د روژې فضائل

د اسلام مقدس دين چه سراسر د رحم خواخوږی په ښو کارونو د ترغيب او له بدو کارونو څخه د مخنوي پيغام لري . د همدې موخو لپاره روژه د مسلمانانو لپاره يو لنډ مهاله تربيوي دوره ده .

ترڅو په دغه لنډه دوره کې د خپلو نورو وروڼو له لوږو اوبې وسيو خبر شي اوهمدارنګه په ښو کارونو عادت او له بې ګټی زهرجنو شيطانې اعمالو منع شي .

د روژې فضيلت :

د نورو امتونو په پرتله د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم امت ته د هری نيکی په بدل کې لس چنده يا تر هغه هم زياته بدله ورکول کيږي ولی روژه ددی عام قانون څخه مستثنی ده .

الهی پيغام دی چه روژه د بنده له طرفه ماته يوه تحفه ده او زه به څنګه چه غواړم ددی اجر او ثواب به ورکوم زما بنده زما د رضاء لپاره خپل خواهش نفس ،خوړل او څښل پريږدي, نوبس زه په خپله خوښه ددی قربانۍ بدله ورکوم (بخاري او مسلم )  .

بل حديث شريف  كې راغلي : اِن َّ فِي الجَنَّةِ بَاباً يُقَالُ لَّه الرَّ يَانُ يَدخُلُ مِنه ُ الصَّاِءمُونَ يَومَ القِياَمَةِ ( بخاري اومسلم ).

ژباړه : دجنت په دروازو کې يوه دروازه ده چه هغی ته باب الريان وايې پدی دروازه به د قيامت په ورځ صرف روژه دار داخليږي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم د يوی خطبی په آخره برخه کې وفرمايل : وهو شهر اوله رحمة و اوسطه مغفرة و آخره عتق من النار و من خفف عن مملوکه فيه غفرالله له و اعتقه من النار .

( ددی مبارکې مياشتی اوله حصه رحمت دی دوهمه حصه يي مغفرت دی او آخري دريمه حصه يي د دوزخ څخه خلاصون دی ،ددينه پس يي وفرمايل کوم سړی چه په دی مياشت کې دخپل خادم يا مزدور په کار کې تخفيف او کمی وکړي الله تعالی به د هغه مغفرت وکړي او د دوزخ له اوره به آزادی ورکړي (شعب الايمان للبيهقی ).

عن ابی هريره رضی الله عنه قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم من افطر يوماً من رمضان فی غير رخصته رخصها الله له لم يقض عنه صيام دهر (سنن ابوداؤد )

له حضرت ابی هريرة څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم و فرمايل : چا چې د رمضان د مياشتي يوه روژه پرته له کوم غذر لرلو ) سفر يا مرض ( ونه نيوله کوم چې الله تعالی ورته رخصت ورکړی دی نو ټول عمر روژه نيول د هغه قضا نشي پوره کولای .

يعنی ټول عمر روژه نيول د يوې ورځی د رمضان په اندازه ثواب نشي پوره کولای چې ددې څخه د رمضان المبارک غوره والی او فضيلت څرګنديږي .

عن ابن عباس رضی الله عنه قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم عمرة فی رمضان تعدل حجة- أو حجة معي ( متفق عليه)

له حضرت ابن عباس رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم و فرمايل : په رمضان کې عمره د حج سره برابره ده او يا داسې ثواب لري لکه چې د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم سره يې يو ځای حج کړی وي .

عن عثمان سمعت رسول الله صلی الله عليه وسلم يقول الصيام جنة من النار کجنة احدکم من القتال ( بخاری ،مسلم ، ابن ماجه )

حضرت عثمان رضی الله عنه وايي : له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه مې واوريدل چې فرمايل يې : روژه د اور څخه داسې سپر او ډال دی لکه چې سپر او ډال وي ستاسې په جنګ کې .

لکل شی ءٍ زکاة و زکاة الجسد الصوم والصوم نصف الصبر ( ابن ماجه )

د هر شي د پاره زکات وي د بدن زکات روژه نيول دي او روژه نيول نيم صبر دی .

لخلوف فم الصائم اطيب عندالله من ريح المسک ( بخاری او مسلم )

د روژه لرونکی د خولې بوی الله تعالی تر عطرو او مشکو غوره دی .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب