اسلامي نکاح

په اسلام کې نکاح  ذيات اهميت لری او واقعاً چه داسلام هر اصل کې بی حده کټی موجودي  دی چه ليکل يې دلته له سره نه ځايږي  په نکاح سره خپلوی  رامنځ  ته کيږي ،دنکاح په وجه نسل څليږي ،نکاح  دنر اوښځی ترمنڅ دمحبت  او يودبل د آرام او سکون سبب ګرځی خو د اسلامی نکاح په اهميت  به  سړي هغه وخت ښه پوه شی چه د اسلام نه مخکی  دهغه وخت د ټولني  حال ته لنډه کتنه وکړی  پدی اړه رحيق المخدوم  د بی بی عايشی  (رضی الله عنها)   روايت داسې را نقل کړي دی :

دحضرت بی بی عايشی (رضی الله عنها) نه روايت دی : دجاهيلت په دوران کې نکاح په څلور ډوله وه .

لومړی ډول نکاح : داډول نکاح د اوسنی نکاح په شان وه چه یوه سړی به دبل کس لور یا خور….او غوښتل هغه به موافقه کوله او نکاح به یی تړل کيده .

 

دوهم ډول نکاح : هغه داسی وه چه کله به د کوم سړی ښځه له حيض څخه پاکه شوه نو ميړه به یی ورته ويل لاړه شه له فلانی سړی سره يوځای شه (زنا ورسره وکړه)اوخپل ميړه به تر هغه نه ورسره یو ځای کيده ترڅو به یی له هغه بل سړی حمل نه ؤ څرګند شوی چه دا نکاح د استبضاع په نوم هم ياديدله يا صرف د اولاد پیدا کيدو لپاره تر سره کيده .

 

دريم ډول نکاح : داسی وه چه له یوی ښځی سره به تر لسو کم کسان یوځای کيدل او کله به چه ښځه حامله شوه او بیا به یی اولاد پيدا شو نو ورسته به یی ټول کسان را وغښتل ، هيچا سرغړاوی نه شوای کولای ښځی به ورته ويل پوهيږئ  چه څه مووکړل دا دی زما اولاد پيدا شو ، نو دا ستا زوی دی ای فلانيه !  له هماغه کسانو به یی د کوم نوم واخيست ،دا ماشوم به نور د هغه سړی شو .

 

څلورم ډول نکاح : دا ډول نکاح داسی وه چه ذيات شمير خلک به له يوی فاحشی ښځی سره يوځای کيدل هغه داسی فاحشی وی چه دکورونو په دروازه به یی جنډی درولی وی تر څوخلک پوه شی چه دا د فاحشی کور دی او بی تشويشه ورشی ،خو کله به یی چه اولاد پیدا شو نوبيا به یی څيره پيږندونکی راوست او هغه به د خپلی تجربی له مخی دا ماشوم یوه کس ته منسوبوه.

داسی هم پښيدل چه خلکو به د توری او نيزی په زور پردی ښځی د ځان کولی .

دجاهليت په دوران کی د ښځو لپاره کومه شميره نه وه، هر چا حق درلود بی حسا به ښځی ولری . همدارنګه زنا دومره ذياته وه چه د هری طبقی خلک ورباندی مبتلا وؤ.

د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد (ص)  په رسالت سره دغه ټول ډولونه له منځه ولاړل پر ځای يی یوازی اسلامی نکاح مينځ ته راغله .

چه اوس مهال هم په کفری نړی کې که څه هم د بشر او ښځی حقوقو ناری یی ډیری  دودی دی دغه ډول وحشت دوام لری .

اسلامي نکاح:

دنکاح عقد صرف په دوه لفطونو سره کيږي يو ايجاب اوبل قبول يعنی بالغه ښځه اويوبالغ سړی د دؤ شاهيدانو په حضور کې په مخامخ سره يا دوکيل په ذريعه وويل چه زه ستا سره نکاح کول غواړم اوښځی دا منظوره کړه نو بس په دواړو کې د نکاح رشته قائمه شوه کوم چه لومړی درخواست وکړ دې لفظ ته ايجاب اوکوم چه ورسته يې منظوری ورکړه قبول وايي .

لکن دغه الفاظ چه دښځی اوسړی له خولی ووتل څه لوبه نده بلکه ديوی وعدی اظهار او يو کلک تړون دی ددی وجی نه اسلامی شريعت دايجاب اوقبول سره څه نور شرطونه هم ضرور ګرځولی دی ، ددی دپاره چه دواړه په ښه سوچ اوفکر سره دا الفاظ په خپله ژبه سره ادا کړی اوبيا په هغه قائم ووسی.

 د شاهدانو موجوديت :

دايجاب اوقبول دپاره دټولو نه لومړی شرط دادی چه دا په پټه سره نه وی بلکه کم نه کم دوه بالغ مسلمانان شاهيدان موجود وی که بيا دوه سړی نه وی نو کم نه کم ديوه سړی یا دؤ ښځو موجوديت ضروری دی .

مهر څه شی دی:

مهر : هغه رقم کوم چه سړی يي دنکاح په وخت کې فوراً ادا کوي يا دادا کولو وعده کوي ديته په شريعت کې مهر وايي  چه دوه ډوله دی مهر معجّل اومهر مؤجل ،مهر معجّل هغه مهر دی چه فوراً دنکاح په وخت کې ادا کيږي اومهر مؤجل هغه دی چه دنکاح په وخت کې فوراً نه اداکيږی بلکه داداکولو دپاره وعده کيږي .

 حمدالله شاکری

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب