د حبشې هجرت تر مدینې هجرت مهمې پیښې او پندونه | سیرت النبي

١- پيښې:

پدې مرحله کې راتلونکې مهمې پيښې واقع شويدي:

١. د بعثت په لسم کال د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) تره ابو طالب وفات شو، نوموړى له خپل وراره محمد (صلى الله عليه وسلم) نه په ټول ژوند کې په کلکه ملاتړ کاوه، او دده په ټول ژوند کې قريشو ونه شواى کولاى چې رسول (صلى الله عليه وسلم) ته شخصا څه ډول تکليف ور ورسوي، ځکه هغوى له يوې خوا ابو طالب ته احترام درلود او له بلې خوا يې  ډډه ورڅخه کوله، خو کله چې ابو طالب وفات شو، قريشو په ډير جرات سره د رسول (صلى الله عليه وسلم) په زيات آزار او تکليف لاس پورې کړ. له همدې کبله د نوموړي وفات د رسول (صلى الله عليه وسلم) د زيات غم او خفګان سبب شو. رسول (صلى الله عليه وسلم) ډير زيات کوښښ وکړ چې تره يې (ابو طالب) د مرګ په بستره کې د اسلام کلمه ووايي، خو هغه د قومي شرم نه د ځان ساتلو په دليل  له اسلام راوړلو نه انکار وکړ.

٢- په همدې کال د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) ميرمن بي بي خديجة (رضي الله عنها) هم وفات شوه. خديجې  (رضي الله عنها) به د قريشو له لاسه پيدا شوي  غمونه او کړاونه  له رسول (صلى الله عليه وسلم) نه کمول، او د هغه (صلى الله عليه وسلم) خوشاله ساتلو کوښښ به يې کاوه خو کله چې هغه مړه شوه رسول (صلى الله عليه وسلم) بې حده زيات خفه شو او دغه کال يې چې تره او بي بي يې پکې وفات شول عام الحزن (د غم کال) وباله.[irp][irp][irp]

٣- کله چې رسول (صلى الله عليه وسلم) د خپل  تره او ميرمنې له وفات نه  وروسته د قريشو له ظلمونو ډير په تنګ شو، نو طائف ته يې مخه کړه، پدې ګمان چې ګوندې په ثقيف کې به  د خپل دعوت لپاره قبلوونکي او کومک کوونکي پيدا کړي، مګر هغوى ډيره بده رويه ورسره  وکړه، خپل ماشومان يې ورتوش کړل، رسول الله (صلى الله عليه وسلم) يې په تيږو وويشته تر دې چې پر دواړو مبارکو پښو يې وينې را ماتې شوې. بيا د طائف يوه  باغ ته  ننوت او خداى (جل جلاله) ته يې د دعا لاس پورته کړل او ويې ويل: اې الله ! تا ته له خپلې ناتوانۍ، بې وسۍ او د خلکو په نزد له بې قدرۍ نه شکايت کوم، يا ارحم الراحمين! ته زما او کمزورو  رب يې، چا  ته مې پريږدې؟ هغه پردي ته مې پريږدې چې ډير بد راته ګوري؟ او که دښمن ته مې سپارې؟ که ته ناراضه نه وي نو د هيڅ چا پروا نه لرم، ستا عافيت راته له هر څه پراخه دى، ستا د مخ په هغه نور چې تيارې پرې روښانه شوې، د دنيا او آخرت کار ورباندې برابر شوې ستا له قهر او غضب نه پناه غواړم، ستا رضا زما رضا ده، که ستا مرسته نه وي، نه د نيکۍ وس لرم او نه له بدۍ نه د منع کيدلو قدرت.

٤- رسول الله (صلى الله عليه وسلم) له طائف نه پداسې حال کې بيرته راستون شو چې بني ثقيف يې دعوت ونه مانه، خو يوازې د ربيعه د زامنو (عتبة او شيبة) غلام (عداس) ايمان پرې راوړ. عداس يو نصراني مريى ؤ بادارانو يې امر ورته  وکړ چې رسول (صلى الله عليه وسلم) ته څه اندازه انګور  ورکړي، ځکه هغوى  د رسول  (صلى الله عليه وسلم) ستړيا او د ثقيف له خوا ورباندې ظلم ليدلى و،کله چې عداس رسول (صلى الله عليه وسلم) ته انګور وړاندې کړل، رسول (صلى الله عليه وسلم) په (بسم الله) ويلو سره د انګورو په خوړلو شروع وکړه، دې کار د عداس توجه را جلب کړه ځکه په ټول قوم کې داسې څوک نه و چې بسم الله  ووايي بالاخره د عداس او نبي (صلى الله عليه وسلم) تر مينځ څه خبرې وشوې چې په نتيجه کې عداس په اسلام مشرف شو.

٥- د اسراء او معراج معجزه هم په همدې دور کې پيښه شوې ده، د نوموړې پيښې د وقوع د تاريخ په هکله خو څه اختلاف موجود دى ولي صحيح دا ده چې نوموړې معجزه له هجرت نه مخکې د بعثت په لسم کال يا لږ وروسته پيښه شوې ده. د جمهورو عالمانو په نزد اسرا او معراج دواړه په يوه شپه کې په ويښه په روح او بدن دواړو سره تر سره  شوي دي، رسول (صلى الله عليه وسلم) له مسجد الحرام نه تر مسجد الاقصى پورې د شپې بوتلل شو وروسته له هغه  ځايه لوړو آسمانونو ته وخيژول شو او په همدې شپه کې بيرته خپل کور ته چې په مکه کې ؤ راستون شو او قريش يې له دې  معجزې څخه خبر کړل. قريشو په دې خبرې پورې ملنډې ووهلې خو د قوي ايمان خاوندانو او په سر کې ابوبکر صديق (رضي الله عنه) دا خبر تصديق کړ.[irp][irp]

٦- په همدې شپه په هر بالغ او عاقل مسلمان باندې د ورځې پنځه وخته لمونځونه  فرض شول.

٧- نبي (صلى الله عليه وسلم) به هر کال د حج په موسم کې په مختلفو قبيلو تاويده او هغوى به يې د بتانو له عبادت نه د الله (جل جلاله) عبادت ته رابلل، نو د خپل همدې عادت سره سم يې دا ځل د عقبې (هلته چې شيطانان ويشتل کيږي) تر څنګ د اوس او خزرج د قبيلو له ډلې سره ملاقات وشو هغوى يې اسلام ته راوبلل، او هغوى اسلام ومانه، ددې ټولګي شمير اوه کسه ؤ، کله چې مدينې ته ستانه شول خپل قوم يې له دې واقعې او اسلام راوړو نه خبر کړ.

٨- د بعثت په دولسم کال د حج په موسم کې له انصارو نه دولس کسان راغلل له رسول (صلى الله عليه وسلم) سره يې وکتل او ورسره يې بيعت وکړ د بيرته تلو په وخت کې رسول (صلى الله عليه وسلم) مصعب بن عمير ورسره ليږه تر څو هغوى ته د قرآنکريم تلاوت وروښيي په اسلام يې پوه کړي او په همدې سره په مدينه کې د اسلام روښانه وړانګې ډيرې خورې شوې…

٩- د راتلونکي کال د حج په موسم کې بيا له انصارو نه يو ټولى چې ((٧٠)) نارينه او دوې ښځې وې پکې مکې ته راغى،  له رسول (صلى اله عليه وسلم) سره يې وکتل او داسې بيعت يې ورسره وکړ چې هغوى به په خپل ټول توان سره له رسول (صلى الله عليه وسلم)  نه داسې تائيد، دفاع  او ملاتړ کوي  لکه له خپل اولاد او ښځو نه  يې چې کوي او په داسې حال کې چې رسول (صلى الله عليه وسلم)  يې له مينځه ((١٢))نقيبان (مشران يا استازي) البته د هر قوم له پاره يو مشر، وټاکل بيرته مدينې ته ولاړل.

په پورته مرحله کې درسونه او پندونه :

درسونه او پندونه:

١- کيداى شي چې  داعي د خپلو خپلوانو  له جملې نه د يوه داسې فرد له خوا حمايه او تائيد شي، چې د دعوتګر دعوت يې نه وي منلى،  د دعوت د کمزورۍ په حال کې دا کار لويه ګټه لري، ځکه پدې سره داعي له وژلو او نورو مشکلاتو نه په امن کيږي.  بلونکى  کولاى شي له قبيلوي عصبيت نه د ځان او دعوت د حمايې او تاييد لپاره کار واخلي، خو پدې شرط چې قبيلوي عصبيت داعي ځانته  را نه کاږي او له اصلي هدف او لارې نه يې منحرف نکړي.

٢- مؤمنه او صالحه ښځه د داعي ميړه په دردونو او غمونو کې د ګډون او مشارکت په ذريعه کولاى شي چې  د خپل ميړه ډير مشکلات لېرې کړي – او پدې سره يې له يوې خوا د غم پيټى سپکوي او  له بلې خوا  ورته د ثبات او استمرار روح ورکوي، او دا کار د دعوت په کاميابۍ کې لوى اثر لري. له رسول (صلى الله عليه وسلم) سره د خديجې (رضي الله عنها) ژوند او دريځ د هرې مؤمنې ښځې لپاره لوړه نمونه او مشال دى او له دې نه په استفادې سره کولى شي چې د خپل ميړه په کاميابې او د دعوت په استمرار کې مهم رول ولوبوي.  د اصلاحي دعوت په لار کې د دا شان ښځې نه درلودل لوى تاوان دى – او پدې ډول حالت کې به داعي ميړه له غم او خفګان نه پرته بل څه نه شي کولاى.

٣- د هغه دوست په ورکه چې مؤمن نه وي، خو د دعوت طرفدار او حامي وي، او همدا راز د مخلصې او مؤمنې ښځې په ورکه غم او خفګان کول، له دعوت سره اخلاص او له خپلې فداکارې او وفادارې ښځى سره د وفا غوښتنه ده.  همدا علت دى چې د ابو طالب له مرګ نه وروسته رسول (صلى الله عليه وسلم) وفرمايل: ((رحمک الله، و غفرلک، لا ازال استغفرلک حتى ينهاني الله)).

(خداى دې درباندې ورحميږي، او خداى دې درته بښنه وکړي تر هغه پورې به درته د بښنې سوال کوم تر څو چې خداى منع کړى نه وم).

نورو مسلمانانو هم له رسول (صلى الله عليه وسلم) نه د پيروۍ او اطاعت په اساس خپلو مشرکينو دوستانو ته له الله (جل جلاله) نه د مغفرت غوښتنه کوله تر څو دا آيت نازل شو: ((مَا كَانَ لِلنَّبِيِّ وَالَّذِينَ آمَنُوا أَنْ يَسْتَغْفِرُوا لِلْمُشْرِكِينَ وَلَوْ كَانُوا أُوْلِي قُرْبَى مِنْ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُمْ أَصْحَابُ الْجَحِيمِ)). (التوبه: ١١٣)

 (له پيغمبر او هغو کسانو سره چې ايمان يې راوړيدى، نه ښايي چې د مشرکانو له پاره د بښنې دعاوې وکړي، اګر که هغه د دوى خپلوان هم وي، کله چې دوى ته دا خبره روښانه شويده چې هغوى د دوزخ وړ دي).

نو پدې سره رسول (صلى الله عليه وسلم) ابو طالب ته د مغفرت غوښتلو دعا بس کړه او نورو  مسلمانانو هم د خپلو   مشرکو مړيو لپاره نور مغفرت ونه غوښت.

رسول (صلى الله عليه وسلم) د ژوند په اوږدو کې د خديجې (رضي الله عنها) فضيلت ياداوه، سلام او رحمت به يې ورباندې ليږه، د هغې له ملګرو ښځو سره به يې ښه رويه کوله او دومره صفت  به يې کاوه چې عائشې (رضي الله عنها) به د هغې د مړينې په حالت کې غبطه ورباندې کوله، بخاري له عائشې (رضي الله  عنها) نه روايت کوي وايي: عائشې (رضي الله عنها) ويلي: ما د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) په بيبيانو کې په يوې هم دومره رخه نده کړې لکه په خديجې (رضي الله عنها) مې چې کړيده، سره لدې چې ما هغه نده ليدلې، خو رسول الله (صلى الله عليه وسلم) به ډيره يادوله، کله کله به  يې پسه حلال کړ، هغه به يې اندام اندام کړ، بيا به يې د خديجې (رضي الله عنها) ملګرو (ښځو) ته ور ليږه، نو کله کله به مې ورته وويل: لکه چې په دنيا کې له خديجې  (رضي الله عنها) پرته بله ښځه نه وي، نو راته فرمايل به يې: هغه داسې وه او داسې….. او زما له هغې نه اولاد ؤ.[irp][irp]

٤- له اسلامي دعوت څخه د مکې د خلکو له اعراض او مخ اړونې نه وروسته طائف ته د رسول (صلى الله عليه وسلم) تګ پدې دلالت کوي چې هغه (صلى الله عليه وسلم)  د خپل دعوت د دوام او استمرار لپاره کلک عزم او تصميم درلود، د خلکو اعتراض او سرغړونې نه ورباندې منفي اثر کړى و او نه هم مايوس او نا اميده شوى ؤ، که دا ځاى د دعوت پر مخ بند شو نو د بل ځاى په لټه کې  به شو. همدا راز د ثقيف د بې عقلانو او ماشومانو له خوا رسول (صلى الله عليه وسلم) ته آزار ورکول ددې دليل دى چې د شرغوښتونکو  هر ځاى چې وي لاره او طبيعت يو دى – او هغه هم داعيانو ته د آزار ورکولو لپاره پر بې عقلانو باندې تکيه  کول دي. د دعوت په لار کې د محمد (صلى الله عليه وسلم) غوندې عظيم انسان چې د الله رسول او نبي هم دى له مبارکو پښو نه وينې بهيږي، نودا د هر داعي لپاره لوړ مثال او عظيم الشان پند او عبرت دى او دا ښيي چې يو داعي بايد تر کومه حده او څومره د الله(جل جلاله) په لار کې تکليف وګالي…. د طائف په هغه باغ کې د رسول (صلى الله عليه وسلم) هميشنۍ دعا ددې څرګندونه کوي چې  رسول (صلى الله عليه وسلم) په حقه ؤ او د الله ( جل جلاله) له رضا پرته بل څه ورته اهميت نه درلود،د مشرانو، رهبرانو، دوکه ورکونکو او عامو خلکو د خوشالۍ او رضا پروا يې نه کوله. (( ان لم يکن بک غضب علي فلا ابالي)). (که ستا غضب راباندې نه وي نو د هيڅ شي پروا نلرم).

دا دعا دا درس هم راکوي چې د قوت غوښتنه يوازې له الله (جل جلاله) نه، د هغه (جل جلاله) خوا ته په رجوع کولو سره روا ده، داعي ته په کار ده چې د سختيو په وخت کې له الله (جلاله) نه مرسته وغواړي. پدې دعا کې د داعي يو بل صفت هم ښوول شو يدى، او هغه دا چې داعي يوازې د الله له قهر او غضب نه ويريږي، بل د هر چا قهر او غصه ورته  بې ارزښته وي.

٥- د اسراء او معراج په معجزه کې زيات رازونه پټ دي، خو مونږ دلته يوازې دريو رازونو ته اشاره کوو او بس:

الف – نوموړې معجزه د مسجد الاقصى او شا او خوا (فلسطين) قضيه په ټوله اسلامي نړې پورې تړي، ځکه د رسول (صلى الله عليه وسلم) له بعثت وروسته مکه مکرمه د اسلامي دنيا د تجمع او د اهدافو د يووالي مرکز وګرزيده، او بل دا چې له فلسطين نه دفاع  له اسلام نه دفاع ده، په هر مسلمان هر چيرته چې وي واجبه ده چې دفاع  ورڅخه وکړي او د آزادۍ لپاره يې زيار وباسي، پدې هکله سستي په حقيقت کې د اسلامي احکامو په نسبت سستي ده، او دا يوه داسې ګناه ده چې الله (جل جلاله) به  يې د قيامت په ورځ پوښتنه کوي او مقصرمؤمن ته به يې جزا ورکوي.

ب- دا معجزه پدې هم دلالت کوي چې مسلمان د څومره اوچت او لوړ شان درلودونکى دى ، مسلمان ته دا ښيي چې د دنيوي شهواتو او هوسونو نه قدم اوچت کيږدي، د خپل مقام او هدف د اوچتوالي له امله بايد له نورو  نه لوړ او ځانګړى وي او تل په هر ځاى کې د هر چا لپاره د لوړ مثال او نيکې نمونې حيثيت ولري.

ج- دا معجزه پدې هم دلالت کوي چې فضا نور ده او د ځمکې د جاذبي قوت له دايرې نه وتل يو ممکن کار دى د نړۍ په ټول تاريخ کې لومړنى فضانورد زمونږ رسول (صلى الله عليه وسلم) ؤ  چې د اسراء او معراج په پيښه کې فضا ته وخوت، نو فضا ته ختل او بيرته ځمکې ته په سلامتيا سره راکوزيدل ممکن کار ځکه دى چې زمونږ رسول (صلى الله عليه وسلم) پخپل وخت کې د معجزې په شکل تر سره کړى، او دا ممکنه ده چې اوسنى انسان يې د خپل فکر او علم په قوت سره تر سره کړي…

٦- د اسراء او معراج په شپه کې د لمانځه فرضيت د لمانځه له حکمتونو ځنې يو هغه حکمت په ګوته کوي د کوم لپاره چې لمونځ فرض کړى شويدى، او دا داسې لکه چې الله (جل جلاله) خپلو مؤمنو بندګانو ته وايي: آسمان ته د رسول (صلى الله عليه وسلم) په روح او جسم سره ختل  معجزه ده، نو ستاسې لپاره دې هم هره ورځ پنځه معراجه وي چې په هغه کې ستاسې ارواحګانې او زړونه ما ته راخيژي تر څو ستاسې  هم هغه روحي لوړتياوې په برخه شي چې په مرسته يې له خپلو هوسونو او شهوتونو نه لوړ او آزاد و اوسيدلى شئ او په همدې روحي عروج سره زما د عظمت، قدرت او وحدانيت مشاهده وکړئ او دغه مشاهده به تاسې د ځمکې پر مخ د سيادت او حاکميت لور ته هڅوي، خو د غلامۍ، جبر او زور له لارې نه، بلکه د خير، لوړتيا، پاکۍ او بالاخره  د لمانځه له لارې.

٧- د حج په موسم کې نورو قبيلو ته د رسول (صلى الله عليه وسلم) په دعوت کې دا درس دى:  داعي ته په کار ده چې خير ته د بلنې دايره يوازې په خپل وطن او مجلس کې خلاصه نکړي، بلکه بايد د خلکو د غونډو ځايونو ته ورشي او بايد د خلکو له اعراض او سرغړونې له امله له خپل بري نه نا هيلى نه شي، ځکه الله (جل جلاله) به حتما ده ته له داسې لارې چې دده په خيال او فکر کې هم نه ګرزي داسې مرستندوى پيدا کوي چې په  دعوت به يې ايمان راوړي.  ډير ځله د دعوت په خوريدو او په شرباندې د حق په غلبې او برلاسۍ کې د وړې مؤمنې ډلې اوږد لاس وي، د هغه لومړنيو (٧) اوو انصارو د ايمان  اثر هومره ؤ چې ټوله مدينه يې د اسلام په سپيڅلي او عظيم دين پوهه او مشرفه او په پاى کې د اسلامي حکم لپاره آماده شوه او همدا مدينه په مکه کې  تر ظلم لاندې مسلمانانو لپاره د پناه او غونډيدو ځاى او د رسول (صلى الله عليه وسلم) د حکومت د قائمولو او دعوت د خپرولو داسې خوندي مرکز جوړ شو چې له همغه ځايه خپل اصحاب (رضي الله عنهم) د شرک او مشرکينو د مقابلې لپاره استوي، هلته د جنګ مرکز ؤ او له همدې مرکزه د کفر په خلاف داسې جګړې قومانده شوې چې په نتيجه کې يې د ايمان لښکر هميشنۍ فتحه وګتله او د کفر لښکر هميشنې ماتې وخوړه.  الله ( جل جلاله) له انصارو (اوس او خزرج) نه راضي شي، په مسلمانانو او ټوله نړۍ باندې د دوى څومره لوى احسان دى، الله (جل جلاله) دې د دوى له وروڼو ( مهاجرينو) نه هم راضي شي، هغه مهاجرين چې له دوى نه مخکې په اسلام مشرف شول او د اسلام په لار کې يې خپل قيمتي شيان لکه مال او وطن قربان کړل، خداى (جل جلاله) دې مونږ له دوى سره په جنت رضوان کې يو ځاى کړي.

لیکونکی: محمد فیصل اخندذاده

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب