قران کریم اطمینان او خشوع ده

عَنْ عَبْدِاللَّهِ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ” اقْرَأْ عَلَيَّ ،قَالَ : قُلْتُ : أَقْرَأُ عَلَيْكَ وَعَلَيْكَ أُنْزِلَ ؟،قَالَ : إِنِّي أَشْتَهِي أَنْ أَسْمَعَهُ مِنْ غَيْرِي ،قَالَ : فَقَرَأْتُ النِّسَاءَ حَتَّى إِذَا بَلَغْتُ :(فَكَيْفَ إِذَا جِئْنَا مِنْكُلِّ أُمَّةٍ بِشَهِيدٍ وَجِئْنَا بِكَ عَلَى هَؤُلاءِ شَهِيدًا ) ،(سورة النساء ۴۱آيت) ،قَالَ لِي : كُفَّ أَوْ أَمْسِكْ ،فَرَأَيْتُ عَيْنَيْهِ تَذْرِفَانِ ” .

د عبدالله بن مسعود رضى الله عنه نه روایت دی چې وايي: رسول الله علیه الصلاة والسلام راته وفرمایل: ماته قرآن کریم واوروه (د قرآن کریم تلاوت وکړه)، عبد الله بن مسعود رضى الله عنه وايي، ما رسول الله علیه الصلام والسلام ته عرض وکړ چې: یا رسول الله علیه افضل الصلاة والسلام تاسو ته تلاوت وکړم حال دا چی په تاسو نازل شوی دی ؟! ، رسول الله علیه افضل الصلاة والسلام راته وفرمایل: زه دا خوښوم چې د بل نه قرآن کریم واورم، عبد الله بن مسعود وايي:

ما د سورة النساء تلاوت شروع کړ کله چې دې آیت (فَكَيْفَ إِذَا جِئْنَا مِنْ كُلِّ أُمَّةٍ بِشَهِيدٍ وَجِئْنَا بِكَ عَلَى هَؤُلاءِ شَهِيدًا) ته ورسېدم، رسول الله علیه الصلاة والسلام راته وفرمایل: بس کړه د روای شک دی چی یا یې وفرمایل: نور مه وایه. عبد الله بن مسعود رضی الله عنه وايې: ما رسول الله علیه الصلاة والسلام وليده، چې د د مبارکو سترګو نه يې اوښكې روانې وې.

دحدیث تخریج:
بخاري واللفظ له : کتاب فضائل القرآن ،باب : البکاء عند قراءة القرآن ،حدیث : ( ۵۰۵۵) او ( ۵۰۵۶). او همداسی بخاري په کتاب التفسیر ،باب : فكېف اذا جئنا من کل أمة بشهید وجئنا بک علی هؤلآء شهیدا (۴۵۸۲).

مسلم : کتاب فضائل القرآن ومایتعلق بها،باب : فضل استماع القرآن وطلب القراءة،حدیث : ( ۸۰۰)

ابوداود : أول کتاب العلم،باب : فی القصص،حدیث : ( ۳۶۶۸).

ترمذی :أبواب تفسیر القرآن عن رسول الله صلی الله علیه وسلم،باب : ومن سورة النساء،حدیث : ( ۳۰۲۵)

د حدیث فائدې:
۱: قرآن عظیم ډېر لوی تأثیر لري انسان د قرآن له تلاوت نه ډېر متاثره كېږي.

۲: د انسان نفس تغيير ته ضرورت لري، ځکه خو رسول الله علیه الصلاة والسلام قرآن کریم لوسته او اوریده.

۳: تر ټولو نه ښه کار دا دی، چې انسان د قرآن کریم تلاوت په ډېره چوپتیا او فکر سره وکړي.

۴: قرآن کریم د زړه په مینه لوستل د انسان زړه مطمئن او روح خوشحالوي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب