کامیابي څه ده؟!

کامیابي څه ته وایي؟! ولې ځینې کسان په خپل ژوند کې کامیاب ګڼل کیږي او ځینې نور بیا ناکام ګڼل کیږي پداسې حال کې چې دواړه په یوه ټولنه کې اوسیږي او د ژوند یو شان سهولیات ورته میسر وي.
که څه هم ځینې خلک پدې اند دي چې کامیابي ډیره آسانه ده هیڅ ډول ستونزې پکې نه لیدل کیږي، مګر ځینې نور بیا کامیابي ډیره ستونزمنه ګڼي ځکه خو هر وخت خپل هدف ورنه پاتې وي او کومې ستونزې سره چې لاس او ګریوان شي نو بیا لاس تر زنې ورته ناست وي هیڅکله د خپل هدف تر لاسه کولو لپاره هڅه نه کوي.
نه، هیڅکله داسې نده، کامیابي نه دومره آسانه ده چې مونږ خپل هدف ته پرته له کومې ستونزې او مقاومت ورسیږو او نه دومره مشکله ده چې زمونږ د پرمختګ مخنیوئ وکړي، هر انسان باید خپل ژوند کې معتدل وي نه ډیر افراط وکړي او نه ډیر تفریط وکړي ترڅو چې خپل هدف ترلاسه کړي او هوسا ژوند وکړي.
کامیابي د هر چا په نظر بیل تعریف لري هر څوک ځانګړی اهداف لري کله چې هغه ترلاسه کړي نو بیا د کامیابۍ دعوه کوي، چې د بیلګې په توګه به یی ځینې تعریفونه ذکر کړو:
• کامیاب هغه څوک دی چې ښه ډیره شتمني ولري او خپلې مزې او چړچې ورباندې وکړي.
• کامیاب هغه څوک دی چې په ټولنه کې ښه شهرت ولري او ټول خلک یی احترام وکړي.
• کامیاب هغه څوک دی چې ښه علم حاصل کړي او بیا د علم په واسطه ښې پیسې ترلاسه کړي.
په روزمره ژوند کې هر څوک د ځان لپاره ټاکلی اهداف لري ځینې یی په ډیره آسانۍ سره خپل هدف ته رسیږي او ځینې نور بیا خپل هدف نشی ترلاسه کولئ، یوازینۍ وجه یی دا ده چې ناکام شخص هیڅکله د سختۍ په وړاندې مقاومت نه کوي کله چې هم له معمولي خنډ سره مخ شي نو بیا خپل اهداف بدل کړي بالآخره په نویو اهدافو کې هم پاتې راشي او ټول زندګي یې بیهوده تیره شي، او کامیاب شخص ځکه خپل هدف ته رسیږي چې هر وخت د سختۍ په مقابل کې د غر په شان ولاړ وي، کله چې خپل اهداف وټاکي نو دا یې منلې وي چې د خپلو اهدافو ترلاسه کولو په لار کې په ډیرې ستونزې راځي او دا ټولې به طۍ کوم او وروسته به خپل هدف ته رسیږم.
نو هیڅکله باید خپل هدف بدل نه کړو، که چیرې هدف ته د رسیدو لار کې له کوم خنډ سره مخ شو نو باید چې د هدف ته د رسیدو لپاره لار بدله کړو، لکه څنګه چې د یوې ونې جرړې په ځمکه کې له تیږې سره مخ شي نو هیڅکله مقاومت له لاسه نه ورکوي بلکې لار بدلوي او په بل ځای کې ننوزي.
لنډه دا چې هر څوک چې د یو کار په اړه څنګه فکر کوي هغسې ورسره کیږي، کامیاب شخص هیڅکله سلبی (منفی) خبره نه کوي د هر کار لپاره چې اراده وکړي تر آخره پورې مقاومت ورسره کوي بالآخره خپل هدف ته رسیږي، او ناکام شخص بیا همیشه سلبی خبره کوي د هر کار په ترسره کولو کې زړه نا زړه وي په خپل ځان باندې اعتبار نه لري چې د کامیابۍ اساسی عنصر بلل کیږي، هر کله چې یو انسان په خپل ځان باور ولري نو همیشه به کامیاب وي او خپل اهداف به یی ترلاسه کړي وي.
نو بناء ویلای شو چې کامیابی یوازې تر اکاډیمک او مالی ډګر پورې منحصره نده بلکې کامیابي هغه ده چې یو انسان په خپل ژوند کې له هر قسم چلینجونو سره مقاومت وکړي او په ټولنه کې د هر وګړي سره ښه روابط ولري او تر ټولو مهه یی دا ده چې خپل ژوند د قرآن او سنتو په رڼا کې تیر کړي.

جاوید فدائي

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب