د ځنګل پيژندنه او ګټې یې

ځنګل څه شی دی؟

ځنګل يا ( Forest ) کلمه د ( Foris ) لاتيني کلمې څخه اخستل شوې چې له کور څخه د باندې ساحې مانا افاده کوي او هغه ساحه بلل کيږي ، چې د لرګيو نباتاتو يوه ټولنه وي .

ځنګل هغه حياتي ټولنه ده چې په ترکيب کې يې نباتات ( Flora ) حيوانات ( Founa ) په سترګو نه ليدونکي ژوي ( Micro Organism ) شامل وي ، چې دغه موجودات يو پر بل باندې د متقابلو اغيزو تر څنګ په خپل فزيکي محيط هم متقابلې اغيزې ولري او د مړه محيط او ژونديو تر منځ د موادو او انرژي تبادله صورت ونيسي او يو ايکو سيستم جوړ کړي . او دا هم په داسې حال کې چې په ټول بيولوژيکي او فزيکي محيط باندې د لرګينو نباتاتو ( ونو ، درخچو ، پيچکونو ) اغيزې زياتې او د دارنګه ايکو سيستم د نورو ژونديو لپاره همدغه لرګين نباتات د ژوند زمينه برابره کړي.

هغه علم او فن چې د ځنګلونو د پيدايښت ، منشاء ، بيولوژي ، جغرافيوي انتشار ، پالنې روزنې ، احدات ، احياء ، تنظيم او د هغې د محصولاتو څخه د ګټې اخستنې او پروسس ، خرڅلاو لارې مونږ ته ښيئ د ځنګل پوهنې (Forestry ) په نامه ياديږي .

د ځنګلونو ارزښتونه :

ځنګلونه د توليدي ( Productive ) رول تر څنګ د ساتونکي ( Protective ) ارزښتونو لرونکي دي او دواړه يې د ژوند د پايښت لپاره ارزښتمن دي يعني که له ځنګل څخه د ساختماني چارو ، سون لرګي ، ميوې ، غوښې ، شات تر لاسه کيږي دغه راز ربړ ، غوړي ، تيل ، لاک ، ورېښم ، کاغذ ، الکول ، سلولوز ، تانين ، ترپنتين ، ويټامیني اوړه ، رنګونه ، ژاولې ، سرېښ ، کيمياوي مواد او نور فرعي او غير فرعي محصولات تر لاسه کيږي . چې دا ټول د انساني ژوند او هم د وحشي ژوند د بقا لپاره لازمي مواد ګڼل کيږي .

همدا اوس د نړۍ (٣٠٠٠) ميلونه وګړي د کورونو د ګرمولو ، اخلي پخلي لپاره ، لرګي ، د سون د موادو په توګه استعمالوي يعنې د وروسته پاتو او غريبو هيوادونو % ٩٠ خلک لرګي د سون لپاره پکار وړي .

د غريبو هيوادونو استوګن د لر ګيو د نشتوالي له امله د حيواناتو فضله مواد ( خوشايي ) او کرنيز پاتې شوني چې هغه بايد ځمکو ته د سرې به منظور ورکړل شي سوځوي ، چې د هغوی د استعمال له کبله د صحي او ايکالوژيکي ستونزو د رامنځ ته کيدو سره د کرنيزو ځمکو حاصلات هم کميږي . ځکه د يو ټن خوشايو استعمال په ځمکو کې د ٤٠ – ٥٠ کيلو ګرامه حاصلاتو د زياتوالي سبب ګرځي .

د ځنګلونو د ساتونکي ارزښت په سلسله کې داسې ويلی شو ، چې ورېدلې واورې به غرونو کې د ونو د سيوري لاندې واقع کيږي او د وخت په اوږدو کې ويلې کيږي ، چي ويلي شوې واورې او د هغې اوبه د ځمکې او د ونو د ريښو له کبله چې په ځمکه کې درزونه ايجاد کړي جذبوي .

همدارنګه په ټيټو ساحو کې د چينو او هم د کاريزونو د ښيرازه کېدو سبب ترڅنګ په کرارې سره ويلې کېدونکې واورې او په ځنګلونو باندې وريدونکي بارانونه د غرونو د سطحو څخه د خاورې د بې ځايه کېدو او هم د سيلابونو د جوړېدو سبب نه ګرځي .
له بلې خوا د خاورې د نه مينځل کيدو او هم د سيلابونو نشتوالی د سيندون په مسير او امتداد کې د جوړو شویو بندونو د ډکېدو او د عمر کمېدو سبب نه ګرځي .

په کرارې سره ويلې کيدونکې واورې د کال په اوږدو کې سيندونو ، ويالو ، چينو ، څاګانو او کاريزونو ته اوبه ورکوي .
بادونه که له يوې خوا د خاورې د بې ځايه کېدو اسباب برابروي له بلې خوا د هوا د نسبتي لنده بل د کمېدو ، د وريځو د انتقال او د باران د نه کېدو لپاره شرايط برابروي . چې البته د ونو او ځنګلونو سره د ټکر په صورت کې شدت يي ماتيږي او ناوړه اغيزې یې کميږي .

ځنګلونو د هوا د تصفې سبب ګرځي . ځکه خاورې ، دوړې ، غازونه ، مضره مواد د هغو د پاڼو په وسيله جذبيږي او په اتمسفير کي يې د انتشار څخه مخنيوی کوي .
ونې او ځنګلونه د طبعيت لپاره فلتر کوونکې او صفا کوونکې وسيلې ترځنګ د موادو او انرژۍ ، چې يو آزاده او طبيعي انرژي ده په کيمياوي انرژس او نورو ، ځمکي ، هوا څخه اخستونکي مواد د انساني استفادې وړ ګرځوي .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب