د حضرت عمر بن خطاب (رض) مېړانه!

یو ځل حضرت علي(رض)وویل: څومره چې زه خبر یم له مکې نه هر مسلمان په پټه هجرت وکړ یواځې عمر بن خطاب و چې له راتلو وړاندې یې توره په غاړه ، لينده پر وږه او څو غښي په لاس کې ونیول او بیت الله ته ورغی اووه طوافونه یې وکړل بیایې د مقام ابراهیم تر څنګ دوه رکعته لمونځ تر سره کړ، دغه وخت دکعبې خواو شاته ډلې ډلې مشر کان ناست و؛  نو هرې ډلې ته جلا جلا ورغی او ورته ویې ویل: اې مختورنو! که څوک غواړي چې مور یې بوره ، اولادونه یې یتیمان او ښځه یې کوڼده شي ؛ نو ماسره دې له دې کنډو نه ها خواته واوړي(چې سره معلومه یې کړو) خو هیچا دومره جرات نه درلود چې ځواب ورکړي.

مأخذ: د ایماني ژوند ځلانده بېلګې

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب