درود شريف فضلیت

د درود فضیلت :

الله جل جلا له  فرمايي :
قُلْ إِن كُنتُمْ تُحِبُّونَ اللهَ فاَتَّبِعُونِي يُحبِبكُمُ اللهُ وَيَغْفِر لَكُم ذُنُوبَكُم وَاللهُ غَفَورٌ رَّحِيمٌ [آل عمران:31] ووايه (ای محمده !) . که چيرې تاسې له الله سره محبت لرئ نو زما پيروي وکړئ چې الله له تاسې سره محبت وکړئ او ستاسې ګناهونه وبخښي او الله بخښونکی او لوروونکی دی .
إِنَّ اللَّهَ وَمَلاَئِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا (الاحزاب 56 )
يقيناً چې الله او د هغه پرښتې پر رسول الله صلی الله عليه وسلم  درود وايي . ای مؤمنانو ! تاسې هم پر ده درود وواياست او په پوره خلوص ور ته سلام وکړئ .

نبوي صلی الله عليه وسلم ارشادات :

من صلی عَلَی صلاة صلی الله عليه بها عشراً (مسلم 1/288 ) .
چا چې پر ما باندې يو درود واستولو الله جل جلا له  هغه ته لس درود واستوي .
و صلوا عَلَی ، فان صلاتکم تبلغني حيث کنتم ( ابوداود 2/383- احمد 2/ 367 ) .
ما ته درود واستوئ ځکه ستاسې درود هر چيرې چې وي ما ته رسيږي .
البخيل من ذُکِرت عنده فلم يصل عَلَی ( الترمذي 5 / 551 ) .
بخيل هغه څوک دی چې (زما نوم د ده په حضور کي ) واخیستل شي او هغه په باندې درود (صلی الله عليه وسلم ) و نه وايي .
ان لله ملائکة سياحين فی الارض يبلغوني من امتي السلام ( نسايي ، حاکم 2/421 ) .
الله جل جلا له  داسې ملائکې لري چې همیشه په ځمکه ګرځي او زما د امت سلام را رسوي .
ما من احد يسلم عَلَی الا رد الله عَلَی روحي حتی ارد عليه السلام ( ابوداود 2041 ) .
هر څوک چې ما ته سلام وړاندې کړي ، الله جل جلا له  ما ته خپل روح را ګرځوي تر څو د هغه سلام ځواب ورکړم .
انَّ مِن أفضَلِ أيَّامِكُم الجُمُعَة، فَأكثِرُوا عَلَيَّ مِنَ الصَّلاة فيه، فَإنَّ صَلاَتَكُم مَعرُوضَةٌ عَلَي ( رواه ابوداود باسناد صحيح )
يقيناً د ورځو غوره ورځ جمعه ده ، په دغه ورځ پر ما باندې زيات درود وایی ، ځکه ستاسې درودونه ما ته وړاندې کيږي .
په ټولو کې غوره درود ابراهيمي درود دی کوم چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  خوښ کړی دی هغه هم په لمانځه لوستلی دی او مونږ يي هم په لمانځه وايو .

چې په بخاري شريف داسې بيان شوی دی : عن أَبي محمدٍ كعبِ بن عُجْرَة رضی الله عنه  ، قَالَ: خَرَجَ عَلَيْنَا النبيُّ صلی الله عليه وسلم ، فَقُلْنَا: يَا رَسُولَ اللهِ قَدْ عَلِمْنَا كَيْفَ نُسَلِّمُ عَلَيْكَ ، فَكَيْفَ نُصَلِّي عَلَيْكَ ؟ «قَالَ: قُولُوا: اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ، وعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى آلِ إبْرَاهِيمَ، إنَّكَ حَمِيدٌ مَجيدٌ. اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ، وعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى آلِ إبْرَاهِيمَ، إنَّكَ حَمِيدٌ مَجْيدٌ»(البخاري  .
ژباړه : د ابو محمد کعب بن عجره نه روايت دی چې وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم  مونږ ته راغی ومي ويل : ای رسول الله صلی الله عليه وسلم  ! پر تا څرتګه سلام ووايم او څرنګه پر تا درود واستوو ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم  و فرمايل : اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ، وعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى آلِ إبْرَاهِيمَ، إنَّكَ حَمِيدٌ مَجيدٌ. اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ، وعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى آلِ إبْرَاهِيمَ، إنَّكَ حَمِيدٌ مَجْيدٌ (البخاري )

ننګيالی هاشمي

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب