د قرانکریم قانونې حیثت

قرانکریم د الله تعالی هغه جامع کلام او نازل کړی کتاب دی، چې پر خپل رسول حضرت محمد صلی الله علیه وسلم یې نازل کړی دی، او په تدریجي توګه یې د هغه نزول په درویشتو کلونو کې بشپړ کړی دی.
قرانکریم په مجموعی ډول 30 سپارې، 114 سورتونه، 7 منزله، 540 رکوع،14 د سجدی آیتونه، 14 مقطعات حروف او د آیتونو شمیر یې څه د پاڅه 6000 دي.

قرانکریم ډیر حیثیتونه لري د مثال په ډول:
د هدایت کوونکي حیثيت، د معجزې حیثيت، د زیرې ورکوونکی او ویروونکی حیثيت، د درملو حیثيت، د الله تعالی د نور حیثيت، د قانون حیثيت، د چلنج او مقابلی حیثیت او داسې نور…..
د قرانکریم څو د پاڅه شپږ زرو آیتونو کې پنځه سوه (500) آیتونه د احکامو دي، چې اسلامی ټولنې ته دغه آیتونه د قانون حیثيت لري. پدغو آیتونو کې اجمالاً حکم فرمایل شوي دى، چې د هغوي په تشریح او تفصیل کې کابو پنځه زره (5000) نبوي احادیث وارد شوي دي، یعنی د قرانکریم د احکامو د آیاتونو د هرې مادې تقصیل او تشریح په لسو (10) احادیثو سره شوی ده. او بیا له دغو دواړو مأخذونو څخه مجتهدینو او اسلامی پوهانو په زرګونو نورې قانونې مادې راویستلي دي. د مثال په ډول: یواځې امام ابوحنیفه رحمه الله علیه د حنفي فقهې د یو قول له مخې (83000) او د بل قول له مخې (140000) مسایل راویستلي دي.
د قرآن کریم ټول احکام او قانونې مادې مونږ دوه ډوله خلاصه کولي شو:
1- ټول هغه احکام، چې د اسلام مقدس دین پرې قایمیږی، لکه: عقاید، عبادات.
2- هغه احکام او قانونې برخه، چې د ملت په نظم او ډسپلین، د کورنۍ په جوړولو، د فرد په جوړولو، د حکومت په جوړولو، اقتصاد، ګرهڼه، نکاح او طلاق، سوداګرې، صنعت، جهاد او داسې نورو په هکله دي. دا دمعاملاتو، عقوباتو، شخصی احوالو قانونې او انتظامې او داسې نورو برخه ده.

د قرآن کریم د قانونې حیثیت امتیازات:

قرآنکریم د قانون او شریعت په توګه پر نورو ګردو بشری قوانینو ډير امتیازات لري، چې مونږ د موضوع د لنډوالې په تناسب له هغوي څخه یو څو په لاندې ډول ذکر کوو.

لومړې امتیاز یې دا دى، چې نور قوانین بشر جوړ کړي دي، او دغه قانون الله تعالی جوړ کړی او رالیږلی دي.
دا چې بشرې قوانین هر یو په یوی ټاکلی سیمې او ولس پوری خاص وي او د هغه چاپیریال له غوښتنو سره سم جوړیږی. چې پدې اساس هغه د بل قوم او بلی سيمې د وګړو له پاره زیانمن او د منلو وړ نوي، خو قرانکریم د ګرد بشریت له پاره دي.
دا چې بشرې قوانین د وخت په تیریدو سره زړیږي او له تطبیق څخه غورځیږي، مګر د قرانکریم ټول احکام او قوانین د نورو موضوعاتو په ګډون ابدې او تل پاتې دي.
دا چې په بشرې قوانینو کې د مکافاتو اړخ یې دي او که د مجازاتو یواځې یوه دنیوی جنبه لري او بس، مګر د قرآنکریم د احکامو هر اړخ دینیوی او اخروي جنبې لري.
امتیازات یې دا دې، چې دغه الهی قانون خپلو پیروانو ته دعالې او غوره اخلاقو په لرلو حکم کوي. دا خو جوته خبره ده، هر هغه څوک چې په ځان کې ښه عالې اخلاق پیداکړي هغه ډیر لږ د جنایاتو مرتکب کیږی.

ومن الله التوفیق

روح الله صاحب زاده

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب