کومه ښځه چې له کوره بهر عطر ووهي، هغې زنا وکړه؟

خوشبویي، سينګار او داسې نور هغه پارونکي عوامل دي چې اخلاقي بې لارۍ او د واده له چوکاټه باندې اړیکو ته لاره هوارولای شي او په ټولنه کې د ناروا جنسي اړیکو د عامولو سبب کیږي.

ژباړه: ډاکټر مطیع الله امانزی 

د هغو ښځو په اړه څه حکم دی چی د سړيو په منځ کې خوشبویي کاروي؟ په حدیث کې نوموړې ښځې زناکارې بلل شوي، ایا د دې معنی دا ده چې دغه ښځې عملاً زنا کوي؟ او که یواځی د سړو پام را اړوي؟

ترکومه  حده چې اسلامي شریعت پدې اړه وایي، یوې مسلمانې ښځې ته روا نه دي چې د نورو د پام را اړولو په خاطر د عامو خلکو په منځ کې خوشبویي
 وکاروي. له  پیغمبر اکرم صلی الله علیه وسلم څخه روایت دی چی، “که یوه ښځه خوشبویي یا عطر ووهي او د خلکو تر څنګ تیره شي او په دوی یې بوی ولګيږي، نو دغه ښځه زناکاره ګڼل کیږي. او ټولې سترګې کیدی شي چی له زنا سره مخامخ شي” نوموړی حد یث دا معنا نه لري چې که یوه ښځه داسې کار وکړي نو ګوندي هغې به عملاً زنا کړې وي بلکې دا د ښځو لپاره یو خبرداری او اخطار دی چې د خلکو په منځ کې دې خوشبویي نه کاروي. دغې پوښتنې ته د فقهي او اسلامي علومو استاذه زینب العلوانی داسې ځواب وایي:
په نوموړي حدیث کې د هر هغه کار په اړه خبرداری ورکول شوی او سخت الفاظ کارول شوي چې په اسلامي ټولنه کې  د اخلاقي فساد د خپرولو سبب کیږي.
په سورت نور کې قران کریم ډیر احتياطي تدابير وضعه کړي ترڅو د اخلاقو ساتنه وشي او په ټولنه کې د  زنا او ناجایزو جنسي اړیکو مخه ونیول شي.
نوموړې لارې چارې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له خوا په ګوته شوي او په عملي ډګر کې پلي شوي دي.
خوشبویي، سينګار او داسې نور هغه پارونکي عوامل دي چې اخلاقي بې لارۍ او د واده له چوکاټه باندې اړیکو ته لاره هوارولای شي او په ټولنه کې د ناروا جنسي اړیکو د عامولو سبب کیږي. په دې اساس ويلای شو چې د پورتني حديث مطلب دا نه دی چې ګوندي دغې ښځې دې ناروا جنسي عمل ترسره کړی وي بلکې داسې یو کار ترسره کوي چې دغه ناروا عمل ته لار پرانیزي چې پارول یا لمسول ورته وایي.


سرچينه: اسلام انلاين انګليسي، د فتوا برخه

ډاکټر مطیع الله امانزی 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب