درود شریف فضایل

درود ویونکی د الله پاک د غوسې نه په امان کېږي.

درود ویونکی د قیامت په ورځ د عرش الهي د سیوري لاندې وي.

درود ویونکی د دوزخ نه په امان کې وي او د نېکیو پله به یې د قیامت په ورځ ډېره درنه وې.

درود ویونکی به د محشر په میدان کې نه تږی کېږي.

درود ویونکی به د دوزخ په پل ثابت قدم وي او د صراط په پل باندې به د ده پښې نه ښویېږي.

زر ځلی ۱۰۰۰ درود ویونکی له مرګ نه مخکې خپل ځای اومقام په جنت کې ویني.

درود ویونکي ته په جنت کې ډیرې ښځې بیبیانې ورکول کېږي.

درود ویونکي ته دومره ثواب ورکول کېږي لکه چا چی شل ۲۰ ځلې جهاد کړی وي.

درود ویونکي ته د صدقې اجر ورکول کېږی.

سل ځلې ۱۰۰ درود ویونکی ته یولک نیکي ورکول کېږي اویو لک ګناه ورته بخښل اومعاف کیږي.

څوک چی هره ورځ سل ځلی ۱۰۰ درود وایی د هغه سل ۱۰۰ حاجتونه پوره کېږی چی دېرش ۳۰ په دنیا کې او اویا۷۰ په اخرت کې وي.

مسئله:

د درود شریف لپاره اودس یاغسل شرط نه دی. نو له اودس اوغسل پرته هم درود شریف ویلی شو‎.

سرچينه:

د شیخ الحدیث مولانا محمد زکریا رحمه الله کتاب

د درود او سلام ښکلې وظیفه
محمد يوسف متوکل

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع ویب