د حمل مخنيوی کوونکي ګولۍ ښځې په عقلي او عصبي ناروغيو اخته کوي

طبي کارپوهان وايي، چې د حمل مخنيوی کوونکي ګولۍ ښځې په عقلي او عصبي ناروغيو اخته کوي.

په نوې څېړنې کې راغلي، چې د حمل مخنيوی کوونکي ګوليو خوارک سره له بدنه «سنتهيک هارمونز» وځي او دا ګولۍ په اصل کې بدن کې د هامونز جوړولو مخنيوی هم کوي، چې له امله يې د دماغو فعاليت او حرکات له کاره لويږي.
څېړنه کې دا هم ويل شوي، چې دا ګولۍ د ښځو پر مغزو دومره بد اغېز کوي، چې د ژوند ملګري سره هم په اړيکو کې له ستونزو سره مخ کيږي.

دکليفورنيا پوهنتون په ۹۰ ښځو څېړنه کړې، چې د حمل مخنيوی کوونکي ګولۍ خوري، د هغو ښځو په پرتله يې ذهني وړتيا کمزوري وي، چې د حمل مخنيوی کوونکي ګولۍ نه خوري.

د حمل مخنيوی کوونکي ګولۍ ښځې په عقلي او عصبي ناروغيو اخته کوي او دغه ناروغۍ داسې ښودل شوي، چې ښځه بيا خپل احساسات، غوسه او خوښي نه شي کنټرولای او بله دا چې د راتلونکي وخت د پلان په اړه يې هم د پرېکړې قوت کمزوری کيږي.

څېړنه کې دا هم ويل شوي، چې د حمل مخنيوی کوونکي ګولۍ ښځې په ډيپريشن او ذهني ستړياو اخته کوي او هغه ښځې، چې دا ګولۍ خوري، د ذهني ستړيا او پرېشانۍ ښکار وي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب