د ښو او بدو خلکو ۸ نښي

موږ پداسې نړۍ کې اوسیږو چې هلته دوه قسم خلک شتون لري یو هغه چې ورته ښه خلک وایو او بل بد خلک دي نو باید ددوی په ځینو خصوصیاتو ځان پوه کړو:

۱. ښه خلک همیشه د هرچا احترام کوي او خبره یی اوري اما بد خلک بیا یواځې د هغه چا خبره اوري چې د اقتدار خاوند وي او یا په بله اصطلاح د قوت درلودونکی وي.

۲. ښه خلک د دې هڅه هیڅکله نکوي چې نور خلک د ځان په څير کړي اما بد خلک د دې زیاته هڅه کوي چې خلک د هغوی په څیر شي.

۳. ښه خلک د دې لیواله نه وي چې د نورو خلکو توجه ځان ته را جذبه کړي اما بد خلک بیا د خلکو توجه اړولو وږي وي

۴. ښه خلک هیڅکله د ځان تعریف نکوي او نه غټې غټې خبرې کوي اما بد خلک بیا همیشه ځان ښودنه کوي او کوشش کوي چې ځان خلکو کې مطرح کړي.

۵. ښه خلک همیشه خپل نظر په ښکاره توګه څرګندوي اما بد خلک بیا اوازې خپروي او خبرې په ښکاره توګه نه کوي.

۶. ښه خلک همیشه په خپلو وعدو ولاړ خلک وي اما بد خلک وعدې کوي اما په خپلو وعدو او ژمنو نه دریږي.

۷. ښه خلک اکثره د نورو تعریف کوي اما بد خلک اکثره په نورو نقد کوي ترڅو ځان ښه وښایي.

۸. ښه خلک همیشه له نورو سره ښه او همکار اوسیږي اما بد خلک یواځې هغه وخت له نورو سره ښه اوسیږي ترڅو یې چې ورته څه کار بند وي.

ژباړه کامران ملک

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب