د ميړه او ميرمنې په اړيکو کې د ډاليو نقش

د ميړه او ښځې تر مينځ اړيکو کې يو بل ته ډالۍ ورکول ستر اغيز لري. رسول الله صلی الله عليه وسلم د ډالۍ په هکله ويلي: “تهادوا تحابوا” (رواه البخاري في الأدب المفرد)، يعنې ډالۍ ورکړئ، په مينځ کې به مو مينه پيدا شي.

د ډالۍ اغيز د هغې له مادي ارزښت پورې نه، بلکې د هغې له مناسبې ټاکنې، له مينې او درناوي ډکې ورکړې، او هغه پيغام پورې اړه لري چې يوه ډالۍ يې د ژوند د يوه شريک له خوا بل ته له ځان سره ليږدوي. ډالۍ ګڼ شمير پيغامونه ليږدوي چې ځينې مهم يې په دې ډول دي:

د ډالۍ په وسيله ليږديدونکي پيغامونه

۱: د مينې د تازه کولو پيغام

ډالۍ بل لوري ته له ځان سره د کورني ژوند د مينې د تازه کولو پيغام ليږدوي، او په ډاګه کوي چې د ډالۍ ورکوونکي زړه له بلې غاړې څخه نه دی موړ شوی، که څه هم چې په واده به ډير کلونه وتلي وي.

۲: د مننې او شکر پيغام

څوک چې له خلکو څخه مننه نه کوي، هغه يې له خدايه هم نه کوي. د هغه سړي پر حال افسوس دی چې ښځه يې د خاوند ملګرو او خپلوانو ته د ډوډۍ تيارولو، د کور د پاکولو، منظمولو او ښايسته کولو او يا له بچيانو سره د ازموينو پر وخت مرستې کولو په څير د کور اړوند کارونه ور ته وکړي او په دې لاره کې خپلې خولې توی کړي او په پای کې له ميړه څخه يو کورودانی هومره هم تر لاسه نه کړي. همداراز ځينې ښځې هم د خپلو ميړونو په هکله له بې پرواتوب څخه کار اخلي. غوره دا ده چې هره غاړه تل له بلې څخه د مننې هڅه وکړي، ځکه چې انسان په فطري ډول د يوه کار له سر ته رسولو او ورکړې څخه وروسته شاباسي ته سترګې په لار وي.

۳: د ليوالتيا پيغام

کله چې ميړه له کوره مسافر، او يا د کوم مهم کار د تر سره کولو په موخه له کوره وتی وي، او دا حالت لږه يا ډيره موده دوام وکړي، په دې وخت کې ډالۍ له ځان سره د شوق او ليوالتيا پيغام ليږدوي، او لکه داسې چې ور ته وايي: ډيره مې په زړه راورېدلې يې ګرانې!

۴: د رغيدنې يا له کومې بدې پيښې څخه د خلاصون له کبله د خوښۍ پيغام

کله چې يوه غاړه له کوم ازميښت يا پيښې څخه نجات ومومي او بله غاړه ور ته ډالۍ وړاندې کړي، ډالۍ د حال په ژبه له ځان سره دا پيغام ليږدوي چې: په روغتيا او نجات دې د زړه له کومي خوښي څرګندوم. شکر چې خدای له دې آفته وژغورلې!

۵: پر تيروتنې د پښيمانتيا پيغام

دا طبيعي ده چې له هر انسان څخه تيروتنه کيږي، او همدا ډول له ميړه يا ښځې څخه. د تيروتونکې غاړې له خوا بلې ته ډالۍ له ځان سره په شوي کار د پښيمانتيا پيغام له ځان سره ليږدوي، او د حال په ژبه وايي چې: بخښنه غواړم، ستا په حق کې مې تيری کړی وو!

د اغيزناکو ډاليو ډولونه

۱ـ عشقي ډالۍ:

دا هغه ډالۍ دي چې بله غاړه ور ته په ډېره ليوالتيا سترګې په لار وي. دا ډول ډالۍ د ښځې او ميړه تر مينځ د مينې احساس په جوش راولي، او د زړه سوي چينې يې تاندوي. ځينې بيلګې يې په دې ډول دي: د يوه لوري له خوا بل ته د ګلانو ګيډۍ ورکول، د ميړه له لوري ميرمنې ته عاشقانه خبرې کول، يا د يوې غاړې له خوا بلې ته له خبرو پرته په بله بڼه د مينې څرګندونه لکه د سترګکو، اشارو، يا ځينو نورو حرکاتو په ژبه بلې ته د خپلې ليوالتيا او مينې څرګندونه، د ښځې له لوري د ميړه له پاره ځان سينګارول، يا يې له کار څخه کور ته د راتګ پر وخت تود هرکلی کول، د ميړه له راتګه وړاندې د کور خوشبويه کول، د شمعو په تته رڼا کې ماښامی تيارول، او داسې نور.

د يوه لوري له خوا بل ته له مينې ډک کاته هم دا ډول يوه ډالۍ او له ځانه سره هغه مفاهيم او احساسات ليږدوي چې خبرې يې له ليږدولو عاجزې دي.

تيليفوني خبرې هم په دې جم کې راځي. څومره ښه وي چې د ژوند ملګری د دې احساس وکړي چې بله غاړه د ده په شعور، زړه، فکر او وجدان کې اوسيږي او بيا هغه هم له دې خبره کړي چې هغه يې هيريږي نه، تل يې په زړه کې ده، او هر وخت يې په اړه فکرمن دی. همداراز تيليفوني ليکلي پيغامونه چې د زړه له کومي او په ريښتينې ژبه وليکل شي، د تر لاسه کوونکي په زړه ستر اغيز ښندي.

د عشقي ډاليو له جم څخه يو هم خوږ او ريښتينی تبسم دی. رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: “تبسمك في وجه أخيك صدقة”، (رواه الحاكم والبيهقي في شعب الإيمان) د مسلمان ورور په وړاندې ستا تبسم صدقه شميرل کيږي. دا ډالۍ هغه وخت نوره هم اغيزناکه تماميږي چې له نرمو خبرو، لوبو، او ښکلونې سره مل وي څو بله غاړه په دې پوه شي چې د ژوند ملګری يې ور سره مينه لري. په دې وخت کې د ډالۍ تر لاسه کوونکې غاړه له ډالۍ ورکوونکي څخه د هر څه لوګي کولو ته تيار وي.

۲ـ مادي ډالۍ

انسان په فطري ډول له ستاينې او مکافات سره مينه لري، په ځانګړي ډول چې د ډالۍ په بڼه وي او د يو داسې چا له خوا وي چې ريښتينې مينه ور سره لري. مادي ډالۍ کيدی شي د پيسو او يا هغه لګښت په بڼه وي چې ميړه يې وخت په وخت پر خپلې کورودانې کوي. ښايي کله کله دا ډالۍ د ښځې له خوا هم وړاندې شي. د بيلګې په توګه که ميړه يې له مالي کړکيچ سره مخ وي، او ښځه يې ور ته له خپلې ځانګړې شتمنۍ څخه په خپل نوښت پور ورکړي، او يا له دې هم هاخوا د ميړه د مالي کړکيچ په هوارولو کې ور سره له خپل وس سره سمه ونډه واخلي، سره له دې چې ميړه يې د دې او د کور د لګښت په اړه مسؤل دی، مګر د هغې له خوا ور سره دا ډول کار ښيګڼه شميرل کيږي.

ښايي مادي ډالۍ د يو بوتل ښو عطرو او يا يو جوړ کاليو په بڼه وي چې يوه غاړه يې بلې ته (په ځانګړي ډول ناڅاپه او د هغې له انتظاره پرته) ورکړي.

د ډالۍ د ورکړې فن

که چيرې ډالۍ په مناسبه لاره چا ته ور نه کړل شي، ښايي خپل ارزښت له لاسه ورکړي. ځکه نو په کار ده چې د ډالۍ د ورکړې په وخت کې لاندې اصول په پام کې ونيول شي:

۱- ناڅاپيوالی

د انسان د نيکمرغۍ له غوښتنو څخه يوه هم دا ده چې خپل نږدې ملګری ور ته په داسې وخت کې ډالۍ ورکړي چې هغه ور ته په هيله نه وي.

۲- د ډالۍ په ټاکلو کې ښه فکر کول

د دې له پاره چې ډالۍ اغيزناکه شي، په کار ده چې د تر لاسه کوونکي پلو له پاره يې ګټورتوب او د هغه ليوالتيا په پام کې ونيول شي. د بيلګې په ډول ښځې معمولاً ګلانو، ګاڼو او نورو ورته سينګاري ډاليو سره مينه لري، او د نارينه وو ليوالتيا بيا له دې څخه بيله وي.

۳- په ښه ډول د ډالۍ نغاړلو او پوښلو ته پاملرنه

ډالۍ هغه وخت لا اغيزناکه وي چې له ورکړې وړاندې په ښه ډول پوښل شوې وي او له مينه ناکو او داسې ريښتينو خبرو سره مله وي چې د زړه له کومي يې سرچينه اخيستې وي.

———-

سرچينه: اخوان انلاين

ليکنه: دکتور سمير يونس*

ژباړه: غنچه ګل ارمان

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب