د توحيد فضيلت

په توحيد سره انسان خپل حقيقي معبود پيژني او د باطل معبود له غلامۍ څخه ژغورل كيږي ، له هر ډول پريشانۍ څخه خلاصون مومي ، د ژوند په اصلي مقصد پوهيږي ، د جنت حقدار ګرځي او په دنيا كښې ورته كامراني او كاميابي په لارس ورځي.
څوك چې د خداى پاك په وحدانيت ايمان لري او د خداى په لار كښې  جهاد كوي او له خپل شيرين  ځان څخه تيريږي ، هغه بنده خپل خداى ته ډير نژدې دى ،  خداى پاك يى ګناوى معاف كوي او په جنت فردوس كښې ورته ځاى او كور وركوي ، داد يو مسلمان لپاره  ستره كاميابي او لاس ته راوړنه ده.
له حضرت انس (رض) څخه روايت دى چې رسول اكرم (ص) فرمايلي دي چې ” د ايمان خوږوالى د هغه چا په برخه كيږي چى په هغه كښې  دا درى لاندني صفات وي :
1-  صرف د الله او رسول سره بى انتها مينه او محبت ولري.
2- صرف د الله په خاطر له خلكو سره دوستي او ملګرتوپ وكړي.
3- له كفر څخه نفرت ولري.

 

1- د خداى او رسول سره مينه : 
كه يو مسلمان له خداى او رسول سره مينه او محبت ولري ، هغه مسلمان هيڅكله داسى يو كار ته لاس نه اچوي چى د خداى او رسول د نار ضايتۍ سبب شي. كه يو مسلمان له  قرآني آياتو او نبوي احاديثو له  رڼا څخه استفاده وكړي نو هغه هيڅكله نه بى لارى كيږي . دا رڼا هغه رڼا ده چې هر مسلمان ته  د انسانيت ، بشر دوستۍ ، اخلاقو ، شرافت ، رښتيا او صداقت ، ايماندارۍ او ورورۍ لار روښانه كوي . دا د ژوند رڼا ده ، هر مسلمان په ژوند كښې دى رڼا ته ضرورت لري ، كه دا رڼا نه وي نو بيا به په  تورتم كښې وي اوښكاره خبره ده چې  په تورتم كښې څوك لار نه شي موندلى .

2- صرف د خداى لپاره دوستي او آشنايي :
هغه دوستي چې د مطلب لپاره نه وي او صرف د خداى د رضا لپاره وي ، هغه دوستي دوام كوي او د تل لپاره وي .
نن سبا ليدل كيږي چې  دوستي او آشنايي د مطلب لپاره كيږي  رحمان بابا يو صوفي شاعر ؤ ، هغه خلك ليدلي وو او خلك يى پيژندلي وو ، هغه دنيا ليدلى وه او ددنيا خلك يى پيژندلي وو نو داسى يى ويلي وو:
هر سړى تر خپل مطلبه  پورى يار دى
ما د خداى لپاره يار ليدلى نه دى
د مطلب دوستان او آشنايان ډير پيدا كيږي ، كه يو څوك په حكومت كښې يوه لوړه څوكۍ او مقام حاصل كړي نو لباسي دوستان او ياران يى پيداشي ، خوا او شا ورنه چاپير شي او په غوړه مالۍ لاس پورى كړي او د خپل مطلب لپاره ورڅخه لكه پتنګان راتاويږ ي خو كله چې له مقام او څوكۍ نه لر شي نو دا لباسي او موقتي چاپلوس  دوستان ورڅخه  مسافه واخلي.
د مطلبي آشنايانو او دوستانو آشنايي او دوستي په كار نه ده ، ځكه چى دوي سړى په نيمه لار كښې پريږدي .
اصلي او واقعي دوستان او آشنايان هغه دي چې په سخت وخت كښې په كار راشي او د ضرورت په وخت كښې د مرستې او همكارۍ لارس وركړي
هغه مسلمان  چې  د دوستۍ او آشنايۍ په قدر نه پوهيږي او د مطب لپاره آشنايي او دوستي كوي ، هغه د ايم ان په خوږو نه پوهيږي او نه يى احساس كولاى شي.
د ايمان خواږه دهغه چا په برخه كيداى شي چې د دوستۍ او آشنايۍ په مطلب پوه وي او د خداى په خاطر له خلكو سره دوستي او آشنايي كوي .

3- له كفر څخه نفرت :
واقعي مسلمان هغه څ وك دى چې له كفر څخه نفرت ولري او هغه څه ونه كړي چې ايمان يى ورباندې خرابيږي.
هغه  څوك چې د خداى په وحدانيت ايمان لري ، هغه مسلمان دى او له كفر څخه نفرت كوي . هغه بيا داسې كارونه نه كوي چى د اسلام د مبين دين له اصولو او اساساتو خلاف وي .
شراب څښل ، زنا كول ، منافقت كول ، دروغ ويل ، غلا كول او داسى نور منكره اعمال چې د اسلام مبين دين منع كړي دي، كه يو مسلمان له دغو اعمالو څخه نفرت او ډډه كوي نو دى په حقيقت كښې له كفر څخه نفرت كوي .   خداى پاك هغه چاته چې كافردى هدايت نه كوي .

خداى پاك په قرآن پاك كښې فرمايي :
كيف يهدي الله قوماُ كفروا بعد ايمانهم و شهدوا أن الرسول حق و جاءهم البينت  .   والله لا يهدي القوم الظلمين . ( صدق الله العظيم )
دا قرآني خبر ده او څومره د پند خبره دي  چې :
د كافر ځاى په اور كښې دى اود  مسلمان ځاى په جنت كښې دى .د كافر توبه نه قبليږي خو  د مسلمان توبه قبليږي.  كافر ته خداى پاك د ښې لارى  هدايت نه كوي ځكه چې هغه په خداى عقيده او ايمان نه لري ، خداى هغه چاته هدايت كوي چې مسلمان وي .
څوك چې د خداى په وحدانيت ايمان لري هغه مسلمان دى ، د هغه ځاى په جنت كښې ، هغه د خداى دوست دى ، په هغه باندې د خداى د رحمت باران وريږي.
دا وو د خداى په وحدانيت د ايمان د لرلو څو فضيلتونه . ( نو ر بيا ) څ

فضل الله رشتين

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب