حضرت عيسی عليه السلام چاته راغلی وو؟

حضرت عيسی عليه السلام چاته راغلی وو؟
د حضرت عيسی عليه السلام په هکله صحيح خبره داده چي هغه دټولي نړۍ لپار نه بلکي  يوازي دبني اسرائيلولپاره رالېږل شوی وو.
په خپله حضرت عيسی عليه السلام په وارو واروويلي دي چي هغه بني اسرائيلوته راغلی دی.
الله پاک دده په هکله فرمايي: ( وَإِذْ قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ يَا بَنِي إِسْرائيلَ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُمْ(الصف ۶){اويادکړه دمريم دزوی عيسی(عليه السلام) هغه خبره چي  هغه ويلي ووچې اې بني اسرائيلو:زه تاسوته دالله لېږل شوی استازی يم)
په بل ځای کي الله پاک دده په هکله فرمايي:وَرَسُولًًااِلی بَنِي اِسرَائِيلَ(سورة آل عمران آيت:۴۹)
ژباړه:اوبني اسرائيلوته دی پيغمبر(لېږو)
نوپه دغو مبارکو آياتونو کي په صراحت ويل شوي چي هغه يوازي بني اسرائيلوته راغلی وو،زموږدپيغمبرجناب محمدرسول الله صلی الله عليه وسلم په څېرنه ووچي نبوت يې عام،دټول انسانيت لپاره اوترقيامته پوري دی.
دغه خبره چي حضرت عيسي عليه السلام عالمي پيغمبردی،دټولي نړۍ لپاره راغلی دی،دلومړي ځل لپاره پولس رامنځ ته کړه چي يومنافق يهودي وو،له ده مخکي دغي عقيدې په عيسايانوکي سابقه نه درلودله،داپه داسي حال کي چي دغه خبره دحضرت عيسی عليه السلام ددعوت سره په څرگنده ټکرده لکه څنگه چي الله پاک دهغه خبره بيان کړې ده اوهمدارازداوسني انجيل دبيان سره هم ټکرده هغه داسي وايي:عیسی جواب ورکړو:زه تش داسرائيل دکورنۍ دورکوشووگډو(پسو)لپاره رالېږل شوی يم(انجيل متی باب :۱۵آيت :۲۴)
نومعلومه شوه چي دپولس دعوه بې ځايه اووروسته رامنځ ته شوې ده اوصحيح خبره داده چي حضرت عيسی عليه السلام يوازي دبني اسرائيلولپاره رالېږل شوی وو.
نو په داسي حالت کي چي عيسايان دعيسايت په طرف له بني اسرائيلوپرته نوروخلگوته بلنه ورکوي،داله دې امله هم ناسم اوغلط کاردی چي حضرت عيسی عليه السلام خوددوی لپاره نه دی راغلی.
نودحضرت عيسی عليه السلام دين خوله يوې خوامنسوخ دی اوپه اصلي بڼه کي وجودهم نه لري اوله بلي خواکه باالفرض منسوخ نه شي اواصلي انجيل پيداشي نوبياهم دعيسايانوله خوامسلمانانوته اوټولونړۍ والوته له دې امله هم دعوت ورکول غلط دی چي حضرت عيسی عليه السلام خودټولي نړۍ لپاره نه دی راغلی بلکي يوازي بني اسرائيلوته راغلی دی.
مولوي عصمت الله عزام

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب