د حیض په حالت کې مسجد ته د تللو شرعي حکم

یو لړ خوېندې د قرآن کریم او نورو شرعي علومو د زده کړې لپاره د خپلو سیمې نژدې مسجدونو ته ځي او بیا هلته ددوي لپاره یو لړ ځانګړي ځایونه په پام کې نیول شوي وي. اوس پوښتنه داده چې:

که چېری د دې مېرمنو د درس او تعلیم لپاره له دې مسجدونو څخه پرته نور داسې ډاډمن ځایونه موجود نه وي، څو په پوره اطمئنان او دیانت سره هلته شرعي علوم زده کړي؛ نو پداسې حالاتو کې ډېر ځل له خوېندو سره دا پوښتنه را پیدا کیږي چې: آیا د حیض په حالت کې دوي کولی شي چې ځینو مقدسو ځایونو (؛لکه مسجد) ته ولاړه شي او هلته درس او شرعي علم زده کړي؟

غواړو په دې څو کرښو کې د پورتنۍ پوښتنې ځواب له خپلو ګرانو لوستونکو سره شریک کړو:
پدې اړه فقهاء کرام پدې نظر دي چې: کله چې یوه مېرمن د حیض په حالت کې وي، هیڅکله هم نشي کولی د مسجد په څېر یو مقدس ځای ته(د شرعي علم د زده کړې او یا هم د لمانځه لپاره) ولاړه شي او یا هلته د یو څه وخت لپاره پاتې شي، ددې خبری د د لیل لپاره فقهاء کرام د امام بخاري او امام مُسلم څخه (د متفقٌ علیه) حدیث یادونه کوي کوم چې له حضرت أم عطیّه (رضي الله عنها) څخه روایت شوی دی او(حضرت أم عطیه (رضي الله عنها) ) داسې وايي چې: ((أُمِرنا أن نُخرج العواتِق وذواتُ الخُدور في العيدِ يَشهدْنَ الخير ودعوة المسلمين وتعتزل الحيض المصلى) (متفق عليه).

ترجمه: مونږ ته داسې امر شویدی( البته د رسولُ الله (صلی الله علیه وسلم) له لوري) چې مېرمنې او پیغلې (باحجابه او ستر لرونکې) انجونې د اختر د لمانځه لپاره له ( کوره ووځي) …. خو حیض لرونکې مېرمنې دې لمونځخونې ته نه ځي.

نو په پای کې ویلی شو چې: که چېری د علم زده کړه د مسجد(په داخل کې او یا هم ) د دیوالونو په داخل کې وي؛ نو پدې صورت کې یوه حائضه مېرمن نشي کولی دغسې مقدسو ځایونو ته ولاړه شي او یا هم د یو څه وخت لپاره هلته پاتې شي، نه هم پخپله او نه هم نورو ته کولی شي چې د میاشتینۍ بیمارۍ په حالت کې د علم زده کړه یا ښودنه وکړي ــ البته که چیری ددې ډول مېرمنو لپاره د مسجد د دیوالونو څخه بهر کوم بل مناسب او خاص ځای په پام کې ونیول شي؛ نو بیا دوي کولی شي چې بیا هلته خپله زده کړه یا نورو ته د تدریس دنده پر مخ یوسي. ــ

لیکنه: فضل الله ممتاز

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب